مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د مصر پخوانی جمهورریس د عمري بند په جزأ محکوم سو
د مصر پخوانی جمهورریس محمد مُرسي دولتي اسرارو ته د خیانت په تور د عمري بند په جزأ محکوم سو. د قاهرې یوې محکمې ویلي دي،چي داسي اسناد په اختیار کي لري،چي مورسي د خپل قدرت پر وخت قطر ته حساس دولتي معلومات ورکړي دي. مرسي یوکال دمخه هم د محبس څخه په تیښته کي د لاس درلودلو په تور د مرگ په جزأ محکوم سوی ؤ. دغه ۶۴ کلن د مصر لمړنی انتخابي جمهورریس ؤ،چي د ۲۰۱۳ م کال په دوبي کي ورباندي پوځ کودتأ وکړه.
د جوکوکس پر قاتل باندي اقامهء دعوی سوې ده
د بریتانیا د پارلمان وکیلې جوکوکس شکمن قاتل په لندن کی یوې محکمې ته ورحاضر سوی دی. ۵۲ کلن «توماس ایم» دخپل نامه د پوښتني په جواب کي وویل، چي دده نوم د بریتانیا د ازادۍ او خاینانو دپاره مرگ دی. لويي څارنوالی هغه په قتل، خطرناکه زخمي کیدو او غیرقانوني وسلې درلودلو باندي تورن کړی دی. د کارگر گوند ۴۱ کلنه وکیله کوکس د پنجشبه په ورځ د انگلستان په شمال کي د مرمیو او چړې د وارونو پواسطه ووژل سوه.
بلجیم د ترهگری ضد عملیاتو په جریان کي ۱۲ کسان نیولي دي
په بلجیم کي د شپې لخوا د ترهگری ضد عملیاتو په جریان کي ۱۲ نارینه نیول سوي دي. لکه څنگه چي د بروکسل لويي څارنوالی رپوټ ورکړی دی،دهغوی څخه نه وسلې او نه هم چاودیدونکي مواد پیدا سوي دي. د VTM ټلویزوني چینل په حواله پر نیول سوو کسانو باندي شک موجود دی،چي ددغي عیسوي اوونی په اخره کي یې په برکسل کي حمله پلان کړې وه او هغه هم په فرانسه کي د اروپا د فټبال په جام کي د بلجیم د بازی پرمهال.
شټاین مایر په شرقي اروپا کي د ناټو پر مانورونو باندي انتقاد کړی دی
په شرقي اروپا کي د ناټو مانورو ته په کتلو سره د جرمني خارجه وزير فرانک والټر شټاین مایر دروسيې په مقابل کي د نظامي تهدیدونو څخه خبرداری ورکړی دی. په پولینډ کي دناټو تر سرمشریزي دمخه شټاین مایر ویلي دی،چي سړی نباید د قدرت نمايي او جنگي سر وصدأ پواسطه وضعیت نور هم خراب کړي. هغه یوې المانی ورځپاڼي ته ویلي دي،چي نباید پر نظامي حل باندي تکیه وسي ، بلکه گډو نظامي امادگیو ، ډیالوگ او گډي همکاری باندي .
بان کي مون د مهاجرينو سره د یونان چلند ستایلی دی
د ملګروملتو عمومي منشي بان کي مون د مهاجرو سره د یونان دچلند ستاینه کړې ده. بان په آتن کي د یونان د صدراعظم الکسیس څیپراس سره تر لیدو وروسته وویل،چی دی د مهاجرينو په مقابل کي د یونان د همدردی ، لوی زړه او سخاوت څخه منندوی دی. الکسیس عمومي منشي ته پیشنهاد وکړ،چی ملګري ملتونه دي د خپل نفوذ څخه کار واخلي،تر څو د ترکیې او اروپايي ټولني تر منځ د مهاجرينو تړون بیا هم دوام پیدا کړي.
برازیل:د ریو دي ژنیرو ایالت ډیوالي دی
ددغه ایالت د والي معاون اعلان کړی دی، چی ایالت یې د مالي سخت حالت سره مخامخ دی. د هغه په خبره ښار یې نور ددې وس نلري،چي د المپیک د بازیانو د اجرأ کولو په هکله خپل مکلفیتونه ادأ کړي. برازیلۍ ورځپاڼي «او گلوبو» رپوټ ورکړی دی،چي حکومت د روغتیا، پوهني،ترانسپورټ اوعامه نظم په برخه کی د کامل سقوط تشویش لري. د سخت مالي حالت د رامنځته کیدو دلیل په برازیل کی اقتصادي بحران اود تیلو د عوایدو راکمیدل دي.