مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د کویټې په بمي چاودنه کي تر ۷۰ اضافه انسانان وژل سوي دي
د پاکستان د جنوب لویدیځ په یوه بمي چاودنه کي د تازه ارقامو پر اساس تر ۷۰ اضافه انسانان وژل سوي او ډیر نور ټپيان سوي دي. د پولیسو په حواله چاودیدونکي مواد د کوټي ښار د یوه کلینیک مخته چاودلي دي. تر هغه مخکي سهار وختي یو مشهوره مدافع وکیل ووژل سو او کله چي نور مدافع وکیلان دهغه په خاطر د کلینیک مخته راجمع سول،نو ورباندي یوه بمي چاودنه تر سره سوه.
په کابل کي یو امریکايي او یو اسټرلیايي تښتول سوي دي
د افغانستان په پایتخت کابل کي یو امریکايي او یو اسټرلیايي تبعه تښتول سوي دي. افغان امنیتي قواوو خبر ورکړی دی،چي په کابل کي د امریکايي پوهنتون دغه پروفیسران د نامعلومو کسانو لخوا تښتول سوي دي. د امریکا او اسټرلیا حکومتونو دغه پيښه تاييد کړې ده، خو نور جزییات یې ندي ورکړي. په افغانستان کي په تکرار سره خارجیان د یاغي او یا جنايي ډلو لخوا تښتول کیږ
اردوغان د اعدام د جزأ بیرته رامنځته کول غواړي
په ترکیه کي تر ناکامي کودتأ درې اوونی وروسته جمهوررييس رجب طیب اردووان د اعدام جزأ دبیرته رامنځته کولو خبره کړې ده. اردوغان په استانبول کی دیوې لويي غونډی په مخکي وویل، چي که پارلمان دغه ډول یو تصمیم ونیسي نو دی به یې هم تاييدکړي. دغه غونډه د «دیموکراسۍ او شهیدانو»تر شعار لاندي جوړه سوې وه. په هغه کي اپوزیسوني گوندونو، لکه CHP او MHPهم برخه اخیستې وه،خو کردي پلوه گوند HDP ته دعوت نه ؤ ورکول سوی.
یونکر د ترکیې سره د مهاجرو د تړون څخه دفاع وکړه
د اروپايي ټولني کمیسار یونکر د اروپايي ټولني او ترکیې تر منځ د مهاجرینو د تړون څخه دفاع وکړه. یونکر المانۍ ورځپاڼي «ټاگیس شپیگل» ته ویلي دي،چي اروپايي ټولنه باید د مشکلو همسایه هیوادو لکه ترکیې سره هم گډ کار وکړي،خو ټولني ته د ترکانو د ازاد تگ راتگ په باب یې وویل،چي ترکیه باید لمړی دغه شرایط پوره کړي. د اتباعو اساسي حقوق، لکه د مطبوعاتو ازادي نباید د ضد ترهگري قانون په چوکاټ کي له منځه یووړل سي.
د جاپان پاچا د خپلي استعفأ خبره کړې ده
د جاپان پاچا( اکي هیتو) عملأ خپل مشر زوی ته د مخکي له مخکي تاج سپارلو خبره کړې ده. اکي هیتو ملت ته د یوې وینا پرمهال هغه قانون ته اشاره وکړه،چي دده د لیري کیدو او تاج سپارلو سره مخالفت کوي. دغه ۸۲ کلن ،چي د اساسي قانون پر اساس د سیاسي مسایلو په باب د نظر ورکولو حق نلري،د خپلي زوړتیا څخه تشویش ښکاره کړی دی. هغه وویل،چي اوس ورته دا سخته ده،چي خپل وظایف په صحیح ډول تر سره کړي.
په مکسیکو کی حاره اي طوفان لږترلږه ۳۸ انسانان وژلي دي
په مکسیکو کی د سختو بارانونو،سیلابونو او مځکي ښویدنوپه ترځ کي لږترلږه ۳۸ انسانان وژل سوي دي. د چارواکو په حواله د (پیوبلا) په ایالت کي ۲۸ کسان وژل سوي دي ، چي ۱۵یې کوچنیان وه. د هغه سره په همسرحده ایالت (واراس کروس) کي هم د «اېرل- Earl» حاره اي طوفان له کبله لس کسه وژل سوي او ډیر نور ورک دي. ډیر زیات کورونه هم نړیدلي دي.