مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
فرانسه او نایجریا د بوکوحرام پر ضد خپل فعالیتونه پیاوړي کوي
د نایجریااو فرانسې جمهوررييسان محمدو بخاري او فرنسوا اولاند غواړي په گډه سره د بوکوحرام اسلام پالي ډلي پر ضد گډه مبارزه شدیده کړي. پر دغه خبره باندي دواړه جمهوررييسان د نایجریا په پایتخت ابوجه کي دیوه امنیتي کنفرانس په جریان کي سره یو سول. په دغه کنفرانس کي د هغوی تر څنگ د چاداو کامرون جمهوررييسانو او اروپايي ټولني او امريکا متحده ايالاتو استازو هم برخه اخیستې وه.
د یوگندا د اپوزیسون مشر بندي سوی دی
د یوگند د اپوزیسون مشر کیزا بیسیجي باندي د ملی خیانت د تور له کبله اقامهء دعوه سوې ده. «سَټرډې مونیتور»ورځپاڼي رپوټ ورکړی،چي هغه دچارشنبې په ورځ لا بندي سوی دی. بیسیجي، چي د فبروری میاشتي په انتخاباتوکي د جمهوررييس یوویري موسي ویني سخت حریف ؤ،د محکمې لخوا یوې منع سوي مظاهرې کي گډون وکړ . ۷۱ کلن موسي وینی په دې منځ کي د پنځم وار دپاره جمهوررييس کیږي.
GIZ د افریقا د سرحدي ساتني په یوه لانجمنه پروژه کي برخه اخلي
د نړیوال گډکار لپاره المانۍ ټولني- GIZ په اریتریا او لیبیا کي د سرحدي ساتني په یوه لانجمنه پروژه کي برخه اخلي. د بشر د حقوقو څخه د سرغړونو له کبله ددواړو افریقايی هيوادونو سره پرمختیايی گډ کار رسمأبند سوی دی.دGIZ مسؤلین وايي، چي ددغي پروژې پرجزيیات باندي لا کار روان دی،او په دغه پروژه کي د مشخصو تجهیزاتو د کارولو په باب لا هم تصمیم ندی نیول سوی.
شپیگل:تر ۲۰۲۰ کال پوري د مهاجرو لپاره ۹۴ ملیارده یورو
د مهاجرو د پالني او سرپناوو پخاطر مرکزي حکومت غواړي د یوې ورځپاڼي د معلوماتو پراساس تر ۲۰۲۰ کال پوري تقریبأ ۹۴ ملیارډه یورو په اختیار کي ورکړي. دغه خبر المانۍ«شپیگل» مجلې د جرمني د مالیې د وزارت په حواله ورکړی دی. د رپوټ پر اساس به دغه پیسې د مهاجرينو پر سرپناوو، مدغمیدو د تدابیرو او همدارنگه د مهاجرت اوتیښتي دعواملوپه خاطر ولگول سي.
رسنی:په جرمني کي د جنايي اعمالو شمیر راکم سوی دی
په جرمني کي د جنايي اعمالو تعداد د المانۍ«شپیگل» مجلې په حواله یو لږ څه راکم سوی دی. د پولیسو د جنايي ارقامو په حواله مجله لیکي، چي په ۲۰۱۵ کال کي د ۲۰۱۴ م کال په نسبت لږ قتلونه، غلاوي او د جنسي تیري پيښي ثبت سوي دي. د همدغه رپوټ پراساس پروسږکال ۲۱۰۰ د قتلونو پیښی ثبت سوي دي، چي تریوه کال دمخه ۶۰ کمي وې .همدارنگه د جنسي تیري ۳۰۰ پيښي کمي ثبت سوي دي او تقریبأ ۷۰۰۰ ته راکښته سوي دي.