مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په بلخ کي یوې چاودني مرگ ژوبله اړولې ده
په بلخ کي دیوې چاودني په ترځ کي دوه کسه وژل سوي او ۱۳ نور زخمیان دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بلخ د پولیسو په حواله ویلي دي، چي د مزارشریف په دغه چاودنه کي دوه ملکي کسان وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان سوي دي. خود بلخ د والي ویاند منیراحمد فرهاد بیا اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي،چي دا یو ځانمرگی برید ؤ او پکښي یوملکي تن وژل سوی او ۱۴ نور ټپيان سوي دي.
اردوغان او پوتین په پیترسبورگ کي سره ولیدل
تر څو میاشتنیو سړو سیاسي مناسباتو وروسته روسیه او ترکيه بیرته یو دبل سره خبري کوي. د روسیې جمهوررييس ولاد یمیر پوتین په همدې مناسبت د ترکیې دجمهوررييس رجب طیب اردووان څخه په پیترسبورگ کي هرکلی وکړ. په دغه لیدنه کتنه کي دواړو دولتي مشرانو پر گډو هدفونو باندي ټینگار وکړ او اعلان یې وکړ، چي غواړي خپل مناسبات نور هم پراخ کړي. خو ددوی تر منځ به بیا هم د سوریې پر موضوع باندي اختلافات پاته سي.
عربي نظامي اییتلاف صنعأ بمباري کړې ده
د یمن د سولي د خبرو تر قطع کیدو وروسته د سعودي عربستان په رهبرۍ عربي نظامي اییتلاف تر څو میاشتو وروسته بیرته د یمن پایتخت صنعأ بمباري کړې ده. د ډاکټرانو او روغتونو په حواله په دغو بمباریو کي لږترلږه ۱۴ ملکي کسان وژل سوي دي. ددې دمخه د ملگرو ملتو په مشرۍ د ایران لخوا حمایه کیدونکي حوثي یاغیانو او جمهوررييس هادی د استازو تر منځ په کویټ کي د سولی خبری د ناکامۍ سره مخامخ سوي وې.
ملگرو ملتونو په حلپ کي د«بشري اوربند» غوښتنه وکړه
د سوریې د حلپ پر ښار باندي د جنگونو شدیدکیدو ته په کتو سره د ملگرو ملتونو سازمان بیا دیوه «بشري اوربند» غوښتنه وکړه. په سوريه کي د ملگرو ملتونو د کومک رسولو سازمان ورکونکي ویلي دي ، چي یو کامل او یا لاقل په اوونی کي د ۴۸ ساعتونو دپاره یوه اوربند ته ضرورت دی، چي محتاجه کسانو ته رسیدگي وسي او ورته غذايي مواد او دواوي ورسیږي.
د جرمني د سرحدونو څخه ډیرمهاجرین بیرته شړل سوي دي
جرمني په مخ پرډیریدونکي ډول سره نه پریږدي،چي مهاجرين یې د سرحدونو څخه داخل ته راتیر سي. دغه خبره المانۍ ورځپاڼي «نویه اوسنا بروکر څایټونگ» د جرمني د حکومت په حواله کړې ده. د هغه پر اساس د کال په لمړیو شپږو میاشتو کي تر ۱۳۰۰۰ اضافه مهاجرين یا د سرحدونو څخه شړل سوي او یا مستقیمأ د هوايي میدانو څخه استول سوي دي .دا هم پداسي حال کي ،چي پروسږکال په ټوله کال کي فقط ۸۹۰۰ کسان بیرته شړل سوي وه.
د جزیرو پر سرشخړه کي جاپان د چین سفیر وراحضار کړی دی
د چین په شرقي بحیره کي د جاپان لخوا کنټرولیدونکو جزیرو کي د چینايي کښتیو تر تازه عملیاتو وروسته جاپان په ټوکیو کي د چین سفیر وراحضار کړی دی. د جاپان خارجه وزارت اعلان وکړ،تر هغه وروسته چي دچین د ساحلي قواوو ۱۵ کښتیاني دجاپان د (زینکاکو) او چین د (ډیایوی) په نامه جزیرو په مخکی ولیدل سوې،خارجه وزیر «فومي یو کیشیدا» غواړي د خپل حکومت سخت احتجاج هغه ته بیان کړي.