مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
فعالین: د سوریې د حملې قربانیان ۱۱۲ کسانو ته لوړ سوي دي
په سوریه کي د بسانو پر یوه کاروان باندي په حمله کي د وژل سوو کسانو تعداد د اپوزیسون په حواله ۱۱۲ تنوته لوړ سوی دی. د هغوی په منځ کي ۹۸ هغه کسان هم شامل دي، چه د یاغیانو لخوا محاصره سوو ښارونو فوا او کفریا څخه ددې دمخه وتلي وه. ځانمرگي بریدکونکي نن شنبه د حلب په غربي برخي کي د بسانو ترڅنگ ځان هوا ته والوزی، چیري چي د فوا او کفریا ۵۰۰۰ اوسیدونکو غوښتل د حکوت تر کنټرول لاندي منطقو ته ولاړ سي.
د شمالي کوریا پرنوي اټومي ازموینه باندي انتقادونه ډیریږي
د شمالي کوریا نوې اټومي ازموینه په ټوله دنیا کي د انتقادونو سره مخامخ سوې ده. په سیول کي دجمهوري ریاست د ماڼئ څخه ویل سوي دي، چي جنوبي کوریا به د نورو تحریکاتو په مقابل کي قاطع عمل وکړي او ورباندي به سخت اقتصادي بندیزونه ولگوي. د انگلستان خارجه وزیر بوریس جانسن د شمالي کوریاڅخه وغوښتل، چي خپل شخړه ایز اټومي پروگرام متوقف کړي .د جرمني حکومت هم دغه ازموینه غندلې ده.
د اردوغان د صلاحیتو دډیریدو پخاطر په ترکیه کی ریفرانډم
د ۵۵،۳ ملیونو مستحقو ترکانو څخه د یوه ریفرانډم په جریان کي غوښتل سوي دي، نن یکشنبه د جمهوررييس رجب طیب اردوغان د صلاحیتو دډیریدو او یوه ریاستي نظام رامنځته کیدو پخاطر رايي ورکړي. په استانبول کي د خپلي رايي د روکولو پر وخت اردووان وویل، چي د ریاستي نظام درامنځته کیدو په باب تصمیم د ترکیې د ایندې په باب یو تصمیم هم دی. خو اپوزیسون ددموکراسۍ او درې گونو دولتي قواوو د کمزورری کیدو څخه بیره لري.
امریکا: په زرهاوو مظاهره کونکو د ترمپ دمالي حساب ورکولو غوښتنه وکړه
په زرهاوو مظاهره کونکو د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوررييس دونالد ترمپ دمالیې د حساب ورکولوغوښتنه وکړه . په واشنگټن کي په زرهاوو کسان د کانگرس په مخکي راجمع سوي وه او د شرم، شرم نارې یې وهلې. د نورو ترڅنگ یې پر شعارونو باندي لیکلي وه، چي «څشي پټوې». په نیویارک ، فلادلفیا، سان فرانسیسکواو نورو ښارو کي هم په عین ډول مظاهرې تر سوي دي.
سریلانکا:د کثافاتو د غونډیو په رانړیدو سره ۱۹ انسانان وژل سوي دي
په سریلانکا کي د کثافاتو د غونډیو په رانړیدو سره لږترلږه ۱۹ انسانان وژل سوي دي، چي په منځ کي یې ډیرکوچنیان او نوي ځوانان هم شامل دي. د پایتخت کولمبو دښار په شرقي برخه کي تر سختو بارانونو او مځکي ښویدونو وروسته د کثافاتو غونډۍ راونړیدې او ډیری انسانان تر لاندي سول. د پولیسو په حواله د انبارو څنگ ته ۱۴۵ کوډلي اود خټو کورونه هم نړیدلي دي.
پاپ فرانڅیسکوس د عیسوي ایستر اختر مراسم تر سره کړه
د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانڅیسکوس دلسهاوو زرو عیسویانو په مخکي د عیسوي ایستر اختر مراسم تر سره کړه . خو په روم کي دغه مراسم سږکال تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي تر سول او تقریبأ لسو زرو پولیسو د هغه امنیت نیولی ؤ.