مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د لندن لمړني مسلمان ښاروال ته تبریکۍ ورکول سوي دي
د ټولي نړی سیاستوالو د لندن لمړني مسلمان ښاروال ته د هغه د کامیابی پخاطر تبریکي ویلې ده. حتی د وروستیو رایو تر حسابولو دمخه لا د پاریس ښارولې «انه هیدالگو»، فرانسې صدراعظم «مانوییل والس» او نیویارک ښاروال «بیل دَ بلاسیو» هغه ته تبریکي ویلې ده . خان د لمړنیورایو تر حسابولودمخه لا تر خپل محافظه کاره رقیب «څېک گولډ سمیت» لس فیصده مخکي ؤ.
جان کوبیس:په عراق کي تر ۵۰ اضافه ډله ایزو قبرونه پیدا سوي دي
د عراق دډیرو سیمو څخه د اسلامی دولت ډلي تر شاتگ وروسته هغوی تر ۵۰ اضافه ډله ایز قبرونه پرې ایښي دي. دغه ارقام د عراق لپاره د ملگرو ملتو خاص نماینده جان کوبیس په نیویارک کي د امنیت د شورأ په مخکي ورکړي دي . کوبیس په خپل رپوټ کي دیوه سخت وحشیانه جنایت څخه خبري کړي دي او د عراق د وضعي د لا خرابیدو څخه یې خبرداری ورکړی دی. دده په خبره تر لسو ملیونو اضافه انسانان ددباندي څخه مرستو ته ضرورت لري.
ترکي ژورنالسټانو ته د اوږده بند جزأ ورکول سوه
د استانبول یوې محکمې د «جمهوریت»د ورځپاڼي د تحریر د هییت مدیر، خان دوندار او د هغه بل ملگری اېردیم گیول د اوږده بند په جزأ محکوم کړي دي. پر دغو ژورنالسټانو باندي د ملي خیانت تور لگیدلی دی، ځکه چي هغوی د سوریې اسلام پالانو ته د ترکیې د استخباراتي ادارې د شکمني وسلو لیږلو څخه رپوټونه ورکول. د ترکیې جمهوررييس اروغان پر دغو ژورنالسټانو باندي اقامءدعوه کړې ده او په محکمه کي د یوه شاهد په توگه حاضر ؤ.
د اسرايیلو هوايي قواوو په غزه کي د حماس مورچلونه بمباري کړي دي
د اسرايیلو پر جنوب باندي د یوه راکټ تر لگیدو وروسته بیا د اسرايیلو هوايي قواوو د غزې پر تراډي باندي حمله کړې ده . اسرايیلي پوځ اعلان کړی دی ،چي د غزې د تراډی پر جنوب باندي د حماس پر«ترهگري زیربنأ»باندي دوې هوايی حملې تر سره سوي دي. په غزه کي په تیرو څو ورځو کي د اسرايیلي پوځ او حماس د جنگیالیو تر منځ سختي نښتي هم رامنځته سوي دي.
کینیا د نړی د مهاجرو د تر ټولو لوی کمپ په تړلو پیل کړی دی
کینیا په حیرانونکي ډول سره په دې باندي شروع کړې ده ،چي د مهاجرو دوه کمپونه وتړي. د نایروبي یوې ورځپاڼي«دَ ستاندارد»رپوټ ورکړی دی، چي حکومت د مهاجرينو دولتي اداره تړلې ده او پردې باندي کار کوي ، چي هر څونه ژر چي ممکنه وي، د«دداب او کاکوما» کمپونه وتړي. په دغو کمپونوکي تقریبأ ۴۰۰۰۰ انسانان ژوند کوي. کینیا په تیرو کلونو کي مجموعأ ۶۰۰۰۰ مهاجرين منلي دی،تر ټولو دمخه د سومالیا څخه.