مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د اروپايي ټولني بنسټ ایښودونکو هيوادونو د بریتانيې د ژر وتلو غوښتنه وکړه
جرمني او د اروپا د اقتصادي اتحادیې نورو مؤسسو هيوادو پر بریتانيې باندي فشار لوړ کړی دی چي د برېکزیټ ریفرنډم ژر په عمل کي پیاده کړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر په برلین کي د اروپا د اقتصادي اتحادیې د مؤسسو دولتونو فرانسې، ایټالیا، لوکسمبورگ، بلجیم او هالند د خارجه وزيرانو سره تر لیدني کتني وروسته اعلان وکړ چي لندن باید «د امکان تر حده پوري ژر» دغه پروسه پر لاري واچوي.
سکاتلنډ غواړي په اروپايي ټولنه کي پاته سي
د سکاتلنډ سیمه ایز حکومت د بریتانيې څخه د جلا کیدو او استقلال په خاطر د یو بل ریفرنډم شونې بللې ده. د سکاتلنډ صدراعظمي نیوکلا سټرجن، په ایډنبرگ کي وویل چی په دې خاطر لازم حقوقي اقدامات پر لاري اچول سوي دي. د دې په خبره سکاتلنډ به په اروپايي ټولنه کې پاته سي او په دې منظور به د اروپايي ټولني له ارگانونو سره بیله ځنډه خبري پر مخ یوړل سي.
د مهاجرو بحران د اروپايي ټولني پاته کیدل د خطر سره مخامخ کوي
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې که د کډوالو کړکیچ حل نه شي نو د اروپايي ټولنې راتلونکې د خطر سره مخامخ ده. هغه یوې ورځپاڼي ته وویل چی بیا به نو داتحادیې څخه د وتلو غوښتونکي ډیر سي. د برېکزیټ تر تصمیم وروسته هغه د اروپا په اتحادیه کي هر اړخیزه تغیرات وغوښتل.
فدرالي جنايي ادارې د ښی اړخي افراطیت څخه خبرداری ورکړی دی
د جرمني فدرالي جنايي اداره په دغه هیواد کي د ښی اړخو افراطیانو د نوو ترهگري ډلو مخ پر ډیریدونکي خطر ویني. د دغي ادارې رییس هولگر موینش، د آلمان خبري آژانس ته وویل چي دغه نتیجه د مهاجرينو په مقابل کي د ښی اړخو افراطیانو د مخ پر ډیریدونکي تشدد څخه معلومیږي. د هغه په خبره دا د امکان څخه لیري نه ده چي د داسي یوه حرکت څخه په پای کي یو تروریستي ډله جوړه سي.
پاپ په ارمنستان کي د قتل عام له څلي څخه لیدنه وکړه
د عیسوي کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس، د ارمنستان څخه د خپلي لیدني کتني په دوهمه ورځ هم د ترکیې د عثماني امپراطورۍ پر وخت د قتل عام یادونه وکړه. پاپ په پایتخت اریوان کي په دغه منظور جوړ سوي یوه څلي کي د گلانو دسته کښیښوده او دعأ یې وکړه. تر هغه وروسته پاپ د هغو کسانو سره ولیدل چی په هغه وخت کي ژغورل سوي وه. همدا د جمعې په ورځ لا پاپ د عثماني امپراطورۍ دغه عمل ته د قتل عام خطاب کړی وو.
د وینزویلا اپوزیسون د جمهور رييس د لیري کیدو ریفرنډم ته تیاری نیسي
د وینزویلا اپوزیسون د هغوی د معلوماتو پر اساس د جمهور رييس نیکولاس مادورو، د لیري کیدو یوه ریفرنډم پخاطر نور اقدامات پر لاري اچولي دي. د وینزویلا د اپوزیسون مشر هېنریک کاپریلیس، ویلي دي چي په دې منظور تر حد اقل لازمو رایو یعنی ۴۰۰۰۰۰ قانوني د گوتي نښانونه راټول سوي دي. خو په دې خاطر چي ریفرنډم تر سره سي نورو څلورو ملیونو رایو ته هم ضرورت دی. وینزویلا د سخت اقتصادي بحران سره مخاخ ده.
په امريکا کي د سیلابونو له کبله ۲۳ کسان مړه سوي دي
د امريکا متحده ايالاتو په شرق کي د سختو بارانو او سیلابونو له کبله د غربي ویرجنیا په ایالت کي د نوو ارقامو پر اساس لږ تر لږه ۲۳ انسانان مړه سوي دي. لکه څنگه چي د اضطراري حالاتو کمیټې ویلي دي چې ډیرو کورونو ته تاوانونه رسیدلي او یا کاملأ نړیدلي دي. تقریبأ ۶۶۰۰۰ تعمیرونه بې برقه او یا گازه دي پر ډیرو سړکونو باندي وني چپه سوي دي او ورباندي تگ راتگ نه سي کیدای.