مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د برلین شکمن مجرم په میلان کي ویشتل سوئ دی
د برلین د کرسمس د بازار شکمن مجرم انیس عامري په میلان کي ویشتل سوی دی. دغه خبره د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر «مارکو مینیتي» د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وکړه. دغه ۲۴ کلن تونسئ په عادي ډول د پولیسو د یوې پوستې لخواکنټرول سو. خو کله چي له هغه څخه وغوښتل سوه، اسناد ښکاره کړي، نو یې سمدلاسه پر پولیسو باندي فیرونه وکړل. پولیسو یې هم په مقابل کي فیرونه وکړه او په نتیجه کي عامري ووژل سو.
ایا د جرمني د اوبرهوسن په ښار کي یوه حمله پلان سوې وه؟
د پولیسو ځانگړو قواوو د جرمني په دویسبورگ کي پریوه مارکيټ باندي د ممکنه حملې د آمادگۍ په تور دوه کسان نیولي دي. پولیسو پرون شپه د هغوی د نیولو پر وخت وویل، چي پر دواړو ۲۸ کلن او ۳۱ کلن وروڼو باندي، چي په کوزوو کي زیږیدلي دي، شک کیږي ،چي د اوبرهوسن پر مارکيټ باندي یې حملې ته تیارئ نیولی دی. اوس په دې هکله سخت تعقیب روان دی، چي تر کومه حده پوري دغي حملې ته تیارئ نیول سوی دی.
تښتول سوې الوتکه په مالټا کي راکښته سوې ده
د لیبیا حکومت مالټا ته د یوې مسافر وړونکي طیارې د تښتولو خبر تاييدکړی دی. خبري آژانس لانا د جمعې په ورځ د لیبیا دخارجه وزارت دډيپلوماټانو په حواله رپوټ ورکړی دی، چي د طیارې ټوله مسافر او عمله ښه دي. د مالټا د رسنیو د رپوټونو په حواله دغه طیاره د جمعې په ورځ هغه وخت وتښتول سوه، کله چي دداخلي پرواز پر وخت د «سبها» څخه د طرابلس پر خوا په حرکت کي وه. په طیاره کي ۱۱۸ انسانان سپاره وه.
پوتین کلنی مطبوعاتي کنفرانس ورکړ
د روسیې جمهوررييس ولاد یمیر پوتین د امريکا د راتلونکي جمهوررييس ترمپ سره د ښو روابطو هیله مندي لري. دغه خبره پوتین په مسکو کي د سلهاوو داخلي او خارجي ژورنالسټانو په مخکي د خپل کلني مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وکړه. خوپوتین بیا پر ایسته کیدونکي جمهوررييس بارک اوباما او د جمهوري رياست پرکاندیدي هیلاري کلینتن باندي انتقادونه وکړل. دده په خبره کلینتن د خپلو غلطیو او ماتي ملامتي پرنورو باندي وراچوي.
حلب بیرته د سوریې د حکومت تر کنټرول لاندي دی
د جنگونو پواسطه کاملأ نړیدلئ ښار حلب بیرته د سوریې د حکومت تر کامل کنټرول لاندي دی. د سوریې د پوځ اعلی قومندانئ خبر ورکړی دی، چي د ترهگرانو څخه د حلب تر پاکیدو وروسته په دغه ښار کي بیرته امنیت رامنځته سوی دی. یاغیانو هم ددغه ښارڅخه د خپلو وروستیو کسانو د لیږلو خبر تایيد کړی دی او دا یې د بشالاسد د رژیم سره د مبارزې په لار کي یوه سخته ضربه بللې ده.
د ایبولا د ساري مرض پرضد لمړنی واکسین جوړ سو
داول وار لپاره یو واکسین جوړ سوی دی، چي انسانان د ایبولا د ساري مرض څخه ساتي. د کاناډا په یوه لابراتواکي جوړ سوی دغه واکسین د جهاني صحي سازمان- WHO په حواله د غربي افریقا په هیواد گینیا کی تجربه سوی دی. د ۶۰۰۰ تنوڅخه چي هغه وخت واکسین سوي وه، هیڅوک د ایبولا په ساري ناروغۍ ندی اخته سوی. دغه مرض په ۲۰۱۳ م کال کي په گینیا، سیرالیون او لیبریا کی راپیدا او د۱۱۳۰۰ تنو په شاوخوا کي انسانان ورڅخه مړه سول.
نفوس ترټولو دمخه په پرمختیايی هیوادو کي ډیر سوی دی
د ۲۰۱۷ م کال د جنورئ پر اوله نیټه به د جرمني دنړئ د نفوسو د مؤسسې په حواله د مځکي پرمخ ۷۴۷۳۶۹۰۰۰۰ انسانان ژوند وکړي. دا تر تیرکال تقریبأ ۸۳ ملیونه کسان اضافه دي. دغه ډیریدل تقریبأ د جرمني د نفوسو په اندازه دی. مؤسسه وايي، چي په هره ثانیه کي په دنیا کي په متوسط ډول ۲،۶ انسانان اضافه کیږي. خو دغه اضافه کیدل بیا تر ټولو دمخه په پرمختیايی هیوادو کي ډیردی.