مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د اقتصاد وزیري د ترمپ پر تجارتي فرمانو باندي انتقاد کړی دی
د جرمني د اقتصاد وزیري،«بریگیته څوپریس» د امريکاد متحده ايالاتو د حکومت څخه د تجارتي سیاست په باب د خبرو د شروع کیدو غوښتنه کړې ده. دې د «ویلټ ام زونټاگ» المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي، چي د جمهوررييس ترمپ سیاسي تگلاره د پخوا په ډول نامعلومه ده او سم پلان وجود نلري. د سوسيال ډيموکراټانو ددغي سیاستمداري په خبره په اوس وخت کي ددې لږ امکان موجود دی، چي د امریکايي طرف سره خبري وسي.
رپوټ: ترهگران کولای سي په لیپټاپونو کي چاودیدونکي مواد پټ کړي
ترهگرانو،د امریکايي څیړونکي په حواله داسي میتودونو ته انکشاف ورکړی دی، چي کولای سي په لیپټاپونو او نورو برقي وسایلو کي چاودیدونکي مواد پټ کړي. د CNN، CBS او نورو امریکايي ټلویزونو په رپوټونوکي راغلي دي، چي امکان لري چاودیدونکي مواد د هوايی میدانو د امنیتي کنټرول په سکینونو کي کشف نسي. ټلویزونو خپل دغه رپوټونه د امریکا د فدرالي پولیسو- FBI او د استخباراتي سازمانو د نورو منابعو پراساس ورکړي دي.
میرکل د نوردراین ویستفالن ایالت د سره- زرغون اییتلاف له منځه وړل غواړي
د جرمني د مسيحي دموکراټانو مشري او صدراعظمي انګيلا ميرکل دنوردراین ویستفالن په ایالت کي ددغه حزب دکنگرې پرمهال د قدرت د تغیریدو غوښتنه وکړه. میرکل د راغلو نمایندگانو په مخکي وویل، چي د سره-زرغون گوندونو اییتلاف ته باید خاتمه ورکول سي. دې دتیرو ورځو د زارلنډ ایالت انتخاباتو ته اشاره وکړه، چي هلته هم د مسيحي دموکراټانو او سوسيال ډيموکراټانو لوی اییتلاف د خلگو د تایید سبب وگرزیدئ.
رپوټ: ډیرترکي ډیپلوماټان او عسکر په جرمني کي پناه ورکوي
د ترکيې د ناکامي کودتأ او تر هغه وروسته دجمهوررييس طیب اردوغان د شکمنو مخالفینو د ټکولو او تعقیبولو په نتیجه کي په مخ پرډیریدونکي ډول سره ترکي ډیپلوماټان او عسکر په جرمني کي پناهدگي ورکوي. د«شپیگل» المانۍ مجلې د مهاجرینو د مرکزي ادارې په حواله رپوټ ورکړی دی، چي دغي ادارې ته د ترکانو۲۶۲ عریضې پرتې دي، چي لا ورباندي تصمیم ندی نیول سوی.
شرقي اوکراين: پرنوي اوربند سربیره جنگونه دوام لري
د شرقي اوکراين په جنگ ځپلې سیمه کي نوی اوربند ماتیدونکئ دی. هم اوکرايني پوځ او هم روسي پلوه بیلتون غوښتونکو په دونسک او لوهانسک کي یوپربل باندي د اوربند د ماتیدو تور لگولی دی. په کیف کي ددفاع دوزارت یوې ویاندي انټرفکس خبري آژانس ته ویلي دي، چي د اوکراين حکومت د پرون جمعې پرشنبه، ۱۲ بجو د شپې څخه د اوربند مقررات مراعت کړي دي، خومقابل طرف د هغه څخه لس واره سرغړونه کړې ده.