مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
په فلوریدا کي په سل هاوو زره خلگ بې برقه سوي دي
د «ماتیو» په نوم باد او طوفان د امريکا دمتحده ايالاتو جنوب ته هم رسیدلی دی.که څه هم ددغه باد او طوفان تمرکز اوس هم پر بحر باندي ډیردی، خو پر وچه باندي هم د هغه آثار ښکاره دي. د هغه څخه تر اوسه پوري په امریکا کي درې انسانان وژل سوي او تر یوه ملیونه پوري کسان په فلوریدا کي تر یوه حده پوري بې برقه پاته سوی دي.
ترمپ د خپلي ویدیو څخه بخښنه غوښتې ده
د امريکا دمتحده ايالاتو دجمهوري غوښتونکو د جمهوري رياست کاندید دونالد ترمپ دښځو په باب د «بداخلاقو خبرو» د اظهاراتو څخه، چی لس کاله دمخه یې کړي وې،بخښنه غوښتې ده. ترمپ په خپل فیسبوک کي ددغو اظهاراتو څخه پښیماني ښکاره او وعده یې ورکړه، چي ځان به اصلاح کړي. په هغه ویدیو کي چي د واشنگتن پوست لخوا نشر ته سپارل سوې ده، دغه ملیارډر پکښي د ښځو په باب ډیر بداخلاقه کلمات استعمال کړيدي.
د امريکا متحده ايالاتو روسیه د هکري بریدونو مسؤله بولي
د امريکا متحده ايالاتو د روسیې پر حکومت باندي تور لگولی دی، چي غواړي د هکري بریدونو له لاري د جمهوري رياست پر انتخاباتي مبارزه باندي اغیزه واچوي. د امریکا د داخلي او خارجي استخباراتو ادارې اعلان کړی دی،چي په انترنیټ پاڼو کي د هکري بریدونو نیول سوي پیغامونه ، لکه ویکي لیکس د روسیې لخوا د هکري بریدونو د میتودونو سره شباهت لري.
په ترکیه پخپله ځانمرگي بریدکونکي وژل سوي دي
په ترکیه کي د رسنیو په حواله د یوه بل ځانمرگي برید مخنیوی سوی دی. ترکي ټلویزوني چینل CNN Türk رپوټ ورکړی دی، چي د پایتخت انقرې سره نژدې دوو ځانمرگو برید کونکو ځانونه هواته الوزولي دي. د خبري آژانس انادولو په حواله دغو دواړو کسانو یو موټر بمي برید ته تیاری نیولی ؤ. په تیرو میاشتو کي په ترکیه کي په تکرار سره ځانمرگي بریدونه تر سره سوي دي.
ترکي ډيپلوماټانو په جرمني کي د پناه غوښتنه کړې ده
د ترکیې او جرمني تر منځ بیله هغه د تشنجه ډک مناسبات کیدای سي نور هم خراب سي. په ترکیه کي تر ناکامي کودتأ وروسته درسنیو په حواله لږتر لږه درو ترکي ډیپلوماټانو په جرمني کي پناهندگي ورکړې ده. د المانۍ ورځپاڼي «زیوډ ډویچه څایټونگ» ، NDR او WDR ټلوړیزونو د گډو تحقیقاتو پراساس تر کودتا وروسته د ترکیې حکومت په جرمني کي د اتو ډیپلوماټانو پاسپورټونه بې اعتباره اعلان کړي دي.
دجرمني په کیمنیڅ کي دترهگري برید په شک د پولیسو عملیات
د جرمني د کیمنیڅ د ولایت په یوه استوگنځای کي دممکنه پلان سوي چاودیدونکو موادو برید د پولیسو دلویو عملیاتو سبب گرزیدلی دی. ددغه ولایت د مرکز درسدن ښار د جنايي پولیسو یوې ویاندي ویلي دي، چي هلته د چاودیدونکو موادو د یوه برید شک موجود دی. خو دداډول یوه عمل انگیزه تراوسه پوري معلومه نده.