مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
په ترکیه کي ډیر پوځیان د بې کفایتۍ په تور گوښه سوي دي
په ترکیه کي تر ناکامي کودتا وروسته جمهوررييس رجب طیب اردوغان د یوه فوق ا لعاده فرمان پر اساس تر ۱۳۰۰ اضافه نظامیان د بې کفایته کسانو په توګه له وظیفې څخه گوښه کړي دي. د خبري آژانس انادولو په حواله د هغو په منځ کي د اردوغان پخوانی مشاور هم شامل دی. همدا د چهارشنبه په ورځ لا اردوغان تر ۱۶۰۰ اضافه نظامیان د پوځ څخه لیري کړي ول، چي تقریبأ ۱۵۰ یې د جنرالۍ رتبې درلودې.
په کولن کي د اردوغان په پلوی په زرونو کسان مظاهره کوي
د تشدد د رامنځته کیدو له بیري د کولن پولیسو د اردوغان په طرفداری د لويي مظاهرې تر جوړیدو مخکې د یکشنبې په ورځ ۴۰۰ اضافې پولیس سیمې ته وغوښتل. اوس د مظاهرې د امنیت نیولو له پاره د ګومارل شویو پولیسو شمیر ۲۷۰۰ تنو ته رسیږي. د اردوغان په طرفداری مظاهرې ته د ۳۰۰۰۰ کسانو د راتلو انتظار کیږي. د دغي مظاهرې پر ضد نوري مظاهرې هم پلان سوي دي چي په هغو کي د خارجیانو ضد گوند «Pro NRW» هم برخه اخلي.
موگادیشو: په یوه چاودنه کي څلور کسان وژل سوي دي
د سومالیا په پایتخت موگادیشو کي سختي چاودني رامنځته سوي دي چي پکښی لږ تر لږه څلور کسان وژل سوي دي. محلي رسنیو د سومالیا د جنايي پولیسو د مرکزي قرارگاه سره نژدې د دوو چاودنو څخه خبر ورکړی دی. تر هغه وروسته هلته ډزې هم تبادله سوي دي. پر موگادیشو باندي په تکرار سره د الشباب اسلام پاله ملیشه بریدونه کوي.
د یمن د سولي خبري یوه اوونی وځنډیدلې
د یمن د سولي خبري یوه اوونی نوري وځنډیدلې. د ملگرو ملتو خاص نماینده شیخ احمد، ویلي دي چي ښکیل اړخونه به د دغي موقع څخه استفاده وکړي چې پر مشکلاتو سربیره د سولي په لار کي پرمختگ رامنځته سي. حکومت د حوثي یاغیانو سره د سولي خبري هغه وخت قطع کړي چي هغوی د هیواد د رهبری پخاطر د یوې «عالي شورأ» د جوړیدو سره مخالفت وکړ. د شیخ احمد په خبره دا کار د امنیت شورا د پریکړه لیک خلاف عمل دی.
په تکزاس کي په فیرونو کي مرگ ژوبله رامنځته سوې ده
د امريکا متحده ايالاتو د تکزاس ایالت د «اوستین» په ښار کي په فیرونو کي د پولیسو په حواله مرگ ژوبله رامنځته سوې ده. لکه څنگه چي رسنیو د دغه ښار د یوه روغتون د عاجل سرویس څخه خبر ورکړی دی چې یوه ښځه وژل سوې او دوه کسان ټپیان دي. پولیسو د ښار مرکز ته د نه تلو مشوره ورکړې ده. هغوی په تویتر کي د ښار په عین برخه کې د ډيرو فیرونو خبره کړې ده. ویل کیږي چي وضعیت اوس تر کنټرول لاندي راغلې ده.
په برازیل کي شکمن جنگي جنایتکار نیول سوی دی
په برازیل کي د بوزنیا (۱۹۹۲-۱۹۹۵) د جنگ یو شکمن جنگي جنایتکاره نیول سوی دی. د برازیل لويي څارنوالی خبر ورکړی دی چي د نیکولا سیرانیک په نامه دغه کس د ساو پاولو څخه په ۴۵ کیلومتری کي نیول سوی دی. بوزنیا او انټرپول د هغه د نیولو غوښتنه کړې وه. بوزنیاپر هغه باندي تور لگوي، چي د بوزنیا د جنگ تر شروع کیدو دمخه یې جنگي جنایت تر سره کړی دي.