مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
پوتین د سوریې د شخړي له کبله د پاریس سفر لغؤ کړ
د سوریې په بحران کي د روسیې د چلند له کبله رامنځته سوي شخړي، د مسکو او پاریس تر منځ مناسبات سخت خړپړ کړي دي. د کریملین او الیزې د ماڼۍ دخبر پراساس پوتین پاریس ته دراتلونکي اوونی له پاره پلان سوی سفر نه کوي. ویل کیږي، فرانسوا اولاند پوتین ته د هغه دسفر پروخت د سوریې په بحران کي د یوه ممکنه«کاري ناستي»وړاندیزکړی دی. ددوشنبه په ورځ اولاند ویلي وه، نه پوهیږي، چي ایا د پوتین څخه به اصلأ هرکلی وکړي.
په ترکیه کي نور پولیس هم بندیان سوي دي
د ترکیې عدلي مقاماتو په امنیتي ارگانونو کي د گویلن د غورځنگ په غړو پسي خپل تعقیب ته دوام ورکړی دی.خبري آژانس انادولو رپوټ ورکړی دی،چي لويي څارنوالۍ د ۱۲۵ پولیسو د بندي کولوامر ورکړی دی. رجب طیب اردوغان په امريکا کي مقیم واعظ، فتح الله گویلن او دهغه پلویان د ناکامي کودتأ مسؤل بولي.تر کودتأ راوروسته تر اوسه پوري تر ۱۰۰۰۰۰ اضافه نظامیان،پولیس،دولتي مامورین او قاضیان برطرفه سوي او۳۲۰۰۰ بندیان سوي دي.
د سامسونگ کمپنۍ د گالکسي ۷ تولیدات بند کړل
د جنوبي کوریا د موبایل تلیفونو مشهوري سامسونگ کمپنۍ ویلي دي، چي لانجمن گالکسي ۷ ماډل نور نه تولیدیږي. دغه ماډل چي همداد اگست په میاشت کي یې په تولیداتو شروع وکړه، او باید دامریکايي موبایل تلیفونو«اېفون» سره یې رقابت کړی وای، خپل تولیدات بند کړل. د سامسونگ په خبر کي همدارانگه راغلي دي،چي ټوله هغه کسانو چي دغه موبایل تلیفونونه رانیولي دي،باید هغه بند او بیرته یې مغازو ته وروړي.
میرکل د افریقايي هيوادونو څخه د یووالي غوښتنه کړې ده
د جرمني صدراعظمي انگیلا میرکل د افریقا ثبات ته د خطرونو، فرار ،ترهگرۍ او اقتصادي مشکلاتو ته په کتو سره د افریقايي هيوادو څخه د یووالي او نژدې گډ کارغوښتنه وکړه. میرکل د ایتوپیا څخه د خپل سفر پر مهال وویل،چي افریقا په مخ پر ډیریدونکي ډول سره نړیوال اهمیت پیدا کوي. ځکه نو دا ډیره مهمه ده، چي افریقايي هيوادونه د خپلو علاقه مندیو په خاطر د امکان تر حده پوري ډیر اتحاد سره وکړي.
ماسن په جرمني کي د نورو بریدونو شواهد نه ویني
د جرمني دداخلي استخباراتي ادارې رییس «هانس گیورگ ماسن» په لایپزیک کي د نیول سوي سوریايي په ډول نورو پلان سوو حملو هیڅ شواهد نه ویني. ددغي ادارې په خبره نیول سوی شکمن ترهگر جابر ال بکر د اسلامی دولت-ډلي سره اړيکي درلودې. د امنیتي مقاماتو سره د سپټمبر راهیسي داسي شواهد موجود وه،چي داعش دجرمني پر زیربنأ باندي حملې پلان کړي دي. ویل کیږي،چي جبارد برلین پر یوه هوايي میدان باندي حمله پلان کړې وه.
نړیوال غذايي سازمان د لوږي سره په مبارزه کي بریالیتوبه ویني
جهاني غذايي سازمان پروسږکال د لوږي سره په مبارزه کي دبریالیتوبونو خبره کړې ده،خو په ډیرو پرمختیايي هيوادو کي یې د خراب وضعیت څخه هم خبر ورکړی دی. دا د هغه جدول څخه ښکاره کیږي، چي په برلین کي د«ویلټ هونگر انډیکس -۲۰۱۶ »په نامه خپور سو. د رپوټ پر اساس د لوږي تر ټولو ښه مبارزه په برما، رواندا او کمپوچیا کي تر سره سوې ده ،خو د ۱۵۰ نورو هيوادونو خلگ بیا دپخوا په ډول دلوږي او سؤتغذي د عواقبو څخه کړیږي.
برازیل: په فیرونوکي لږترلږه درې کسان وژل سوي دي
په برازیل کي د اولمپیک تر دوبنیو مسابقو فقط څو میاشتي وروسته د ریوډيژنیرو په یوه ټوریسټي ساحه کي په ساعتونو باندي فیرونه وسول. د مخدره موادو د مافیا او نظامي پولیسو تر منځ د فیرونو په دغه تبادله کي لږترلږه درې شکمن کسان وژل سوي او د محلي پولیسو یوقومندان زخمي سوی دی. عیني شاهدانو بیا د یوې بمي چاودني څخه خبر وکړی دی.