مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
۱۰۰۰۰ نور ترکي مامورین برطرفه سوي دي
په ترکيه کي تر کودتأ درې نیمي میاشتي وروسته بیا نور ۱۰۰۰۰ دولتي مامورین برطرفه سوي دي. ددغو کسانو د برطرفۍ په اړه فرمانونه په رسمي جریده کي خپاره سوي دي. دولتي خبري آژانس انادولو رپوټ ورکړی دی،چي په برطرفه سوو کسانو کي تر ۱۰۰ اضافه د اردو منسوبین، ۲۵۰۰ د عدلي مقاماتو مامورین او تر ۲۰۰۰ هم اضافه د تعلیم وتربیې په بخش کي معلمان او مامورین شامل دي. پردې سربیره د ۱۵ رسنیو د تړلو خبر هم ورکول سوی دی.
په ایټالیا کي بیا زلزله سوې ده
د ایټالیا په مرکزي برخو کي تر زلزلې څلور ورځي وروسته دغه سیمه بیا سختو تکانونو سره لړزولې ده. د امریکاد زلزله سنجولو د ادارې – USGS د معلوماتو پراساس دیکشنبه په سهار دریشتر په مقیاس د ۶،۶ درجو په شدت یوه بله زلزله هم سوې ده. ایټالوي چارواکو دنوي زلزلزې د قربانیانو څخه یادونه نده کړې ، خو ویلي یې دي چي یو څو کسه ټپیان سوي او ډیر تعمیرونه نړيدلي دي. زلزله په پایتخت روم کي هم احساس سوې ده.
داعش په هامبورگ کي دچاړو په بریدونو کي لاس درلودی
په هامبورگ کي پر یوه ځوان باندي د چړې تر حملې دوې اوونۍ وروسته اسلامی دولت ډلي د هغې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. دداعش یوه ویاند عَماق اعلان کړی دی، چي د اسلامی دولت یوه سرتیري د اکتوبر پر ۱۶ په هامبورگ کي دوه کسان په چاړو وهلي دي. داعش ویلي دي،چي د هغوی سره په جنگ کي هیوادونو پر اتباعو باندي به حملې وکړي. ددغي ورځي په حمله کي یو هلک وژل سوی او ۱۵ کلنه نجلی ژوندی پاته سوې ده.
د یمن پر یوه محبس په بمباریو کي ډیر کسان وژل سوي دي
دیمن پر یوه محبس باندي د سعودي عربستان په رهبرۍ نظامي اییتلاف په هوايي بمباریو کي لږترلږه ۳۸ یاغیان او بندیان وژل سوي دي. د یمن د روغتایي مقاماتو په حواله د هیواد د غرب په دغو حملو کي حداقل ۳۰ تنه نور ټپیان سوي هم دي. د حوثي شیعه یاغیانو د معلوماتو پراساس د یمن په جنوب غرب کي د نورو هوايي بمباریو په نتیجه کي حداقل ۱۷ ملکي کسان وژل سوي هم دي.
د جنوبي کوریا د جمهوررييس «پارک» پرضد احتجاجونه
په زرهاوو جنوبي کوریایانو په سیول کي د جنوبي کوریاد جمهوررييس «پارک گیون هوی»پرضد احتجاجونه وکړل او د هغه د استعفأ غوښتنه یې وکړه. هغوی پر پارک باندي تور لگوي، چي خپله د ژوند ملگرې «چوی سون سیل» یې په حکومتي وظیفه کي گمارلې ده، بیله دې چي داسي یو پُست موجود وي. پر سون سیل باندي تور لگول کیږي،چي د پارک سره یې د خپلو روابطو څخه استفاده کړې ده،اودخپلي شخصي مؤسسې دپاره یې اعانې او پیسې راټولي کړي.
شټاین مایر ویتنام ته په سفر تللی دی
د جرمني خارجه وزیر فرانک والټر شټاین مایر د یوه درې ورځني سفر له پاره ویتنام ته رسیدلی دی. د شټاین مایر په پروگرام کي په پایتخت هانوی کي د نورو تر څنگ د ویتنام د صدراعظم «اِن گویان چوان پوش» سره لیدنه کتنه هم پلان سوې ده. په جنوبي شرقي آسياکي دغه ۹۰ ملیونه نفوس درلودونکی هیواد یو د هغو لږو هیوادونو څخه پاته دی، چي کمونست رژیم پکښي حاکم دی او یوحزبه سیسټم لري.