مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
میرکل غواړي د نورو هيوادونو سره هم دمهاجرو تړون لاسلیک کړي
دویانا دمهاجرینو په سرمشریزه کي د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د نورو هيوادونو سره هم دتړونونو د رامنځته کیدو خبره کړې ده. میرکل د اطریش په پایتخت کي وويل،چي دا ضروري ده،د امکان تر حده پوري ژر ددریمو هيوادونو سره،خصوصأ افریقايي هيوادو،او هم پاکستان او افغانستان سره دغه ډول تړونونه امضأ سي. گډون کونکي پردې خبره باندي سره یو وه،چي د بالکان لار دي د مهاجرو پرمخ شپږ میاشتي نوره هم تړلې پاته سي.
د کارفرمایانو رییس په جرمني کي د پردیانو سره ددښمنی څخه اخطار ورکړ
د کارفرمایانو رییس «اینگو کرامر» په جرمني کي د پردیانو پرضد دمخ پرډیریدونکي دښمنۍ څخه اخطار ورکړ او هغه یې د اقتصاد له پاره مضر وباله. کرامر ویلي دي،چي ددې خبري څخه دومره ډیر وخت ندی تیر سوی،چي د جرمنيانو د ښه راغلاست د کلتور څخه په خارج کي هرکلی وسو. خواوس بیا د ځانونو څخه یوبل تصویر ښکاره کوي. داکیدای سي په خارج کي دالماني محصولاتو اعتبار ته تاوان ورسوي او پانگي اچوني ته یې علاقه لږ سي.
بان کي مون پر حلب باندي هوايی بریدونه غندلي دي
د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کي مون پر حلب باندي وروستی هوايی بریدونه سخت غندلي دي. بان په نیویارک کي وویل، چي دی «د سوریې پرشمالي ښار حلب باندي دهوايی حملو څخه ډیر په وحشت کي لویدلی دی » خصوصأ بیا بان دهغه رپوټ په مقابل کي سخت عکس العمل ښکاره کړی دی،چي پراساس یې د سوریې هوايي قواوو د خپلو عملیاتو پروخت د نورو ترڅنگ د سوځونکي او زیرزمینیو ماتونکو بمونو څخه کار اخیستی دی.
اُردني لیکوال د محکمې په مخکي ویشتل سوی دی
په اردن کي یو مشهوره لیکوال ناهض حتر دپایتخت عمان د یوې محکمې په مخکي ویشتل سوی دی. دغه ۵۶ کلن عیسوي باید په محکمه کي اسلامی دولت-ISډلي ته متوجه یوه کاریکاتور ته جواب ورکړی وای. لکه څنگه چي خبري آژانس پیترا رپوټ ورکړی دی ، پر حتر باندي درې مرمی لگیدلي دي. د هغه قاتل نیول سوی دی.
د امریکا د یوه مارکیټ دفیرونو یو شکمن کس نیول سوی دی
د امريکاد متحده ايالاتو د واشنگټن د ایالت په یوه مارکیټ کي ترفیرونو ۲۴ ساعته وروسته یو شکمن کس نیول سوی دی. دغه خبر پولیسو په خپل تویتر کي ورکړی دی. دغه شکمن کس یو ۲۰ کلن ترکي لاصله امریکايي دی. په دغو فیرونو کی پنځه کسان وژل سوي وه. د هغه ددغه عمل انگیزه معلومه نده.
امریکا د چیلي د بهرنیو چارو وزیرد قتل سِري اسناد نشر کړي دي
د امريکا متحده ايالاتو د پینوچیت ددیکتاتورۍ پر وخت د چیلي دپخوانی بهرنیو چارو وزیر(اورلاندو لیت لیر» د قتل سِري اسناد نشر کړي دي. د امريکا دخارجي استخباراتو سازمان- CIA یو سند تایید کړې ده،چي پینوچیت شخصأ په ۱۹۷۶م کال د امريکاپه متحده ايالاتو کي ددغه وزیر قتل ته سازمان ورکړی ؤ. لیت لیر د جمهوررييس سلوادور الیندې خارجه وزیر ؤ او تر کودتأ وروسته په ۱۹۷۳ م کال کي امریکا ته تښتیدلی ؤ.