مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د اروپا د جام په لمړی مسابقه کي فرانسه ښه ونه ځلیده
د زرو تماشاچیانو په مخکي فرانسه د رومانیا په مقابل کي ښه ونه ځلیده او ډیره وړتیا یې ښکاره نکړه. فقط د مسابقې په اخره کي دفرانسې د ټیم فارورډ ديميتري پايت وکولای سول مقابل طرف ته گول ورکړي او بازي ۲ پر یو په خپله گټه واړوي. د فټبال په دغه مسابقه کي درومانیا ملي ټیم په تعجب آوره ډول سره ډیر فعالیت ښکاره او ترډیره وخته پوري یې بازي یو پر یو پاته سوه،ترڅو پوري چي ديميتري پايت ټاکونکی گول ولگاوه.
په لس هاوو زروکسانو د محمد علي کلې دغم په مراسمو کي برخه واخیسته
په لس هاوو زره کسانو دکینټکي د ایالت په لوییس ویله کي د مشهوره بوکسر او مدني فعال محمد علي د غم او ویر په مراسمو کي گډون وکړ. هغه موټر چي دبوکس ددغه جهاني قهرمان تابوت پکښي پروت ؤ،تر دوه ساعته اضافه یې دده د زیږیدو د ښار څخه تیر سو. د غم او ویرد مراسمو د وروستي ویناکونکي په حیث پخواني جمهوررييس بیل کلینتن، کلې ډیر ښه ملگری وباله. دکلینتن په خبره هغه د ټولو پر مخ ورین تندی درلودی.
امریکا د سوریې دداراجه پر ښار باندي د بیلري بمونو اچول غندلي دي
د امريکا متحده ايالاتو د سوریې پر حکومت د محاصره سوي ښار داراجه باندي د بیلري بمونو داچولو له کبله انتقاد کړی دی. دغه حمله د کومکي مالونو تر لیږلو لږ وروسته تر سره سوې ده. د امریکا د خارجه وزارت یوه ویاند وویل، چی په بیلري بمونو باندي حمله کول هیڅ د قبول وړ نه ده او ډیر د شرم ځای دی. دا هم پداسي حالت کي ده،چي حکومت پسله درو نیمو کلونو څخه دغه ښار ته د خوراکي موادو یو کاروان ورپرې ایښی دی.
د لیبیا حکومتي قواوو د سرت بندر بیرته نیولی دی
د لیبیا حکومتي قواوو دداعش څخه د سرت د ساحلي ښار بندر بیرته نیولی دی. د حکومت یوه ویاند ویلي دي،چی د ښار په شرق کي پروت دغه بندر او د هغه شاوخوا ډیري ساحې یې تر سختو جنگونو وروسته نیولي دي. د هغه په خبره په دغو جنگونو کي ۱۱ حکومتي عسکر وژل سوي دي. سرت د اسلامی دولت-ISډلي د لیبیا د ښاخلې دپاره ډیر مهم مرکز دی. هغوی په ۲۰۱۴ م کال کي هغه ته ورننوتل او ښار یې تر خپل کنټرول لاندي راوستی.
د پناه غوښتونکو لخوا د عدم فعالیت دعوې ډیري سوي دي
د جرمني د خارجیانو او مهاجرينو د مرکزي ادارې پر ضد دعدم فعالیت حقوقي دعوې د ۲۰۱۶ م کال په اوله ربع کي تر ۴۰ فیصده هم ډیري سوي دي. دا خبره د جرمني د پارلمان د چپیانو د یوې پوښتني په جواب کي د کورنیو چارو وزارت کړې ده ، چي یوې المانی ورځپاڼي چاپ کړې ده. پدې ډول چي د مارچ تر اخره پوري ۳۱۷۱ د عدم فعالیت اقامهء دعوې د جرمني اداري محکمو ته رسیدلي دي.
د جرمني په سنأ کي د «ډاډمنو هیوادو» دپروژې تاییدل نامعلومه دی
د سوسيال ډيموکراټانو عمومي منشي او صدرات معاون زیگمار گابریل ایالتونو ته ددې څخه خبرداری ورکړی دی،چي په «اطمیاني هیوادو» کي د الجزایر،مراکش او تونس دشاملیدو پروژه تحریم کړي. هغه په خپله مرکه کي ویلي دي ، چي طبعأ اطمیان لري ،په سنا کي به هم دغه پروژه تايید سي. خو سربیره پردې ځیني هغه ایالتونه چي زرغون ګوند پکښي حکومت کوي،غواړي دغه پروژه رد او یاهم ورته ممتنع رایه ورکړي.