مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ایټالیا:په یوه زلزله کي لږترلږه ۷۳ کسان وژل سوي دي
د ایټالیا په مرکز کي دیوې سختي زلزلې په ترځ کي لږترلږه ۷۳کسان وژل سوي دي،چي په منځ کي یې ډیرکوچنیان هم وه. اوس ژغورونکې عمله کوښښ کوي،چي دنړیدلو کورونو د خرابو څخه نورقربانیان هم راوباسي. خو هغوی ددغي غرنۍ سیمي ځینو ساحوته په اسانی سره نسي ورتلای. د سه شنبه په شپه تر ۶ درجو یوې قوي زلزلې د «اومبرینو» «لاتیوم» او «مارکن» ټوله منطقې سره ولړزولې. هغه په روم کي هم احساس سوه.
ترکي ټانکونه سوريې ته ورننوتلي دي
د اسلامی دولت ډلي پرضد لویو عملیاتو په جریان کي په لسونو ترکي ټانکونه همسایه هیوادسوريې ته ورننوتلي دي. دغه خبر ترکي دولتي ټلویزون ورکړی دی. ددې مخکي ترکي او امریکايي جنگي طیارو دداعش مورچلونه د«جرابلوس» په ښار کي بمباري کړي وه. اسلامی دولت ډله د هغه ځای څخه د ورځو ورځو راهیسي ترکۍ سیمي ولي. د نظامي کړیو په حواله د سوريې متحدیاغیان یوه زیگنال ته منتظر دي،چي دغه ښار ته ورننوزي.
چین د شمالي کوريا اټومي ازموینه سخته غندلې ده
تر هغه وروسته چي د شمالي کوريا پوځ د سه شنبه په شپه بیا یو بالاسټیکي راکټ امتحان کړ،چین پر خپل متحد،شمالي کوريا باندي سخت انتقاد وکړ. د چین بهرنیو چارو وزير«وانگ یې» وویل، چي«چین د هر هغه عمل مخالف دی،د کوم پر اساس چي د کوریا په نیمه جزیره کي تشنج رامنځته کوي.» د جنوبي کورياد معلوماتو پراساس د شمالي کورياپوځ د یوه اوبتل څخه یو راکټ توغولی دی،چي تر ۵۰۰ کیلومتره اضافه فاصله یې طی کړه.
په اسټرلیا کي یوه کس د الله اکبر په نارو سره درې کسان په چاړه ووهل
په اسټرلیاکی یوه فرانسوي د الله اکبر په نارو سره درې کسان په چاړه ووهل،چي یوه ۳۰ کلنه برتانوۍ یې سخته زخمي سوې ده. دغه پيښه د اسټرلیا د شمالي ایالت کوینزلنډ- Queenslandپه یوه هوټل کي رامنځته سوې ده. ددغي حملې انگیزه تر اوسه پوري معلومه نده. پولیسو دغه ۲۹ کلن فرانسوی نیولی دی.
تایلنډ: پریوه هوټل باندي بمي چاودنه سوې ده
د تایلنډ دجنوب پر یوه هوټل باندي د بمي چاودنو په ترځ کي یو تن وژل سوی او لږترلږه ۳۰ نور ټپيان سوي دي. پولیسو ویلي دي،چي ټوله قربانیان تالینډیان دي. د هغو په خبره د هوټل په مخکي دوې چاودني رامنځته سوي دي،چي یوه یې دیوه موټر او بله یې دیوې لاری څخه وه. همداڅو ورځی دمخه هم دغه هیواد یوه سلسله بمي چاودنو سره لړزولی ؤ.
جرمني ۱۸،۵ ملیارډه یورو اضافه عاید پلاس راوړی دی
د جرمني حکومت د کال په اوله نیمايي کي ۱۸،۵ ملیارډه یورو اضافه عاید پلاس راوړی دی. په ویسباډن کي د احصاییې مرکزي دفتر خبر ورکړی دی، چي د ۱،۲ فیصده په اندازه په ملي ناخالصو تولیداتوکي اضافه توب راغلی دی ،او دا ددولتي عایداتو د لوړیدو سبب سوی دی. اوس به نو فدرالي،ایالتي، و ښاري حکومتونه ددغه اضافه عاید څخه مستفید سي او د نووکارځایونو،اقتصادي ودي او اجتماعي خدماتو په لار کي ورڅخه استفاده وکړي.