مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د تایلنډ پاچا مړ سو
د تایلنډ پاچا«بومي بول ادول یادي» مړ سو. د شاهي ماڼۍ د معلوماتو پراساس دغه ۸۸ کلن پاچا د ورپيښی دوامداري ناروغۍ له کبله د بِنکاک په یوه روغتون کي مړ سو. د ورځو ورځو راهیسي هره ورځ په سل هاوو تایلنډیانو د پاچا په خاطر د روغتون مخته دعاوي کولې. ادولیادي د ۷۰ کلونو راهیسي د تایلنډ پاچا ؤ.
دساکسن د عدلیې وزیر د ال بکر د ځان وژني له کبله استعفأ رد کړې ده
د لایپزیک په یوه محبس کي دترهگرۍ په شک بندي سوي جابر ال بکر د ځان وژني له کبله د ساکسن د ایالت د عدلیې وزیر«سباستیان گیمکو» خپله استعفأ رد کړې ده. د جرمني د مسیحي ډیموکراټانو دغه سیاستوال په درسدن کي وویل،چي اوسنیو تحقیقاتو ته په کتو سره ټوله لازم اقدامات نیول سوي وه، ترڅو د هغه د ځان وژني څخه مخنیوی وسي. ال بکر په خپل کمیس باندی ځان راځړولی ؤ.
ستري محکمې د کاناډا سره د ازاد تجارت تړون په شرطونو تایید کړی دی
د جرمني حکومت اجازه لري،چي د اروپايي ټولني او کاناډا ترمنځ د ازاد تجارت تړون «سېتا- Ceta» د اوس له پاره تصویب کړي. ستري محکمې دتړون د ردیدو څو عاجلي عریضې رد کړې،خو د هغه دپاره یې شرطونه ایښي دي. داسي چي حکومت باید اطمینان ورکړي، چي دتړون څخه بیرته وتلی سي. پدې ډول نو د پلان مطابق د اکتوبر پر ۲۷ په بروکسل کي کیدلای سي د اروپايي ټولني او کاناډا په سرمشریزه کي قرارداد لاسلیک سي.
امریکايي قواوو په یمن کي د رادار تأسیسات له منځه وړي دي
د یمن څخه پرون بیا پریوې امريکايي جنگي کښتۍ باندي د راکټ تر فیرولو وروسته، امریکايي بحري قواوو په یمن کي د رادار درې تأسیسات تر حملې لاندي راوستل،کوم چی د حوثي یاغیانو د کنټرول په منطقه کي مؤقعیت لري. د امريکا ددفاع د وزارت په حواله ددغه عملیاتو امر جمهوررييس بارک اوباما ورکړی دی. د تیري یکشنبې او چهارشنبې په ورځو د یمن د ساحل سره پریوې امريکايي جنگي کښتۍ باندي د یمن څخه راکټان فیر سول.
کولمبیایانو د فارک یاغیانو سره د سولي دتړون پخاطر مظاهرې وکړې
په لس هاوو زروکسانو په کولمبیا کي د فارک د چریکي یاغیانو سره د سولي د تړون د تطبیقولو پخاطر مظاهرې وکړې،کوم چي داکتوبر پر دوهمه دیوه ریفرانډم پر وخت په لږ اکثریت سره رد سوی ؤ. یوازي په پایتخت بوگوتا کي تر ۳۰۰۰۰ پوري مظاهره کونکو د«گلانوپه یوه مارش» کي تر مرکزي میدان «بولیوار» پوري برخه اخیستې وه. په دغه مظاهرو کي د لسیزو دوامداره داخلي جنگ قربانیانو، بزگرانو، سورپوستانو او محصلینو برخه اخیستې وه.
پر ترمپ باندي د جنسي آزار نوي تورونه لگیدلي دي
د نیویارک ټایمز سره په یوه مصاحبه کي دوو ښځو پر دونالد ترمپ باندي تور لگولی دی، چی څو کلونه دمخه یې جنسي آزار ورکړی دی. یوې اوس ۷۴ کلني «جېسیکا لیډس» ویلي دي،چی ترمپ ۳۵ کاله دمخه د هغې لمني ته لاس وروړی ؤ. یوې دوهمي ښځي بیا ویلي دي،کله چي په ۲۰۰۵ کال کي چي ۲۲ کلنه وه،د یو لیفټ څخه د راکښته کیدو پر وخت ترمپ مچ کړه. د ترمپ انتخاباتي ټیم دا ټوله د انتخاباتي مبارزې درواغ او تورونه بللي دي.
د چین صادرات په سپټمبر کي لس فیصده راکم سوي دي
د جهاني اقتصاد، رونق پیداکولو امیدواري په چین کي په اوبو کي لاهو سوه. لکه څنگه چي د چین گمرکي چارواکو ویلي دي، په سپټمبر کي ددغه هیواد صاردات لس فیصده راکم سوي دي. پدې ډول سره ددغه هيواد صادرات د انتظار برخلاف درې واره ډیر راکم سوي دي. د هغه دلیل په اروپا،امريکا متحده ايالاتو او هم د آسیا په یوه برخه کی مالونو ته دتقاضأ راکمیدل دي. چین تر امريکا وروسته په جهان کي دوهم لوی اقتصادي قدرت دی.
د «نیکول- Nicole» سخت طوفان «بیرمویدا» ته نژدې کیږي
د «نیکول- Nicole» په نامه سخت باد وطوفان دبیرمویدا پرخوا په حرکت کي دی. دغه باد وطوفان ددې دمخه په بحر اطلس کي د برتانوۍ برخي د جنوب غرب په ۲۹۰ کیلومترۍکي موقعیت درلودی. په جزیره کي اوس پولیس،اطفاییه او ژغورونکي قواوي د هغه دپاره تیاری نیسي. دوکانونه،دفترونه او مکتبونه به دجمعې ترورځي پوري تړلي پاته سي. یوه اوونی دمخه لا یو بل زورور بادوطوفان «ماچیو»په هایتي کي سخت تاوانونه رامنځته کړي وه.