مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
شټاین مایر د جرمني د نوي جمهوررييس په توگه انتخاب سو
فرانک والټر شټاین مایر د جرمني د ۱۲ جمهوررييس په حیث انتخاب سو. دغه پخواني خارجه وزیر او په پارلمان کي د سوسیال ډیموکراټانو د حزب وکیل نن یکشنبه د پالمان ددواړو مجلسونو او ایالتونو د پارلمانونو په گډه جلسه کي د مجموعأ ۱۲۳۹ رایو څخه ۹۳۱ رايي په لاس راوړې. پدې ډول سره هغه د ۷۴ فیصدو رایو په پلاس راوړلو سره تر ټولو ښه نتیجه تر لاسه کړه.
افغانستان ته د اخراجیدو پرضد په جرمني کي مظاهرې وسوې
پرون د جرمني په ډیرو ښارو کي په زرو کسانو افغانستان ته د اخراجیدو پرضد مظاهرې وکړې. د نوردراین ویستفالن ایالت د مهاجرينو شورأ ویلي وه، چه افغانستان ډاډمن هیواد ندی او تر پخوالا ډیرد ملگرو ملتو د مهاجرينو دعالي سازمان دیوه رپوټ پراساس وضع پکښي خرابه سوې ده. د جرمني دمرکزي حکومت او ایالتو یوې گډي غونډي د انګيلا ميرکل سره د پنجشنبه په ورځ تصمیم ونیوی، چي باید نورهم ډیر رد سوي مهاجرین اخراج سي.
په سویس کي مهاجرينو ته د تابعیت ورکولو په باب تصمیم نیول کیږي
سویس هم نن یکشنبه په دې باب تصمیم نیسي،چي ایا د مهاجرينو لمسیانو ته ژر او په اسانۍ سره تابعیت ورکول سي او که څنگه. د پارلمان اکثریت وکیلان او حزبونه د حکومت د هغه پیشنهاد ملاتړ کوي، چي پراساس یې باید د مهاجرينو لمسیانو ته ژر او په اسانۍ سره تابعیت ورکول سي. فقط عوام پاله ښی اړخي ولسي حزب- SVP خبرداری ورکړی دی، چي په راتلونکي کي به د مسلمانو مهاجرو تعداد ډیر سي.
په فرانسه کي د پولیسو د تشدد پرضد احتجاجونه وسول
د پاریس په یوه ناحیه کي د پولیسو د تشدد پرضد یوه مظاهره په اخوډبونو باندی تبدیله سوه.د پولیسو په حواله د«بوبیگني» په ناحیه کي غرمه په اول سر کي تقریبأ ۲۰۰۰ کسانو په سوله ایز ډول مظاهره وکړه، خو وروسته د څو سوو جنگجویه کسانو لخوا مختل سوه. هغوی پر پولیسو باندي ډبري واورولې ،عامه تأسیساتو ، دوکانو او موټرانو ته یې اورونه واچول.
سیؤل پر شمالي کوریا باندي بیا د یوه راکټ د توغولو تور لگولی دی
شمالي کوریا د سیؤل د حکومت په حواله بیا یو بالاستیکي راکټ فیر کړی دی. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت خبر ورکړی دی، چي دغه راکټ ددغه هیواد په غرب کي د یوې نظامي قرارگاه څخه د جاپان د بحیرې پرخوا ورفیر سوی دی. شمالي کوریا پروسږکال په دوو اټومي راکټي ازموینو او یوه سلسله راکټانو په فیرولو سره بين المللي ټولنه راپارولې وه.