مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د رسنیوڅخه د ترمپ د حملو په مقابل کي د امریکايي سناتورانو دفاع
پر میډیا باندي د امريکا د جمهوررييس دونالد ترمپ پرله پسې حملې هم د مونشن د امنیتي کنفرانس یوه موضوع وه. په کفرانس کي امریکايي دیموکراټ سناتور «کریس مورفي» ترمپ پرازادو رسنیو باندي په مستقیو حملو تورن کړ، کومي چي په هیڅ صورت د قبول وړ ندي. دده سره بلي دیموکراټي سناتوري«جینا شاهین» وویل، چي د ازادي میډیا څخه هیڅ ډول خطر نه رامنځته کیږي. اصلي خطر پرهغه باندي د جمهوررييس انتقادونه او حملې دي
عراقي پوځ د موصول پر غرب باندي عملیات پیل کړل
عراقي پوځ د صدراعظم حیدرال عبادي د معلوماتو پراساس د موصول پرغرب باندي عملیات شروع کړل. دغه ښار ته د اسلامی دولت-ISډلي د اصلي مرکز په سترگه کتل کیږي. عراقي پوځ، د هغوی متحدو شیعه ملیشو او کردي جنگیالیو د تیرکال په اکتوبر کي ددغه ښار پر شرق باندي عملیات شروع کړه او د جنورۍ په اخره کي یې د اسلامی دولت ډلي څخه کاملأ ونیول. خو دهغوی سره د امریکا په رهبرئ نظامي اییتلاف هوايي بمباریو حمایه موجوده وه.
الټمایر: په ۲۰۱۷ م کال کي به ډیر مهاجر اخراج سي
د جرمني د صدارت عظمی ددفتررییس او د مهاجرينو د چارو تنظیمونکئ پیتر الټمایر، سږعیسوي کال خپلو هیوادو ته د رد سوو مهاجرو دډیر زیات اخراجیدو انتظار کوي. الټمایر المانۍ ورځپاڼي «بیلډ ام زونټاگ» ته ویلي دي، چي پروسږکال تر ۸۰۰۰۰ اضافه رد سوي مهاجرين خپلو هیوادونو ته تللي دي. دده په خبره پروسږکال د ۷۰۰۰۰۰ مهاجرو د جملې څخه ۳۰۰۰۰۰ رد سوي دي، چي هغوی به جرمني ډیر ژر اخراج کړي.
«د کیم د ورور د قتل تر شا د شمالي کوریا لاس دی»
د جنوبي کوریا په حواله مالیزیايي پلټونکو تثبیته کړې ده، چي د شمالي کوریا د رهبر کیم یونگ اون د میریزي ورورد قتل تر شا د پیونگ یانگ لاس دی. دغه خبره په سیؤل کي د بیرته یووالي د وزارت یوه ویاند کړې ده. خومالیزیا لا دغه خبر ندی تايید کړی. دمالیزیا پولیسو دمخه رپوټ ورکړی ؤ، چی هغوی په څلورو نورو شکمنو کسانو پسي گرزي. دغه ټول کسان شمالي کوریایان دي او د کیم یونگ نم د قتل په ورځ د مالیزیا څخه وتلي دي.
په اوکراین کي نوي اوربند ته هیله مندي
د اوکراین په شرق کي په تیرو اوونیو کي دجنگونو تر بیرته شروع کیدو وروسته اوس دیوه نوي اوربند رامنځته کیدو ته امیدواري ډیره سوې ده. د روسیې او اوکراین خارجه وزیرانو سرگیې لاوروف او پاول کلیمکین د مونشن په امنیتي کنفرانس کي د یوه ملاقات پر مهال د راتلونکي دوشنبه ورځي څخه د جنگونو د بندیدو او یوه اوربند د رامنځته کیدو څخه ملاتړ اعلان کړ. دغه خبري د جرمني او فرانسې په وساطت تر سره سوې.
د فارک چریکان بې وسلې سیمي ته ورغلي دي
په کولمبیا کي د سولي تر تړون تقریبأ دوې میاشتي وروسته دفارک- FARC ټوله پاته چریکان خلع سلاح زون ته ورغلي دي. د جنگ دوروستۍ جبهې اخري ۳۰۰ چریکان د شنبه په ورځ د مونتانیتا خلع سلاح سیمي ته ورسیدله. په کولمبیا کي د ملگرو ملتو دسولي د پروسې د هییت ارجنټایني مشر خبر ورکړ، چي پدې ډول سره ټوله تقریبأ ۶۹۰۰ چریکان د خلع سلاح پر ۲۶ حوزو باندي تقسیم سوي دي او تر مئ پوري باید خپلي ټولي وسلې وسپاري.
ایکوادور نوی جمهوررييس انتخابوي
د جنوبي امریکا هیواد ایکوادور نن یکشنبه یو نوی جمهوررييس انتخابوي. تر لسو کلو کار وروسته جمهوررييس(رافاییل کورای» نور نه غواړي ځان انتخاب کړي. د تقریبأ ۱۲،۸ ملیونه مستحقو ایکوادورانو څخه غوښتل سوي دي، چي د جمهوري ریاست دپاره د اتو کاندیانو په منځ کي یو انتخاب کړي، چي ویل کیږي هیڅ یو یې ډیر وتلئ کاندید ندی.