مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د ترکيې په نوې بمي چاودنه کي ډیر انسانان وژل سوي دي
د ترکيې په مرکزي ښار «کیزري» کي پر امنیتي قواوو باندي تر وژونکي حملې وروسته جمهوررييس رجب طیب اردوغان ټوله هیواد د ترهگري حملو قرباني بولي. اردوغان ترکي خبري آژانس انادولو ته ویلي دي،چي دغه حملې نه یوازي امنیتي قواوو،بلکي ټوله ۷۹ ملیونه ترکانو ته متوجه دي. دده په خبره سړی پوهیږي،چي دغه حملې د سوریې او عراق د انکشافاتو سره اړه لري، خو ددغه هیواد دښه اقتصادي پرمختگ سره هم ،چي کوښښ کیږي خراب سي.
یاغیانو د شرقي حلب څخه د وتلو دیوې نوي موافقې اعلان کړی دی
په سوريه کي به د یاغیانو لخوا کنټرولیدونکي شرقي حلب څخه د خلگو وتل ژر بیرته جریان پیدا کړي. د یاغیانو د معلوماتو پراساس ذیدخلو اړخونوموافقه کړې ده، چي د ښار دټولي شرقي برخي تر څنگ به د یاغیانو لخوا محاصره سوي دوه د شیعه گانو کلي هم تخلیه کیږي. په لندن کي د سوريې دپاره د بشر د حقونو دڅارني ادارې رپوټ ورکړی دی،چي ۴۰۰۰ تنه تر اوسه پوري د حلپ څخه وتلي دي. خو دغه خبر د سوريې دحکومت لخوا ندی تاييد سوی.
مظاهره کونکو د پولینډ پارلمان محاصره کړی دی
د پولینډ په پایتخت وارسا کي پرون شپه په سلهاوو کسانو د محافظه کاره حکومت پرضد مظاهره وکړه. هغوی د پارلمان دودانۍ څخه د راوتلو لاري بندي کړې. مظاهره کونکي د حکومتي حزب«حق او عدالت» پروکیلانو باندي تور لگوي،چي د راتلونکي کال له پاره یې دولتي بودجه د قوانینو مطابق نده تصویب کړې. په پارلمان کي به د رسنیو او میډیا د کارونو د محدودیت فیصله هم وسي.
د بریتانیې په یوه محبس کي بغاوت ته خاتمه ورکول سوه
د برتانیې د «برگمِن هېم» په یوه محبس کي څو ساعته بغاوت د ځانگړو قواوو په کومک پای ته رسیدلی دی. امنیتي قواوو ددغه محبس څلور برخي بیرته تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي. مسؤلو چاروکو ویلي دي، چي ددغه بغاوت دلایل به وڅیړل سي او د هغه مسؤلین به محاکمه سي. په دغه بغاوت کي په سلهاوو بندیانو برخه اخیستې وه.
فرونټکس:۳۵۰۰۰۰ مهاجرين سږکال اروپايي ټولني ته راغلي دي
د اروپا ددباندنیو سرحدونو د ساتني آژانس فرونټکس د معلوماتو پراساس په ۲۰۱۶ م کال کي تقریبأ ۳۵۰۰۰۰ مهاجرين اروپايي ټولي ته راغلي دي. ددغه آژانس د رییس«فابریس لېگېرو» په حواله تقریبأ ۱۸۰۰۰۰ انسانان د ترکیې د لاري او نور ۱۷۰۰۰۰ د لیبیا او مصر څخه د مدیترانې د لاري راغلي دي.
گابریل غواړي د روپايي ټولني د اتباعو لپاره دکوچنیانو پیسې راکمي کړي
د جرمني داقتصاد وزیر زیگمار گابریل غواړي د روپايي ټولني د اتباعو دپاره دکوچنیانو پیسې راکمي کړي. ده د فونکه ميډیا ته وویل،چي که د یوچا کوچنئ دلته په جرمني کي ژوند نه کوي، بلکه په خپل هیواد کي،بیا یې نو باید پیسې د خپل هیواد دکوچنیانو دپیسو سره عیاري او حواله سي. دده په خبره د اروپايي ټولني په هیوادو کي د ازاد تگ راتگ څخه نباید سؤاستفاده وسي.
په وینزویلا کي د نقدو پیسو د کمیدو له کبله سخت احتجاجونه
دوینزویلا په ډیرو ښارونو کي د نقدو پیسو د کمیدو له کبله سخت احتجاجونه او چوروچپاول رامنځته سوی دی. په دغو کشمکشوکي درې کسان وژل سوي هم دي. د جمهوررييس نیکولا مادورو حکومت تردې لږ دمخه اعلان کړی ؤ،چي د غټو پیسو او بانک نوټونو چلش به بند کړي. خو ده په عین حال کي اعلان کړی دی، چي ډیر ژر به نوي بانک نوټونه په چلش کي واچوي. د پیسو دکمبود له کبله ډیر کسان نه غذايي مواد او نه هم تیل رانیولای سي.