مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
ترکيه: موټري بمي بريد ۸ انسانان ووژل او ۱۰۰ يې ژوبل کړل
د ترکيې په سويل ختيځ کي د کوردانو په اکثريت مېشته ښار ديارباکير کي يوې موټريزي بمي چاودنې لږ تر لږه ۸ انسانان وژلي او تر ۱۰۰ څخه زيات نور يې ژوبل کړي دي. د ترکيې لوموړي وزير بن علي ييلدريم ويلي چي ښايي دا يو ځانمرګی بريد ؤ. نوموړي د دغه بريد پړه د کوردانو د کارګر پر ممنوعه ګوند ور اچولې ده. دغه چاودنه د پوليسو د ايالتي مرکز سره نژدې رامنځ ته سوه.
آلمان په ترکيه کي د کوردي سياستوالو نيول کېدل وغندل
د ترکيې له لوري د کوردپلوه حزب اختلاف ګوند د مشرانو د نيول کېدو وروسته په آلمان او په اروپا کي د ناټو د دغه ملګري هيواد په هکله اندېښنې زياتي سوي دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په آلمان کي د ترکيې سفير احضار کړی. شټاين ماير په يوه تونده اعلاميه کي د انقرې حکومت ته خبرداری ورکړی چي «د سياسي حزب اختلاف د خوله تړلو او يا حتی بندي کولو» څخه دي لاس واخلي.
حکومتي ځواکونه د موصل په جګړه کي د پرمختګ په حال کي دي
د عراق حکومتي ځواکونه د موصل د بېرته نيولو له پاره په روانه جګړه کي د پرمختګ په حال کي دي. د عراق د پوځ په وينا هغوی د موصول په ختيځ کي شپږ ناحيې له داعش څخه نيولي دي. زياته سوې چي په دې ترڅ کي د داعش جنګياليو ته سخت زيانونه اوښتي دي. په عيني حال کي د موصل پر ښار د تور دود وريځي تر سترګو سوي دي. شاهدانو ويلي دي چي د داعش جنګياليو د اوسېدنې په سیمو کي هم توپونه او درنې وسلې ځای پر ځای کړي دي.
پوليسو په پاريس کي د کږديو مهاجر کمپ تخيله کړ
د فرانسې پوليسو د دغه هيواد په پلازمېنه پاريس کي د مهاجرو د کږديو يو کمپ تخليه کړی دی. د پوليسو دغه عمليات په سوليزه فضا کي پېل سول. د فرانس پرېس خبري آژانس په وينا مهاجرو د ټولو ۸۲ سرويس موټرونو څخه د لومړيو سرويسونو د راتګ پر وخت د هغوی هرکلی وکړ. د پوليسو له خوا مؤظف سوو کسانو د مهاجرو کږدۍ او د بيدېدو نالۍ يا کوربچې د کثافاتو په يو موټر کي اچول پېل کړل.
رسنۍ: آلمانی وزير له اسلامستي جنګياليو د تابيعت اخيستل غواړي
د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير غواړي چي له هغو پخواني خارجيانو څخه آلمانی تابيعت بېرته واخلي چي په کومه وسله واله ډله کي يې غړيتوب درلودلی وي. په آلمان کي د «فونکه رسنيو» د ډلې د راپور پر اساس له دغو آلماني تابيعت لرونکو اسلامستي جنګياليو څخه به هغه وخت آلمانی تابيعت اخيستل کيږي چي هغوی د آلماني تابيعت تر څنګ يو بل تابيعت هم ولري.