مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د سویس د ریل گاډي بریدکونکی او قرباني دواړه مړه سوي دي
په سویس کی د یوه ریل گاډی پر مسافرینو باندی تر حملې وروسته یوه ۳۴ کلنه ښځه د خپلو ټپونو څخه مړه سوې ده. لکه څنگه چي پولیسو خبر ورکړ، پخپله حمله کونکی هم د سخت سوځیدو له کبله مړ سوی دی. دغه ۲۷ کلن سویسي د شنبه په ورځ په یوه ریل گاډي کی د اوراچوني او چاړې پواسطه مجموعأ ۶ کسان زخمیان کړل. د سویس د پولیسو په حواله مجرم کومه ترهگري انگیزه نه درلوده.
یمن : په هوايی بمباریو کي لس کوچنیان وژل سوي دي
په یمن کي د سعودي عربستان په مشری نظامي اییتلاف هوايي بمباریو کي د خیریه سازمانو په حواله لس کوچنیان وژل سوي دي. د «بې سرحده ډاکټرانو» سازمان ویاندې ملک شاهر ویلي دي،چي دغه بمبارۍ چي پر یوه مدرسه باندي تر سره سوي دي، پکښي ۲۸ نور کوچنیان ټپیان سوي هم دي. دغه مدرسه د حوثي یاغیانو د کنټرول په سیمه کي موقعیت لري. خو سعودي عربستان دا خبره ردوي او وايي،چي د یاغیانو د روزني یو مرکز یې بمباري کړی دی.
دتایلنډ د بریدونو څو شکمن کسان نیول سوي دي
د تایلنډد مستنطقینو په حواله هغوی د وروستیو بمي چاودنو د پلټنو په سلسله کی یوې قاطع فیصلې ته رسیدلي دي. د تایلنډ د پولیسو مرستیال پونگزاپات پونگشارون ویلي دی،چي دغه چاودني دیوه گروپ په رهبري د یوه کس لخوا تر سره سوي دي. دهغه په خبره تر اوسه پوري یو کس بندي سوی او ددوو نورو شکمنو کسانو څخه تحقیقات سوي دي. خو داچي څوک ددغي حملې تر شا ولاړ دي ، پونگشارون یې په هکله څه ونه ویله.
د نیویارک د یوه مسجد ملأ او مؤظن ویشتل سوي دي
په نیویارک کي د یوه مسجد دوه غړی پرعام سړک باندی ویشتل سوي دي. د نیویارک دپولیسو په حواله یوه نامعلومه مجرم ،۵۵ کلن ملأ او د هغه ۶۴ کلن مؤظن د« اوزون پارک» په برخه کي د شا د خوا ویشتلي دي. پولیسو تر اوسه پوري د شکمن مجرم د ممکنه انگیزې په باب څه ندي ویلي،کوم چي تر اوسه پوری لا نیول سوی ندی. خو د پیښي په ځای کی دغم د مراسمو پر وخت د مسجد بنگله دیشي غړو د «جنایت او نفرت» خبره کړې ده.
په مِلواکي کي د پولیسو تر عملیاتو وروسته اخوډب رامنځته سوی دی
د پولیسو په عملیاتو کي د یوه مسلح کس تر وژل کیدو وروسته د امريکا متحده ايالاتو په لوی ښار « مِلواکي » کي اخوډب رامنځته سوی دی. تقریبأ ۲۰۰ قهرجن مظاهره کونکي د شنبه پر یکشنبه شپه سره راجمع سول ،چي ځینو یې پر پولیسو باندی ډبری هم وروغورځولې. د پولیسو په حواله مظاهره کونکو یوه پترول پمپ ته هم اور واچاوه. د مِلواکي ښاروال دخلگو څخه د ارامی غوښتنه وکړه.
د سرحدونو تر خلاصیدو وروسته په زرو وینزویلایان کولمبیا ته تللي دي
د سرحدونو تر خلاصیدو وروسته په زرهاوو وینزویلایان همسایه هیواد کولمبیا ته ولاړل. لکه څنگه چي د کولمبیا حکومت خبر ورکړی دی، د تر تقریبأ ۲۸۰۰۰ تنو پوري خلگو په پښو ځانونه د سرحدونو آخوا ته رسولي دي، ترڅود غذايي موادو او دواوو ذخیرې ونیسي. وینزویلا د څو میاشتو راهیسي دسخت اقتصادي او لمړنیوموادو د کمبود له بحران سره مخامخ ده.
بوآتینگ او پوپ د کال فټبالران سول
یَرومو بوآتینگ د ۲۰۱۶ م کال فټبالر سو او پدې ډول یې د خپل بایرن مونشن د ټیم د نورو دوو کاندیدانو توماس مویلر او روبرت لیواندوفسکي څخه د ۱۶۳ رایو په گټلو سره په ښکاره ډول دغه لقب تر لاسه کړ. بیا د ښځو د فټبال په برخه کي د ؤلسبورگ د ټیم څخه فارورده الکساندرا پوپ د کال فټبالره سوه.