مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
په استانبول کې په لکونه خلک مظاهرو ته راوځي
په استانبول کې په لکونه خلک غواړي چې په ترکيه کې د کودتا د شوې هڅې پر ضد مظاهره وکړي. دغه لاريون ته ولسمشر، رجب طيب اردوغان، بلنه ورکړې ده چې شعار يې «د دموکراسۍ او شهيدانو غونډه» ده. دا تر اوسه پورې په خپل ذات کې تر ټولو ستره غونډه ده. د اپوزيسيون مشر، کمال کيلجداروغلو او د سخت ملتپال ګوند مشر، دولت باهجلي، هم پکې ګډون کوي.
تايلنډ د نوي ناندريز اساسي قانون په سر رايه اچونه وکړه
په تايلنډ کې پوځي حکومت د نوي اساسي قانون په سر رايه اچونه رابللې ده. تقريبا ۵۰ ميليونه خلک دغې رايې اچونې ته وربلل شوي دي. حکومت د خپلو څرګندونو له مخې غواړي چې دموکراسۍ ته د بيا ستنېدلو لاره هواره کړي. خو دغه رفرنډم ناندريز بلل شوی دی. نوی اساسي قانون پوځ ته دا حق هم ورکوي چې ټول سناتوران خپله وګوماري او يو انتصابي حکومتي مشر هم وټاکي.
اتريش په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړيتوب مخه نيول غواړي
د اتريش او ترکيې تر منځ په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړيتوب په سر لانجه بل پړاو ته ورننوتلې ده. د اتريش د بهرنيو چارو وزير، زبستيان کورڅ، اعلان وکړ چې د نوو خبرو د پيلېدو څخه به دی له دې وروسته ملاتړ نه کوي. ويې ويل که د غړيتوب په سر بيا رايه اچونه وشي، به دی له خپلې ويټو څخه کار واخلي. کورڅ دا هم وويل چې ترکيې د ويزې د آزادۍ له پاره هم ټاکل شوي شرايط پوره کړي نه دي.
د «افريقايي ملي کانګرس» ګوند د ج افريقا په محلي انتخاباتو کې لږې رايې خپلې کړې
د جنوبي اقريقا په محلي انتخاباتو کې حاکم د «افريقايي ملي کانګرس» ګوند ډېرې لږې رايې په لاس وروړې دي. په پلازمېنه پرېتوريا کې حاکم ګوند په اول ځل د «دموکرات ائيتلاف» په نوم د تر ټولو ستر اپوزيسيون ګوند په وړاندې ماته خوړلي ده. په ټول هېواد کې د پخواني ولسمشر او د وفات شوي د آزادۍ د مبارز، نېلسون ماندېلا، ګوند ۵۴ فيصده رايې خپلې کړې دي. پنځه کاله مخکې دغه فيصدي لا ۶۲ فيصده وه.
د فيلپين ولسمشر پر قاضيانو او چارواکو له مافيا سره د تړاو تور ولګاوه
د فيلپين ولسمشر، رودريګو دوتېرتو، په څه باندې ۱۵۰ تنو سياستوالو، چارواکو او قاضيانو باندې د مخدرو موادو له مافيا سره د اړيکو لرلو تور لګولی دی. هغه اعلان وکړ چې شکمن سياستمداران به له دې وروسته نه محافظي لري او نه به ورته نور د وسلې د ګرځولو اجازه ورکړل شي. دوتېرتو دا هم وويل چې که هغوی مقاومت او سرغړونه وکړي، نو به دی پوليسو ته امر وکړي چې هغوی وولي.
د آلمان پرمختيايي وزير د افريقا له پاره «مارشال پلان» وغوښت
د آلمان د پرمختيايي چارو وزير، کېرد ميولر، افريقا ته د خپل سفر مخکې د دغې سترې وچې له پاره يو «مارشال پلان» غوښتی دی. يوازې په دې توګه کېدای شي د خلکو د تښتېدلو او کډوال کېدلو مخه ونيول شي. دغه خبره ميولر د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې ته کړې ده. وزير د راتلونکي د چلنجونو له پاره د پراخې پانګونې غوښتنه وکړه چې په نظر يې بايد د نوې کېدونکې انرژۍ او د پرمختللو مسلکونو په برخه کې د خلکو روزنه وشي.