مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په جرمني کي د شکمنو افراطي اسلامپالو پرضد عملیات
د داعش د شکمنو درو ملاتړ کوونکو پر ضد تحقیقاتو په جریان کي پولیسو د جرمني په نوردراین ویستفالن ایالت کي پنځه کورونه او یوه مغازه تلاشي کړې ده. دا خبره د دغه ایالت د کورنیو چارو وزیر رالف یېگر کړې ده. تلاشۍ نن سهار وختي د دغه ایالت په دورتموند، دویسبورگ، دوسلدورف او ټوینس فورسټ کي سوي دي. ددې دمخه لويي څارنوالۍ خبر ورکړی ؤ چي پر دغو درو کسانو باندي له داعش سره د لوژیستیکي ملاتړ شک کیږي.
په حلب کي دوو ملیونو انسانانو ته اوبه نه رسیږي
د سوریې د حلب پر ښار باندي د دوامدارو جنگونو له کبله د ملگرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ سازمان په حواله دوو ميلیونو انسانانو ته اوبه نه رسیږي. د سوریې د یونیسف څانگي خبر ورکړی دی چي دغه ښار ته له څلورو ورځو راهیسي د چښلو اوبه نه دي رسیدلي او هغه هم د داسي سختي گرمۍ پر وخت. له همدې کبله نړيوال روغتیايي سازمان (WHO) خبرداری ورکړی دی چي هلته طبي پالنه هم ورځ په ورځ سختیږي.
دېمیزېر د ترهگرۍ ضد مقرراتو یوه نوې بسته معرفي کوي
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دې میزې نن پنجشنبه د ترهگرۍ ضد یو سلسله نوي تدابیر معرفي کوي او غواړي د نورو ترڅنگ هغه مهاجرين چی قبول سوي نه وي ژر تر ژره اخراج سي. دغه خبر یوې المانۍ ورځپاڼي د اییتلافي کړیو په حواله ورکړی دی. د مقراراتو دغه بسته باید د پارلمان په اوسنۍ دوره کي لا په تصویب ورسیږي.
د برازیل سنأ د جمهوررئيسې د ایسته کیدو مشوره ورکړه
د برازیل د جمهوررئيسې دِلما روزیف، د گوښه کولو پروسه خپلي قاطع مرحلې ته رسیدلې ده. پرون شپه ددغه هیواد د سنا مجلس اکثریت سناتورانو په واضح اکثریت سره په دغه هکله جوړي سوي یوې کمیټې رپوټ ومنی چي د جمهوري ریاست د مقام څخه د روزیف د گوښه کېدو مشوره ورکوي. په دې ډول نو روزیف په رسمي ډول سره د یوې دعوی سره مخامخ ده او احتمالأ د اگست میاشت په اخره کي باید ورباندي قاطع رایگیري وسی.
پرتگال: په اورلگیدنه کي درې انسانان وژل سوي دي
په پرتگال پوري مربوط د بحر اطلس د (مادیرا) جزیرې په یوه ځنگله کي د اورلگیدني له کبله درې انسانان وژل سوي دي. په دغه اورلگیدنه کي ډیر کورونه تخریب سوي هم دي. دوه نور کسان ټپیان سوي او روغتون ته انتقال سوي دي. یو بل تن لا ورک دی. تقریبأ ۱۰۰۰ انسانان باید امن ځایونو ته انتقال سوي وای چي پکښي ډیری یې سيلانيان وه.
د بغداد د یوه روغتون په اورلگیدنه کي دوه کوچنیان وژل سوي
د عراق د پایتخت بغداد د یوه روغتون په اورلگیدنه کي لږ تر لږه دوه تازه زیږیدلي کوچنیان له منځه تللي دي. د عراق د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړی چي د «ال یرموک» روغتون اور تر کنټرول وتلی او د زیږنتون سرویس ته هم ورانتقال سوی ؤ. خو اوس اور وژل سوی دی. د لمړنیو تحقیقاتو پراساس اور د یوې شارټۍ له کبله رامنځته سوی ؤ.