مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د فرانسې د جمهوري رياست انتخاباتو ته ټوله اروپا په هیجان کي ده
تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي نن په فرانسه کي د جمهوري رياست انتخابات شروع سول، چي په ټوله اروپا کي په ډیر هیجان سره تعقیبیږي. د تقریبأ ۴۷ ملیونو مستحقو فرانسویانو څخه غوښتل سوي، چي یو نوی جمهوررييس انتخاب کړي. د سهار ترلسو بجو پوري لا ۲۸،۵ فیصدو کسانو رايی ورکړي وې او د اروپا په وخت اتو بجو پوري هغوی کولای سي، رايی ورکړې. تقریبأ ۵۰۰۰۰ پولیس او عسکر د ډاډمنو انتخاباتو په سرته رسولو گمارل سوي دي.
شمالي کوریا یوبل امریکايي تبعه هم نیولی دی
شمالي کوریا د جنوبي کوریا د خبري آژانس یون هېپ په حواله یو بل امریکايي تبعه هم نیولی دی. د یون هېپ په خبرکي راغلي دي ، چي دغه کس د شمالي کوریا د پایتخت پیونگ یاگ د بين المللي هوايی میدان څخه د راوتو پروخت نیول سوی دی. هغه یو کوریايی الاصله امریکايی دي، چي په شمالي کوریا کي یې د مشاور په حیث اقامت درلودی. دا دریم امریکايي دی، چي د شمالي کوریا د حکومت لخوا نیول کیږي.
پر سوریې باندي د اسراییلو په حمله کي درې کسان وژل سوي دي
د سوریې پر یوې نظامي قرارگاه باندي د اسراییلو په حمله کي لږترلږه د حکومتي ملیشې درې جنگیالي وژل سوي دي. د ملي دفاع د قواوو په نامه دغي ملیشې یوه استازي ویلي دي، چي د گولان پرتپه باندي د اسراییلو په دغه حمله کي دوه نور جنگیالي سخت ټپیان سوي هم دي. خو دا لا تر اوسه پوري معلومه نده، چي اسراییلو دغه قرارگاه د مځکي او که هوا دلاری ویشتلې ده.
پاپ: د یونان د مهاجرو کمپونه کشتارگاوو ته ورته دي
د کاتولیکی عیسویان مشر، پاپ فرانڅیسکوس په یونان کي د مهاجرو کمپونه د هټلر دکشتارگاوو سره مقایسه کړي دي. پاپ د یونان د مرکزي تجمع کمپونه ،خصوصأ د لیسبوس په جزیره کي ، د هغوی بې حده ډیر تعداد ته په کتو سره کشتارگاوي وبللې. پاپ همدارانگه وویل، چي اروپايان ورځ په ورځ لږ اولادونه پیدا کوي او په عین حال کي پر مهاجرینو باندی دروازې تړي. دا یوه خودکشي ده.
د سعودي عربستان پاچا خپل زوی په امریکا کي سفیر مقرر کړ
د امريکاد متحده ايالاتو سره د بیرته نژدې کیدو په چوکاټ کي د سعودي عربستان شاهي کورنئ د پاچا زوی ، شهزاده خالدبن سلمان بن عبدالعزیز په واشنگټن کي د نوي سفیر په حیث تعین کړ. سعودي عربستان د امريکا دمتحده ايالاتو سره د اوو لسیزو راهیسي نژدې ستراتیژیکي ملگری دی ، خود اوباماد حکومت پروخت، چي د سوریې په داخلي جنگ کي یې نظامي مداخله ردوله او د ایران سره نژدې کیدو ته یې ترجیح ورکوله، دغه روابط ساړه سول.
بایرن غواړي سرحدي کنټرول د کال تر پایه پوري وغزوي
د مهاجرینو د تعداد پرکمیدو سربیره د جرمني د بایرن ایالت غواړي د اطریش سره سرحدي کنټرول لږترلږه د سږعیسوي کال تر پایه پوري تمدید کړي. ددغه ایالت د کورنیو چارو وزیر د«بیلډ ام زونټاگ» ورځپاڼي ته ویلي دي ، چي نن ورځ لا ددغه کنټرول د منځه وړلو پیشبیني نسي کیدلای. دده په خبره که کنټرول لیري سي، دا به گرده دنیا ته داسي یو زیگنال وي ، چي جرمني بیرته دروازې خلاصي کړي دي، خو جرمنيان دا نه غواړي.
د چین د کرکټ ټوله ټیم په ۲۸ منډو سره وسوځیدی
د جهاني کرکټ لیګ په سیمه ییزي لارموندني سیالیو کي د سعودي عربستان ټیم، چین ته په ۳۹۰ منډو سره نه هیریدونکې ماته ورکړه. په تایلنډ کي د چین ټولو لوبغاړو په مشکل سره ۲۸ منډي جوړي کړې. اول د سعودي عربستان ټیم بیټټینګ یا توپوهنه شروع کړه او په ټاکل سوو ۵۰ اورونو کي یې د چين په مقابل کي۴۱۸ رنزه جوړ کړه. د سعودي عربستان دټیم لخوا محمد افضل سینچري جوړه کړه.