مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
نړیوال صحي سازمان : د څیکا ویروس له کبله د المپیک مسابقو ځنډیدل لازم ندي
نړیوال صحي سازمان – WHO د بين امللي کارپوهانو هغه غوښتنه ، چي په ریو دي ژنیرو کي دي د المپیک بازیاني د څیکا د ویروس له کبله وځنډیږي او یادي یې ځای تغیر سي،رد کړې ده. دغه سازمان په ژنیو خبر ورکړ،چي د څیکا دویروس خپریدل په برازیل کي د المپیک مسابقو لپاره ډیراهمیت نلري.د WHO په خبره دغه ویروس همدااوس په ۶۰ هیوادو او سیمو کي خپور سوی دی. د المپیک په دوبنۍ مسابقوکی د ۵۰۰۰۰ ټورستانو د گډون انتظار کیږي.
په ارجنټین کي د نظامي دیکتاتوریو رهبران محاکمه سول
د جنوبي امریکا د نظامي دیکتاتوریو پروخت د مخالفینو د تعقیب له کبله ۱۵ پخواني نظامي افسران محاکمه سول. یوې مرافعې محکمې په بوینس آیرس کی د نورو کسانو تر څنگ د ارجنټین پخوانی دیکتاتور رینالدو بیگونه د تر سلو اضافه قتلونو په قضیه کي مسؤل وپیژنده. بیگونه په شل کاله بند محکوم سو. محکوم سوي افسران د ارجنټین، اوروگوای، برازیل ، چیلي، پاراگوای او بولویا دنظامي دیکتاتوریو د وخت کسان دي.
مسکو او آتن نور هم سره نژدې کیږي
روسیه او یونان پر ډیرو مشکلاتو سربیره غواړي خپل گډ کارنور هم پراخ کړي. دغه خبره د روسیې جمهوررييس پوتین او یونان صدراعظم څیپراس په آتن کي اعلان کړه. پوتین وويل،«روسیې دتوري بحیرې د لاري یونان او بیا ایټالیا ته د گازو پایپلاین جوړولو پلان ندی هیر کړی.» دغه پایپلاین د روسیې –ترکیې د شخړو له کبله د ناکامی سره مخاخ سوی ؤ. څیپراس وویل، چي «زموږ دمناسباتو تقویه د یونان لپاره ستراتيژیکي اهمیت لري.»
روسیې د غرب پر ضد بندیزونه تمدیدوي
پر روسیې باندي د اقتصادي بندیزونو د پلان سوي تمدید په مقابل کي مسکو د غرب پر ضد د خپلو بندیزونو په تمدیدولو سره عکس العمل ښوولی دی. صدراعظم دیمیتری میدویدیف اعلان وکړ، چي د غربي خوراکي موادو پر وارداتو باندي به تر ۲۰۱۷ م کال تر پایه پوري بندیز تمدیدسي . د G7 صنعتي هیوادو په جاپان کي د سرمشریزي پر مهال اعلان وکړ د روسیې پر ضد بندیزونه تمدید کړي وه.
امریکايي عسکر باید د سوریايی کردي سازمان- YPG نښانونه لیري کړي
هغه عکسونه،چي امریکايي عسکر د سوریايی کردي سازمان- YPG په یونیفورم کي ښيي،د ترکیې حکومت په قهر کړی دی. د ترکیې خارجه وزیر مولیت کاوسو گلو ویلي دي، چي دا دمنلو وړخبره نده،چي امریکايي عسکر د تروریسټانو سمبولونه انتقالوي. د امريکا خارجه وزارت ددې غوښتني په جواب کي ویلي دي، چي د امریکا حکومت د ترکیې په تشویشونو باندي پوهیږي، خو په دې عقیده دی، چي YPG دکردي منع سوي سازمان PKK سره ارتباط نلري.
ډیر مهاجر د لیبیا د ساحل په مخکي ډوب سوي دي
په مدیترانه کي د یوې بلي کښتی په ډوبیدو سره ډیر زیات مهاجرين غرق سوي دي. د ایټالیا بحري قواوو د خپلو معلوماتو پراساس ۴۵ مړي راکښلي او ۱۳۵ کسان دکږې سوي کښتی څخه ژغورلي دي. په ممکنه نورو قربانیانو پسي لټون ادامه لري. په دغه تر خپلي اندازې ډیري ډکي سوي کښتۍ کي تر ۳۰۰ اضافه مهاجرين سپاره وه. د ایټالیا د ساحلي ساتونکو اوملگرو ملتونو په حواله ددغي اوونی په جریان کي تقریبأ ۱۴۰۰۰ مهاجر ژغورل سوي دي.