مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
پنتاگون: دافغانستان د داعش مشر په هوايی برید کي وژل سوی دی
دافغانستان دداعش مشر حافظ سعید د پنتاگون په حواله په امریکايي هوايی حمله کي وژل سوی دی. د امریکا ددفاع وزارت همدارنگه ویلي دي، چی سعید د جولای پر ۲۶ نیټه لا په ننگرهار کي وژل سوی دی. دا به په سیمه کي د اسلامی دولت ډلي د جنگیالیو دپاره یوه سخته ضربه وي او نوي راجذبیدل به هم ورته سخت کړي. خو پخپله داعش تر اوسه پوري په دې باب څه نه دي ویلي.
شټاین مایر پرحلب باندي دکلور گاز استعمال غندلی دی
د جرمني خارجه وزير فرانک والټر شټاین مایر پرحلب باندي دشکمن کلور گاز استعمال غندلی دی.هغه د«ویلټ» ورځپاڼي ته ویلي دي،چي «موږ په نړیواله سطح د ټولو منع سوو وسلو استعمال ،که هغه کیمیايي وسلې وي او یا خوشه اي بمونه،سخت غندو او د ټولو مربوطه اړخونو څخه غواړو، چه د خپلو ټولو امکاناتو څخه د ملکي خلگو ددفاع او ساتلو په لار کي کار واخلي .هغه همدارانگه حلپ ته د یوې هوايی لاري د جوړیدو پیشنهاد وکړ.
رسنی:میرکل د شرکتونو رییسان د مهاجرینوکنفرانس ته رابللي دي
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د یوې ورځپاڼي په حواله د مهمو الماني شرکتونو رییسان د مهاجرینو یوه کنفرانس ته رادعوت کړي دي.د «بیلډ» ورځپاڼه لیکي،چي د سپټمبر پر ۱۴ په صدرات عظمی کي جوړیدونکي کنفرانس کي میرکل غواړي، شرکتونه دې ته تشویق کړي، چي د مهاجرینو دپاره ډیر کارځایونه او مسلکي تعلیمي امکانات رامنځته کړي. سربیره پردې به دغه شرکتونه ددې رپوټ هم ورکړي،چي تر اوسه پوري یې په دې لار کي څشي کړي دي.
هیلاري کلینتن خپل د مالیاتو حساب نشر کړی، خو ترمپ لا نه
د ډیموکراټانو د جمهورري ریاست کاندیدې هیلاري کلینتن د امريکا متحده ايالاتو د انتخاباتي مبارزې په جریان کي خپل د مالیاتو حساب نشر او په دې ډول سره یې د جمهوري غوښتونکو کاندید دونالد ترمپ تر فشار لاندي راوستی. ترمپ ددې برعکس نه غواړي،چی مالیاتي حساب ښکاره کړي. د ترمپ د انتخاباتي مبارزې ټیم د کلینتن د مالیاتي حسابو نشرول داسي یو کوښښ بللی دی،چي غواړی عامه ذهنیت د ایمیلونو د رسوایی څخه راوگرزوي.
د تایلنډ اپوزیسون دوروستیو بریدونو سره ارتباط ردوي
په تایلنډ کي تر خونړیو بمي چاودنو وروسته د لیری سوي صدراعظمې یانگلوک شینواترا حزب د هغه سره هر ډول ارتباط رد کړی دی. د شینواترا پخواني خارجه وزیر (نوپادون پاتامه) ویلي دی ،چی په انټرنیټ کي په دې ارتباط پردوی باندي تورونه ډیره مبالغه او سپکاوی دی. د پنج شنبې او جمعې په ورځو دتایلنډ په مشهورو تفریحي ځایونو کي بمي چاودوني تر سره،چي پکښي څلور انسانان ووژل او ډیر نور ټپیان سول.
ملگري ملتونه جنوبي سوډان ته ۴۰۰۰ نور شین خولي عسکر استوي
د ملگري ملتو امنیت شورا د جنوبي سوډان سره د نورو شین خوليو عسکرو د یوځای کیدو فیصله وکړه. ددغي فیصلې پراساس به د ملگرو ملتو ۴۰۰۰ افریقايي عسکر د جنوبي سوډان په پایتخت جوبا کي ځای پرځای سي. د امنیت شورأ به همدارنگه پر حکومت باندي د وسلو بندیز هم ولگوي،په هغه صورت کي چي هغوی دشین خولیو د کار او فعایت خنډ وگرزي. جمهوررييس سلواکییر دغه فیصله رد کړې ده،خو دهغه رقیب ریک مشار بیا د هغه هرکلی کړی دی.
برما: په سیلابونو کی ډیر انسانان وژل سوي دي
په میمار یا پخوانی برما کي د سختو سیلابونو له کبله د الماني خبري آژانس-dpa د معلوماتو پراساس اته تنه وژل سوی دي. ددغه خبر پراساس باید د هیواد په شمال او جنوب کي ۴۳۰۰۰۰ انسانانو هم خپل کورونه پرې ایښي وای. دورځو ورځو بارانونو له کبله ویالي او رودونه ډک او سیلابونه یې رامنځته کړل.