مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
UNHCR: په تیرو څو ورځو کي تر ۷۰۰ اضافه مهاجرين ډوب سوي دي
په تیرو اوو ورځو کي په مدیترانه کي د کښتیو په چپه کیدو او ډوبیدو سره لږترلږه ۷۰۰ مهاجر وژل سوي دي. په روم کي د ملگرو ملتونو د مهاجرینو عالي سازمان- UNHCR څخه کارلوټا سامي ویلي دي،چي د مهاجرو دغه ارقام د ژوندي پاته سوو مهاجرو د قوله ورکول سوي دي. په دغو ارقامو کي یوازي د تیري چارشنبې، پنجشنبه او جمعې د ورځو درې چپه سوي کښتیاني په نظر کي نیول سوي دي.
بلغاریه د یونان سره خپل سرحدونه تقویه کوي
بلغاریې د یونان سره خپل سرحدونه د اضافي عسکرو پواسطه تقویه کړي دي،ځکه چي د اول وار لپاره دیونان د ایدونومي د تړل سوي کمپ څخه مهاجرین د بلغاریايې خواته وراوښتي دي. د بلغاریې دسرحدي ځواکونو قومندان انتونیو انگیلوخبر ورکړی دی، چي تقریبأ ۱۰۰ مهاجر د بلغاریې په طرف کي نیول سوي دي. تقریبأ نیمايی یې سمدستي بیرته یونان ته لیږل سوي دي. د ترکیې برعکس دلته د یونان سره اغزي لرونکي دیوال نه دی جوړ سوی.
اولاند او میرکل د ویردون د جنگ د قربانیانو یادونه وکړه
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل او فرانسې جمهوررييس فرانسوا اولاند د فرانسې په شرق- ویردون کي د سلو کالو مخکي جنگ د قربانیانو یادونه وکړه. هغوی لمړی د الماني عسکرو په هدیره کي گلان کښیښول ،چي پکښي د اول عمومي جنگ تر۱۱۰۰۰ اضافه الماني عسکرو بقایا ښخ دي. وروسته یې د هغي هدیرې څخه لیدنه وکړه،چي پکښي د ۱۳۰۰۰ الماني او فرانسوي عسکرو هډوکي پراته دي ، کوم چي ددغه جنگ پر مهال په جنگونوکي وژل سوي وه.
لارنجاني بیا دایران د پارلمان رییس سو
د ایران معتدل محافظه کاره سیاستمداره علي لارنجاني بیا د پارلمان د رییس په حیث انتخاب سو. دغه ۵۷ کلن د یکشنبه د ورځي په انتخاباتو کي ۶۱ فیصده رايي وگټلې او پدې ډول سره د اصلاح طلبه کاندید محمد رضأ عارف په مقابل کي کامیابه سو. دواړه کاندیدان د جمهوررييس حسن روحانی د تگلاري ملاتړ کوي. لارنجاني د ۲۰۰۸ م کال راهیسي د پارلمان رییس دی.
دAfD مرستیال دملي ټیم دغړي بوآتینگ سپکاوی وکړ
د اروپا جام د فټبال د مسابقو تر شروع کیدو تقریبأ دوې اوونی مخکي د ښی اړخي ولسپاله گوند- AfD معاون الکساندر گاولنډ دملي ټیم غړي یېرومي بوآتینگ په هکله خپلو پردیانو ضد اظهاراتو سره قهر او غضب راپارولی دی. گاولنډ نن یوې ورځپاڼی ته ویلي دي،چي «خلگ بوآتینگ د فټبالر په حیث ښه بولي،خو په خپل همسایه توب کي ځای نه ورکوي.» ټولو مهمو سیاستوالو دغه ډول اظهارات په قاطعیت سره رد کړي دي.
داوکراين د زړو په یوه لیلیه کی داورلگیدني له کبله مرگ ژوبله
داوکراين د پایتخت کیف د شاوخوا د زړو په یوه لیلیه کی داورلگیدني له کبله لږترلږه ۱۷ انسانان وژل سوي دي. دملکي ژغورونکو قواوو د ادارې رییس نیکولای چیشچوتکین ویلي دي ، چی ۱۸ کسان یې ژغورلي دي، خو دوه یې سخت سوځلي دي. په لیله کي اور په شپه کي ولگیدی او د سهار خواته مړ سو.