مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
پر دورتموند ټیم د حملې پرشکمن کس اقامهء دعوی
د جرمني څارنوالۍ د هغه عراقي د بندي کیدو غوښتنه کړې ده، کوم چي پولیسو ددورتموند د فټبال ټیم پر بس باندي د چاودیدونکو موادو تر حملې وروسته په ؤپرټال کي نیولئ دی . پر۲۶ کلن عبدالباسط باندی د اسلامي دولت ډلي دغړیتوب جدی شک کیږي.خو د چارواکو په خبره پلټونکي تر اوسه پوري داسي شواهد په لاس کي نلري ، چي دغه سړی به ددوتموند په حمله کي شامل ؤ.
د بشري حقونو شورأ روسیه د بسلان په یرغمل نیوني ډرامې کي محکومه کړه
د اروپا د بشر د حقوقو شورأ روسیه،۱۳ کاله مخکي په بسلان کي د یرغمل نیولو دډرامي د خونړۍ ختمیدو په موضوع کي د بشر د حقونو په سختي سرغړوني باندی محکومه کړه. د ستراسبورگ قاضیانو مسکو په دې باندي هم محکوم کړی دی، چي ۴۰۹ قربانیانو ته یې د جبران خسارې په توگه فقط درې ملیونه ډالره ورکړي دي. د ۲۰۰۴ م کال په سپټمبر کي د دشمالي اوسیتیا د جمهوریت پر یوه مکتب باندی په هجوم کي تر ۳۳۰ اضافه انسانان ووژل سول.
روسیې په سوریه کي د گازو د استعمال په اړه د امنیت شورأ پریکړه لیک ویټو کړ
روسیې په خپلي ویټو سره په سوریه کي د زهرجنو گازو د استعمال په هکله د امنیت د شورأ پریکړه لیک ردکړ. د پریکړه لیک دغه مسوده ددرو دایمي غړو هیوادو، لکه د امريکا متحده ايالاتو، فرانسې او انگلستان لخوا وړاندي سوې وه. هغوی ددغي حملې مسؤلیت د بشارلاسد درژیم پر هوايي قواوو باندي وراچوي، په کومه کي چي د اپریل پر څلورمه ۸۷ انسانان ووژل سول، چي په منځ کي یې ډیری کوچنیان هم شامل وه.
میرکل د شمالي کوریا په شخړه کي د سوله ایز حل غوښتنه کوي
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د شمالي کوریا د اټومي پروگرام په شخړه کي د یوه سوله ایز حل غوښتنه وکړه. د شمالي کوریاد اټومي پروگرام پر سر رامنځته سوي تشنج ته په کتو سره میرکل د فونکه په نامه رسنیو گروپ ته ویلي دي، چي دا ددغه هیواد دپاره نظامي حل نه غواړي، بلکه ددې غوښتنه کوي،چي پر شمالي کوریا باندی د مختلفو اړخونو څخه قوي سیاسي فشار وارد سي.
په وینزویلا کي دوه نور مظاهره کونکي هم ویشتل سوي دي
د سوسیالسټ جمهوررييس نیکولاس مادورو پرضد ددوامدارو احتجاجونو په جریان کي په وینزویلا کي دوه نور مظاهره کونکي هم وژل سوي دي. څارنوالۍ خبر رکړی دی، چي یو ۱۴ کلن هلک او یو ۳۶ کلن سړی د بارکوزیمیتو په ښار کي ویشتل سوي دي. په دې ډول سره دیوې اوونۍ دوامداري مظاهرې په جریان کي د وژل سوو کسانو تعداد پنځو تنو ته لوړ سوی دی. د رسنیو په حواله دغه کسان د حکومت پلوه مسلحو کسانو لخوا ویشتل سوي دي.
د ملگرو ملتو د بشر حقونو فعالین د اردوغان د صلاحیتو دډیریدو مخالف دي
د ملگرو ملتو د بشر د حقوقو فعالین د جمهوررييس رجب طیب اردوغان د صلاحیتو په ډیریدو سره په ترکیه کي د بشر د حقوقو دتر پښو لاندي کیدو څخه تشویش لري. د راتلونکي یکشنبې په ورځ به په ترکیه کي د اردووان د صلاحیتو او ریاستي نظام په هکله یو ریفرراندم تر سره سي. دغه څرگندوني دپنجشنبه په ورځ په ژنیو کي د ملگرو ملتو د بشر د حقوقو څلورو فعالینو کړي دي.