مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
روسیه: په سوریه کي به په نیمه شپه کي اوربند نافذ سي
په جنگ ځپلې سوریه کي به په نیمه شپه کي عمومي اوربند نافذ سي. دغه رپوټ خبري آژانس صنعأ د سوریې د پوځ په حواله ورکړی دی. خو په هغه کي به ځيني جهادي ملیشې نه وي شاملې، د هغې جملې څخه داسلامی دولت ډله. د روسیې جمهوررييس ولاد یمیر پوتین پر اوربند باندي موافقه تاييد کړې ده. پوتین همدارنگه ویلي دي: مسکو منلې ده، چي په سوریه کي به خپل نظامي حضور راکموي.
په ترکيه کي د لیکوالې اردووان پرضد محاکمه پیل سوه
په استانبول کي د ترکۍ لیکوالي «اصلي اردووان» او اتو نورو متهمو کسانو محاکمه شروع سوه. پردوی باندي دکردي ياغيانو په سازمان - PKK کي د غړیتوب تور لگیدلی دی. که دوی مجرم وبلل سي، نودعمري بند د سزأ سره به مخامخ سي. دهغوی د محاکمه کیدو دلیل په کردي پلوه ورځپاڼه «ایوزگیور گیونډم» کي کار کول دي، چي په دې منځ کي بنده سوې ده. په همدې حال کي یو بل مشهوره لیکوال «احمیت سیک» هم په استانبول کي نیول سوی دی.
د را لویدلي روسۍ نظامي الوتکي په منځ کي چاودنه نده سوې
په توره بحیره کي د روسۍ سقوط سوي نظامي طیارې په منځ کي د پوځ په حواله چاودنه نده رامنځته سوې،بلکه په ماشین کي د خرابۍ له کبله رالویدلې ده. د روسي هوايي قواوو د هوايي امنیت رییس د توربکس تر لمړنیو ارزیابیو وروسته وویل،چي په اطمینان سره د طیارې په منځ کي چاودنه نده رامنځته سوې. خوهغه یوه ترهگري حمله د امکان څخه لیري ونه بلله. د تیري یکشنبه په ورځ د طیارې د سقوط پروخت د هغې ټوله ۹۲ عمله وژل سوي وه.
عراقي پوځ په موصول کي د داعش پرضد نوي عملیات پیل کړل
عراقي پوځ د اسلامی دولت ډلي د اصلي مرکز موصول د نیولو کوښښ یووار بیا شروع کړی دی. عراقي ټلویزون خبر ورکړی دی، چي پوځ ددغه ولایت ځینو برخو ته ننوتلی دی. تقریبأ یوه میاشت دمخه د غربي او عربي متحدینو د هوايي حملو پواسطه ملاتړ کیدونکي عملیات د ناکامۍ سره مخامخ سوي وه. د موصول په اوسنیو عملیاتو کي د عراقي پوځ،کردي او شیعه ملیشو مجموعأ ۱۰۰۰۰۰ کسان برخه لري.
د کولمبیا پارلمان د فارک یاغیانو سره د سولي تړون تصویب کړ
د کولمبیا پارلمان د فارک یاغیانو سره د سولي دتړون لمړی برخه تصویب کړه. پدې ډول چي د پارلمان دواړو مجلسونو د فارک یاغیانو دپاره د عمومي عفؤ قانون تصویب کړ، خو هغه کسان به استثنأ وي، چي د بشریت په مقابل کي یې جنایتونه سرته رسولي وي، په قتل عامونو او یا پرښځو باندي په تجاوز باندي تورن وي. هغوی به بیاد سولي د قرارداد مطابق په یوه فوق العاده محکمه کي جواب وايي.
په کانگو کي ترسختو بارانونو وروسته ډیرانسانان وژل سوي دي
دکانگو د بوما په ښار کي دسختو بارانونو او سیلابونو له کبله حداقل ۵۰ تنه وژل سوي دي. د محلي چارواکو په حواله سیلابونو تر ۱۰۰۰ کوره اضافه هم دځانه سره وړي دي. د بوما ښاروال همدارنگه ویلي دي، چي تقریبأ ۱۰۰۰۰۰ انسانان بې کوره سوي دي اوهغوی ته د مؤقتي سرپناوو پخاطر یوه اضطراري کمیټه جوړه سوې ده.
اوباما دوې غټي بیدیاوي تر طبیعي ساتني لاندی نیولي دي
د امريکا دمتحده ايالاتو ایسته کیدونکي جمهوررييس اوباما دوې نوري غټي بیدیاوي تر طبیعي حفاظت لاندی نیولي دي. یوه یې د اوتا ایالت د «بیرس اېرس» او بله یې د نیوادا په جنوب کي د «گولډ بت» منطقې دي. د سپیني ماڼۍ په اعلامیه کي راغلي دي، چي په دې ډول سره اوبا تر خپلو ټولو مخکنیو جمهوررييسانو ډیري منطقې تر طبیعي حفاظت لاندي نیولي دي.