مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
گاوک د کریسمس اختر په وینا کي د یووالي او ورورئ غوښتنه وکړه
په برلین کي تر ترهگري حملې وروسته د المان جمهوررييس یوآخیم ګاوک د کریسمس په مناسبت خپلي وروستۍ وینا پر وخت د اتفاق او ورورئ غوښتنه وکړه، د کرکي او مخکي له مخکي قضاوتو څخه یې اخطارورکړ. ده اضافه کړه، چي«همدا د ترهگري حملو پروخت نباید ټولنیز اختلافات او درزونه نور هم ژور سي او یا دې ته اجازه ورکول سي، چي یو مشخص اجتماعي گروپ یا کسان تر شک لاندي راوستل سي او یا سیاستوال په عمومي ډول مقصر وبلل سي. »
په شرق اوکراین کي د کریسمس پروخت اوربند په لمړئ ورځ مات سو
د اوکراین په شرق کي د اوکراین په نوم تماس ډلي لخوا موافقه سوئ اوربند د کریسمس اختر په اوله ورځ لا مات سو. دغه اوربند د محل په وخت پرون د شپې ۱۲ بجو نافذ سو. د شنبه په ورځ سهار هم د کیف حکومت او هم روسي پلوه بیلتون غوښتونکو خبر ورکړ، چي تر منځ یې جنگونه ندي رامنځته سوي، خو وروسته دواړو خواو یو پربل باندي دحملو څخه خبر ورکړ. خود جبهو ددواړو خواوو څخه بېطرفه رپوټونه ندي رارسیدلي.
د جنوبي سوډان پرضد د وسلو د تحریم پریکړه لیک تصویب نسو
د ملگرو ملتو دامنیت شورأ نور په دې هکله تصمیم نسي نیولای، چي د جنوبي سوډان په داخلي جنگ کي مداخله وکړي. یو داسي پریکړه لیک چي هغه دي د وسلو د تحریم او تعزیراتو سبب وگرزي، په شورأ کي اکثریت تر لاسه نکړ. د امريکا لخوا وړاندي سوي پریکړه لیک مسوده په جنوبي سوډان کي د وسلو د خرڅلاو او تجارت منع کیدلو، د عالي رتبه دولتي مامورینو دسفر پرممانعتونو او د هغوی د بانکي حسابونو پرکنگل کولو باندي متکي وه.
اسراييلو د ملگرو ملتونو پریکړه لیک شرم آوره وباله
اسراييلو د ملگروملتو د امنیت شورأ د هغي غوښتني په مقابل کي په ډیرعصابنیت سره عکس العمل ښکاره کړی، چي پراساس یې باید په فلسطيني سیمو کي د يهودي ناقلينو دپاره د کورونو جوړول سمدلاسه بند سي. صدراعظم نيتانياهو ویلي دي، چي دوی به د ملگروملتو دغه پریکړه لیک مراعت نه کړي. د اسراييلو د انرژئ وزیر دواشنگټن مستنکفي رايي ته په کتو سره وویل، چي امريکا په منځني ختیځ کي خپل دوست او ملگری یوازي پرې ایښئ دی.
FBI د کریسمس پروخت په امریکا کي د بریدونو څخه اخطار ورکړی دی
د امریکا فدرالي پولیسو- FBI او دداخلي استخباراتو وزارت د اسلامی دولت-ډلي د پلویانو پواسطه د حملو څخه، خصوصأ د کریسمس اختر پر وخت په څلورو ایالتونو کي پرکلیساوو او کریسمس پروگرامونو باندي اخطار ورکړی دی. امریکايي ټلویزوني چینل- CNN د امنیتي ارگانو په حواله رپوټ ورکړی دی، چي د هغه مشخص دلایل داسلامي تندلارو په انټرنیټ پاڼو کي د امريکاپه متحده ايالاتو کي د کلیساو د یوه لست نشریدل دي.
چین په غذايی موادو کي د اساسي مشکلاتو خبره منلې ده
په چین کی د سږکال په لمړیو ۹ میاشتو کي د غذايي موادو د امنیت څخه ۵۰۰۰۰۰ واره سرغړوني کشف سوي دي. د چین دملي غذايي پروگرام رییس«بیجین کوان» د ولسي کانگرس په مخکي وویل، چي اوس لا هم پدې برخه کي مشکلات موجود دي. د هغې جملې څخه یې دغلطو ارقامو د ورکولو او اضافي موادو ، لکه رنگونو،غذا ته د خوند ورکولو موادو او یا بې کیفیته محصولاتو خبره وکړه. سربیره پردې ناپاکه غذايی مواد خرڅ سوي دي.