مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د روسۍ نظامي الوتکي ټوټې پیدا سوي دي
هغه یوه روسۍ ورکه سوې نظامي الوتکه، چي پکښي ۹۲ تنه سپاره وه، په توره بحیره کي لویدلې ده. لکه څنگه چي روسي خبري آژانس ددفاع وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی، دسوچي ښار ساحلي قواوو ددغي طیارې ټوټې په اوبو کي پیدا کړي دي. دغه الوتکه ،چي سوریې ته روانه وه، پکښي د ژورنالسټانو او عسکرو ترڅنگ د اردو یو مشهوره آرکستر هم سپور ؤ، چي غوښتل یې هلته کنسرټ ورکړي. خو طیاره تر پرواز لږ وروسته د رادار څخه ورکه سوه.
په جرمني کي د ترکانو د پناه غوښتني ډیري سوي دي
د ترکیې تر ناکامي کودتأ وروسته عملأ ډیرو ترکانو په جرمني کي پناهندگي ورکړې ده. دغه خبره د حکومت څخه د پارلمان دیو تعداد وکیلانو د پوښتني په جواب کي معلومه سوې ده. د فونکه په نامه ميډیا گروپ ددغه رپوټ په حواله لیکلي دي، چي د ۲۰۱۶ م کال د جنورئ څخه بیا تر نومبر پوري ۵۱۶۶ ترکانو د پناه غوښتنه کړې ده. که هغه په جنورئ کي لا ۱۱۹ غوښتنلیکونه وه، بیا په نومبرکي ۷۰۲ تنو ته لوړ سوي دي.
د اوگسبورگ څخه باید دیوه بم د خنثی کولو له کبله ۵۴۰۰۰ کسان ایستل سوي وای
د جرمني د اوگسبورگ په ښارکي ددوهم عمومي جنگ څخه د پاته یوه ۱،۸ ټنه دروند بم د خنثی کولو له کبله ډیر خلگ د خپلو کورونو څخه ایستل سوي او د امن ځایونو ته انتقال سوي دي. تقریبأ ۵۴۰۰۰ کسان باید نن د کرسمس اختر په اوله ورځ تر لسو بجو پوري دخپلو کورونو څخه وتلي وای. ددغه ښار د پولیسو د قومندانۍ ویاند مانفرید گوټ شالک وویل،چی دغه بم به د ماپښین ددوو څخه تر درو بجو پوري خنثی سي.
نیتانیاهو غواړي د ملگروملتو سره پرخپلو مناسباتو باندي غور وکړي
په فلسطيني سیمو کي د يهودي ناقلينو دپاره د کورونوجوړولو پرضد د ملگرو ملتو د امنیت شورأ لخوا د یوې مصوبې تر تصویبولو وروسته د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو اعلان کړی دی، چي د ملگرو ملتو سره به پر خپلو روابطو باندي د سره غور وکړي. پرون جمعې ورځ د امنیت شورأ په فلسطيني سیمو کي د يهودي ناقلينو دپاره د کورونو جوړولو د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه. امريکا هم مستنکفه رایه ورکړې وه.
په تونس کي داسلامي تندلارو پرضد مظاهره وسوه
په سلهاوو تونسیانو د خپل پارلمان په مخکي کي د تندلارو اسلام پالو پرضد مظاهره وکړه. ډیرو غیر حکومتي سازمانو دغي مظاهرې ته سازمان ورکړی ؤ او تقریبأ ۱۵۰۰ کسانو په هغه کي گډون کړی ؤ. د مظاهرې ددایریدلو دلیل د جمهوررييس باجي قاعد السبسي هغه اظهارات وه چي ویلي یې وه، چارواکو د اسلامي تندلارو د بیرته راتگ مخنیوئ ندی کړی. د ملگرو ملتو په حواله تر ۵۰۰۰ اضافه تونسیان په خارجي جهادي سازمانو کي جنگيږي.
د کریسمس اختر په خاطر داوباما وروستۍ وینا
ایسته کیدونکي جمهوررييس بارک اوباما او ماندینې میشېله یې د آخر وار دپاره امریکایانو ته د کریسمس اختر وینا وکړه. میشېله په خپل پیغام کي د ټولو امریکایي اتباعو پرگډو ارزښتونو باندي ټینگار وکړ. دې وویل، چي پدې کي هغه تصور هم شامل دی، چي دنورو سره باید داسي معامله وسي، لکه د خپل ځان سره یې چي سړی کوي. اوباما د خپل اته کلن کار بیلانس یادکړ او ویې ویل،چي امریکا د پخواني جمهوررييس تروخت ډیره باثباته ده.