مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د بغداد د منځ په بمي چاودنو کي ډیر انسانان وژل سوي دي
د عراق په پایتخت بغداد کي تر بمي چاودونو وروسته د وژل سوو کسانو تعداد د رسمي ارقامو په حواله ۷۵ تنو ته لوړ سوی دی. ۱۳۰ تنه نور ټپيان سوي هم دي. چاودیدونکي مواد د بغداد په هغو مرکزي برخو کی وچاودل، چیري چي خلکو د اختر له پاره سوداوي کولې. ددغه برید مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی دی. دغي ډلي په ۲۰۱۴ م کال کي د عراق پر ځینو برخو باندي کنترول تر لاسه کړ،خو اوس یې ځیني سیمی بیرته له لاسه ورکړي دي.
دجرمني د وسلو صادرات په ۲۰۱۵ م کال کي دوه برابره سوي دي
دجرمني د وسلو صادرات د یوې رسنۍ په حواله په ۲۰۱۵ م کال کي دوه چنده سوي دي. د «ویلټ» ورځپاڼي لیکلي دی، چي د جرمني حکومت د ۷،۸۶ ملیارډو په ارزښت دوسلو د صادرولو اجازه ورکړې ده. ورځپاڼي دغه معلومات د جرمني د اقتصاد وزارت د وسلو د صادراتو د رپوټ په حواله ورکړي دي. په دغو تجهیزاتو کي په هوا کي تیل ورکونکي طیارې،جنگي ټانکونه، زره پوښونه، مرمۍ او عسکري موټرونه شامل دي، چي برتانیې او قطر ته لیږل سوي دي.
د بنگله دیش حکومت پر هوټل باندي حمله دداخلي اسلامي ډلوکار بولي
د بنگله دیش په پایتخت ډاکه کي پر یوه هوټل باندي حمله د حکومت په حواله افراطي داخلي اسلام پالوگروپو کړې ده. داخله وزیر اسد زمان خان فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي،چي بریدکونکي د جمعیت مجاهدین بنگله دیش غړي وه. ځکه نو هغوی د اسلامی دولت ډلي سره هیڅ ارتباط نه درلود. خو پر هوټل باندي د برید مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی دی. د خان په خبره بریدکونکي تعلیم یافته ځوانان او اکثریت یې د شتمنوکورنیو څخه وه.
د پاکستان د شمال غرب په سیلابونو کي تر ۳۰ اضافه کسان وژل سوي دي
لکه څرنگه چي چارواکو خبر ورکړی دی،په خیبر پښتونخواه کي د منسوني بارانو په نتیجه کي سخت سیلابونه رامنځته سول. ددغو سیلابونو سره تر ټولو ډیر د چترال ناحیه مخامخ وه. یوازي ددغي سیمي د«اورسون» په کلي کي ۳۱ کسان مړه سوي دي،کورونه نړیدلي او ډیري عسکري پوستې له منځه تللي دي. په پاکستان کي په همدا تیر اپریل میاشت کي هم د مځکي ښویدني په ترځ کي ۱۲۷ انسانان له منځه تللي وه.
اردوغان غواړي سوریايي مهاجرو ته تابعیت ورکړي
د ترکیې جمهوررييس طیب رجب اردوغان غواړي سوریايي مهاجرو ته تابعیت ورکړي. دخبري آژانس انادولو په حواله، اروغان دغه خبري د سوریې سره په سرحدي ښار کیلیس کي د روژه مات پر وخت کړي او ویلي یې دي،چي هغه سوریايان چي دغه ارزو لري،ورته به دهغه امکانات هم برابر کړي. د اروغان منتقدین بیا وايي، چي دی غواړي سوریايي مهاجرينو ته د تابعیت په ورکولو سره د خپل ځان په گټه رايي ډیري کړي.
په لسهاوو زرو کسانو په لندن کي د بریکزیټ پر ضد مظاهرې وکړې
په لسهاوو زرو کسانو په لندن کي د بریکزیټ پر ضد او اروپايي ټولنه کي د پاته کیدو پخاطر مظاهرې وکړې. هغوی پارلمان ته امیدواري ښکاره او د نوو انتخاباتو غوښتونکي سول. خو د برتانیې مهمو سیاتمدارانو بیا پردې باندي ټینگار کړی دی،چي دغه هیواد به د اروپايي ټولني څخه وایستل سي. دیوې انلایني نظرپوښتني پراساس تر اوسه پوري څلورو ملیونو انسانانو د یوه دوهم ریفرنډم ددایریدو غوښتنه کړې ده.