مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
رسنۍ: چاروکي پردورتموند باندي د حملې اسلامي پس منظر څیړي
د بورسیا دورتموند د ټیم پر بس باندي د چاودیدونکو موادو ترحملې وروسته امنیتي مقامات اوس دا څیړي، چي هغه خو به اسلامي افراطي پس منظر نلري. ددې خبري دلیل د «زویډ دویچه څایټونگ» ورځپاڼي، NDR او WDR چینلو هغه رپوټ دی، چي پراساس یې د واقعې په ځای کي په الماني ژبه یو خط پیدا سوی دی. خط په بسم الله سره شروع سوی دی. پلټونکي اوس په یوه دوهم خط پسی هم گرزي، چي کیدلای سي د ضد فاشیسټي گروپو لخوا وي.
ميرکل پردورتموند ټیم د حملې څخه تر شوک لاندي راغلې ده
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل د حکومت د ویاند شټیفان زایفرت په خبره د دورتموند د فټبال د ټيم پر بس باندي چاودیدونکو موادو د حملې څخه تر شوک لاندي راغلې ده او هغه یې سخته غندلې ده. زایبرت نن چارشنبه په برلین کي دژورنالسټانو په مقابل کي وویل، «چه دا ډیر د نفرت وړ یو عمل دی.»
شي د ترمپ څخه د شمالي کوریا د سوله ایز حل غوښتنه وکړه
د چین دولتي او حزبي مشر شي جینگ پینگ د امريکا د جمهوررييس دونالد ترمپ څخه په تلیفون کي وغوښتل، چي د شمالي کوریا بحران باید د سوله ایزو وسایلو پواسطه حل سي. ددولتي رسنیو په حواله شي ویلي دي، دهغه حکومت غواړي، چي د کوریا نیمه جزیره د اټومي وسلو څخه پاکه سي، ترڅو هلته سوله او ثبات رامنځته سي. دولتي ورځپاڼي «گلوبل ټایمز» شمالي کوریا ته په تاکید سره د نورو اټومي ازموینو څخه خبرداری ورکړی دی.
تیلرسون او لاوروف د سوريې د بحران په هکله خبري کوي
دسوريې پر یوه نظامي هوايي میدان باندی د امريکا دمتحده ايالاتو ترراکټی حملې پنځه ورځي وروسته د امريکا خارجه وزير ریکس تیلرسون د خپل روسي سیال سرګیې لاوروف سره په مسکو کي کتلي دي. د خبرو د شروع کیدو پرمهال تیلرسون وویل، چي دی د«پرانیستو او حقیقي خبرو اترو امیدواري لري». لاوروف بیا وویل،دی غواړي معلومه کړي، چی د امريکا د حکومت «واقعي هدف» څه شی دی.
احمدي نژاد د ایران د جمهوري ریاست د مقام دپاره کاندید کړ
تر څوواره انکار وروسته د ایران پخواني جمهوررييس محمود احمدي نژاد اوس د می میاشتي پر ۱۹ د جمهوري ریاست د مقام دپاره ځان کاندید کړ. ددې کار دپاره هغه د خپل معاون حمید بقايي سره یوځای د کورنیو چارو په وزارت کي ځان راجستر کړ. احمدي نژاد په داخل او خارج کي شخړه ایز شخص دی. مذهبي رهبر ایات الله خامنه اي په ۲۰۱۶ م کال کي لا داحمدي نژاد څخه غوښتي وه، چي ځان کاندی نه کړي.
پولیسو د یوې لارۍ څخه افغاني او پاکستاني مهاجر راایستلي دي
یوې لاروئ د نوردراین ویستفالن ایالت په دورین ښار کي امکان لري د شپږو مهاجرو ژوند ژغورلئ وي. لکه څنگه چي پولیسو د سه شنبه په ورځ خبر ورکړ، یوې ښځي د یکشنبه په ورځ په پارکینگ کي ولاړي یوې لاری څخه ږغونه واوریدل او سمدستي یې پولیسو ته خبر ورکړ. هغوی په لارۍ کی ۶ ضعیفه سوي مهاجر کشف کړل. د هغوی څخه د معلوماتو تر اخیستلو وروسته معلومه سوه، چي هغوی افغانان او پاکستانیان دي او غواړي پناهندگي ورکړي.