مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د طالبانو نوي مشر په افغانستان کي د امریکا د اشغال ختمیدل غوښتي دي
د طالبانو نوي مشر هیبت الله اخندزاده د امريکا متحده ايالاتو د حکومت څخه وغښتل، چي په افغانستان کي خپل اشغال ته خاتمه ورکړي. اخندزاده په خپل لمړني پیغام کي ویلي دي،چي په افغانستان کي مسلمانان نه ددوی د قدرت او نه یې هم د چال او فریب څخه بیریږي. ده همدرانگه ویلي دي،چي د اشغال گرانو مرسته کونکي هم باید په دې پوه سي، چي دوی د امریکايي هدفونو له پاره استعمالیږي. همدا څوورځي دمخه طالبانو۳۲ پولیس ووژل.
په بنگله دیش کي ۲۰ یرغمل او ۶ ترهگران وژل سوي دي
د بنگله دیش دیوه رستورانت په یرغمل نیونه کي د پوځ د معلوماتو پراساس ۲۰ ملکي کسان وژل سوي دي، چي زیادتره یې ایټالویان او جاپانیان دي.۱۳ نور یرغمل کسان رازاد سوي دي. شکمنو اسلام پالو د جمعې په ورځ ماښام په ډاکه کي د خارجیانو د خوښي پریوه هوټل باندي حمله وکړه او په لسهاوو کسان یې یرغمل ونیول. امنیتي قواوو وروسته پرهوټل باندي هجوم وروړی، چي په نتیجه کي یې د ۲۰ یرغملو په شمول ۶بریدکونکي هم ووژل سول.
داخلي استخبارات: دداعش ۱۷ غړي د مهاجرو په ډول راداخل سوي دي
د جرمني د داخلي استخباراتو دادارې د معلوماتو پراساس تر اوسه پوري دداعش ۱۷ غړي د مهاجرو په حیث اروپاته راداخل سوي دي. دددغي ادارې رییس هانس گیورگ ماسن «فرانکفورت الگماینه» ورځپاڼي ته ویلي دي،چي قوي شواهد موجود دي، چي ۱۷ کسان د اسلامی دولت-ISډلي په هدایت راغلي دي. خو د هغوی اکثریت یا وژل سوي او یا هم بندیان دي. دوه یې په نوامبر کي د پاریس په حملو کي ووژل سول.
جرمني ته د اروپايي ټولني څخه ډیر کسان راکډوال سوي دي
د یوه رپوټ پر اساس په ۲۰۱۵ کال کي جرمني ته د اروپايي ټولني څخه دومره ډیر کسان راکډوال سوي دي،چي هیڅ وخت یې سابقه نه درلوده. مجموعأ ۶۸۵۰۰۰ د اروپايي ټولني اتباع جرمني ته راداخل سوي او په همدغه کال کي ورڅخه ۳۰۵۰۰۰ اتباع بیرته وتلي دي. دا په دې معنی چي بیا هم په جرمني کي ۳۸۰۰۰۰ د اروپايي ټولني اتباع پاته سوي دي.دغه خبره د «ویلټ» ورځپاڼي د جرمني د خارجیانو او مهاجرو د فدرالي ادارې په حواله کړې ده.
ترینر لیوف نن د خپل حریف ايټالیا څخه د مسابقې د گټلو انتظار لري
د جرمني د ملي ټیم ترینر «یوآخیم لیوف» نن شپه په یو پر څلرم فاینل کي د خپل حریف ايټالیا څخه د مسابقې د گټلو انتظار لري. هغه وویل ، د ایټالیا فټبالران طبعأ ډیر تکړه دي، خو په خبره یې په میدان کي د حریف په مقابل کي تاکتیکي او پرسونلي تغیرات په نظر کي نیولي دي او ځکه یې د گټلو چانس هم ډیر دی.
تور دي فرانس بایسکل ځغلونه پیل سوه
۱۰۳ «تور دي فرانس» بایسکل ځغلونه نن شروع سوه. په هغه کي به ۱۹۸ ماهر بایسکل ځغلونکي د مونت ساینت –مایکل د جزیرې څخه د بایسکل ځغلوني د رییس «کریستیان پرودومه» په مشری مجموعأ ۳۵۳۵ کیلومتره فاصله طی کړي. په ۱۸۸ کیلومتره سره به په لمړی مرحله کي د اوتاساحل ته ورسیږي ، چیري چي په ۱۹۴۴ م کال متحدین کښته سوي وه. د بایسکل ځغلوني دغه مسابقه به دجولای پر ۲۴ ختمه او د پاریس د چیمپس اِلیزې ماڼۍ ته به ورسیږي.