مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په بریتانیا کي د برېکسیټ انتخاباتي مبارزه بیرته شروع سوه
صدراعظم ډیویدکېمرون چي په اروپايي ټولنه کي یې د هیواد د پاته کیدو طرفداره دی، پرون شپه په ټلویزون کي د لیدونکو څخه پوښتني مطرح کړې. د عدلیې وزیر مایکل گوو،چی بیا د ټولني څخه د وتلو طرفداره دی ، هم په عامه رسنیو کي راښکاره سو. دواړو مخالفو اړخونو د پارلمان د وکیلې او اروپايي ټولنه کي د پاته کیدو طرفدارې «جوکوکس» تروژل کیدو وروسته خپله انتخاباتي مبارزه ځندولې وه.
ترکي پولیسو د حکومت ضد مظاهره کونکو باندي حمله کړې ده
د ترکيې پولیسو په استانبول کي د حکومت مخالفو مظاهره کونکو پر ضد د اوښکي بهونکی گاز او اوبو پاشلو څخه کار اخیستی دی، او ډیر کسان یې بندیان کړي هم دي. ددغي مظاهرې علت تیره شپه د راک موسیقۍ(راډیو هیډ) پر مینه والو باندي حمله وه. داسي چي ډیرو کسانو د تکسیم د میدان سره نژدې د موسیقی او سي ډی خرڅولو پریوه دوکان باندي حمله وکړه، چیري چه څو ځوانانو د خپلي خوښي د بانډ نوی البم او بدلي اوریدلې.
اردوغان د غازي د پارک پر لانجمنه ساختماني پروژه ټینگ دی
د غازي په پارک کي د ساختماني پروژې پر ضد تر احتجاجونو درې کاله وروسته د ترکيې جمهوررییس رجب طيب اردووان غواړي په هر صورت دغه پروژه تطبیق کړي. د ۲۰۱۳ م کال په جولای کي د غازي د پارک د احتجاجي کمپ تر په زوره تخلیه کولو وروسته په ټوله هیواد کي مظاهرې او اعتراضونه تر سره سول. په سل هاوو مظاهره کونکو ددې مخنیوی وکړ، چي وني چپه او زرغونه ساحه له منځه ولاړه سي. یوې محکمې هغه وخت مؤقتأ دغه پروژه وځنډوله.
په لس هاووزرو جاپانیانو د امریکايي اډو پرضد مظاهرې وکړې
په جاپان کي په لس هاووزرو کسانود اوکیناوا په جزیره کي د امریکايي عسکرو پر ضد مظاهرې وکړې. دغه احتجاجونه پخپله په اوکیناوا او ټوکیو کي تر سره سول . مظاهره کونکود امریکايي عسکرو د وتلو غوښتنه کوله او په جزیره کي یې د یوې نوي هوايي اډې د جوړیدو پر ضد احتجاجونه کول. ددغو احتجاجو علت دیوه امریکايي عسکر لخوا پر یوې جاپانۍ باندي جنسي تیری او د هغې وژل وه.
ایران د ۱۰۰ بوینگ طیارو فرمایش ورکړی دی
ایران د اروپا د طیارو جوړولو شرکت (اېربس) ته تر فرمایش ورکولو وروسته د هغه حریف شرکت –بوینگ ته هم د طیارو فرمایش ورکړی دی. د ایران د هوانوردی آمر علي عابدزاده یوې ورځپاڼي ته وویل ، چي د بوینگ طیارو تعداد به ۱۰۰ وي. اوس نو هم باید ایران او هم بوینگ شرکت د امريکا د مالیې د وزارت موافقې ته انتظار وباسي. ځکه چي دا په ۱۹۷۹ م کال کي د ایران دانقلاب راهیسي د یوه امریکايي شرکت څخه لمړنی فرمایش دی.
په اندونیزیا کي د سختو بارانو له کبله ۲۴ انسانان مړه سوي دي
په اندونیزیا کي د سختو بارانو، سیلابو او مځکي ښویدني په نتیجه کي لږترلږه ۲۴ انسانان مړه سوي دي .لکه څنگه چي د اضطراري حالاتو ادارې خبر ورکړی دی،د مرکزي جاوا په ولایت کي د سختو بارانو له کبله نور ۲۶ تنه ورک هم دي. په سلهاوو کورونو ته تاوانونه رسیدلي دي او خلگ د امن ځایونو ته انتقال سوي دي.