مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
بېربل کوفلر: افغانستان ته نباید افغانان اخراج سي
د جرمني د حکومت د بشرد حقوقو استازې بېربل کوفلر افغانستان ته د رد سوو افغان مهاجرو داخراجیدو توقف غوښتی دی. دسوسیال ډیموکراټانو د حزب دغي سیاستمداري یوې المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي،چي په افغانستان کي امنیتي حالت تغیر سوی ندی، بلکه په جرمني کي داخلي بحثونه تغیر سوي دي. دا کار نباید دنورو پرشا باندي یو پيټی وگرزي او په اصطلاح جزايي سي.
د ترمپ مرستیال د اروپا او ناټو څخه ملاتړ اعلان کړ
د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوررييس معاون مایک پېنس د مونشن په امنیتي کنفرانس کي د خپلي وینا پروخت د اروپا سره د خپل هیواد پراتحاد باندي ټینگار وکړ. ده وویل، چي دواړه خواوي گډ ارزښتونه او گډي قربانۍ لري. په عین حال کي ده ناټو ته د دونالد ترمپ د حکومت ښکاره وفاداري اعلان کړه. پېنس وویل، چي امريکا د ناټو پر نظامي اتحاد باندي کاملأ باور لري او په مقابل کي به یې خپل مکلفیتونه هم ادآ کړي.
میرکل دگډ نړیوال کارغوښتنه وکړه
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د مونشن په امنیتي کنفرانس کي د خپلي بیانیې پروخت د یوه نژدې بين المللي گډکار غوښتنه وکړه. دې وویل، چي هیڅ دولت په یوازیتوب سره نسي کولای د نړئ پرچلنجونو باندي غالبه سي. میرکل په عین حال کي دې ته هم اشاره وکړه، چي د اروپايي ټولني جوړښتونه تراوسه پوري لا پوره مؤثریت نلري او نورهم باید تقویه سي.
پاکستان :د عملیاتو په جریان کي تر ۱۰۰اضافه کسان وژل سوي دي
د پاکستان په تاریخ کي تریوه سخت ځانمرگي برید وروسته ددغه هیواد امنیتي قواوو په سختو متقابلو عملیاتو لاس پوري کړی دی. رسنیو خبر ورکړی دي،چي په ټوله پاکستان کي د امنیتي قواوو به عملیاتو کي تر ۱۰۰اضافه کسان وژل سوي او ډيرنور بندیان سوي دي. د پاکستاني پوځ یوه ویاند ویلي دي، چي امنیتي قواوي د هغي شبکې په پیداکولو کي پرمختگ کوي ، کومه چي دشاباز قلندر پرزیارت باندي د وروستي ځانمرگي برید تر شا ولاړه وه.
په زرونوکسانو په فلیپین کي د اعدام د جزأ پرضد مظاهرې وکړې
په زرهاوو کسانو د «ژوندانه دپاره مارش»تر عنوان لاندي د فلیپین په پایتخت کي د حکومت دمخدره موادو سره د مبارزې د میتودونو او اعدام د جزأ د بیرته تطبیقیدو پرضد مظاهرې وکړې. جمهوررييس «رودریگو دوترته» په۲۰۱۶ م کال کي د قدرت تر اخیستلو وروسته د مخدره موادو پرضد سخته مبارزه اعلان کړه او په دې لار کي تراوسه پوري تر ۶۷۰۰ اضافه کسان وژل سوي،چي ډیری یې د صحرايی محکمو په جریان کي اعدام سوي دي.
په جرمني کي د ترکي پناه غوښتونکو تعداد اوس هم لوړ دی
په جرمني کي د ترکي پناه غوښتونکو تعداد په نوی عیسوي کال کي هم په نسبي ډول لوړ دی. المانۍ ورځپاڼي «راینیشه پوست» د جرمني د حکومت په حواله لیکلي دي، چي د جنورۍ په میاشت کي ۵۷۳ ترکانو پناهندگي ورکړې ده . په ترکیه کي د پروسږکال په جولای کي تر ناکامي کودتأ او په نتیجه کي یې تر حکومتي چلند وروسته ډیر ترکان په جرمني کي پناهندگي ورکوي.