مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
افغان چارواکي: د قندوز بمبارۍ تر ۳۰ زيات ملکيان وژلي دي
د افغانستان په قندوز ولايت کي د ناټو په بمباري کي لږ تر لږه ۳۰ ولسي کسان وژل سوي دي. دا خبر ځايي افغان چارواکو ورکړی دی. د ياد ولايت وياند محمود دانش و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي د بز کندهاري په سیمه کي کورنيو او بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات کول چي ملکيانو ته مرګ ژوبله واوښته. د دغه وياند په وينا په وژل سوو تر ۳۰ څخه زياتو ملکي کسانو کي مېرمني او ماشومان هم شامل دي.
راپور: امريکا زيات بې ګناه افغانان په ګوانتانامو کي زنداني کړي
د يوې څېړني د خپور سوي راپور له مخي امريکا يوازي د گنگوسو پر بنياد ځيني افغانان په ګوانتانامو کي بنديان کړي ول. «د افغانستان د تهليلګرانو شبکې» په نوم د کارپوهانو له ډلې کېټ کلارک په دې اړه څېړنه کړې. د يادي شبکې د راپور له مخي د امريکا متحدو ايالاتو د کيوبا په ګوانتانامو کي ۸ افغانان د گنگوسو پر بنياد تر۱۳ کالو زيات وخت بنديان کړي ول.
پاکستان ۸ هندي دپلوماتان په جاسوسۍ او ترهګرۍ تورن کړل
پاکستان د پنجشنبې په ورځ ۸ هندي دپلوماتان په ترهګرۍ او جاسوسۍ تورن کړل. دغه تور په کشمير کې پر سرحد د ډزو تر تبادلې څو ورځي وروسته لگول کیږي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام آباد کي د هند د سفارت دغه ۸ همکاران د هند د استخباراتي ادارې «را» له پاره په جاسوسۍ تورن کړي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند نفيس ذکريا، دغه معلومات رسنيو ته ورکړل.
اردوغان: آلمان ترهګرو ته کوربه ګرځېدلی دی
د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان پر آلمان د ترهګرۍ د ملاتړ تور لګولی دی. اردوغان آلمان ته خبرداری ورکړی چي د هغه په وينا آلمان به په خپله هم د «ترهګرۍ عذاب» په عذاب اخته سي. نوموړي دا څرګندونې په انقره کي د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي و مراسمو ته د وينا پر وخت وکړې. اردوغان وويل: «موږ ستاسو دريځ اندېښمن کړي يو ولي چي تاسو دمګړی و ترهګرۍ ته خپلي دروازې پرانستلي دي.»
سعد هريري بيا د لبنان لومړی وزير ونومول سو
سعد هريري يو ځل بيا د لبنان لومړی وزير ونومول سو. د لبنان د ولسمشر ميشال عون دفتر ويلي دي چي ولسمشر په پارلمان کي د حضور لرونکو ګوندونو سره د مشورې وروسته و سعد هريري ته د نوي حکومت جوړولو وظيفه وسپارله. د پارلمان له ۱۲۷ استازو څخه ۱۱۰ استازي د سعد هريري ملاتړ کوي. صرف د حزب الله شعيه مذهبه ملېشې او د سوريې سوسيال ملتپال ګوند د سعد هريري له ملاتړ څخه ډه ډه کړې ده.