مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ترکیه: د بریدونو په ترځ کي مرگ ژوبله رامنځته سوې ده
دترکیې په جنوب شرق کي د کردی ملیشې په یوه حمله کي د پوځ په حواله درې عسکر وژل سوي دي.۱۴ نور عسکر ټپیان سوي هم دي. پرعسکرو دغه حمله د نوسایبین په ښار کي د نظامي عملیاتو پر وخت تر سره سوې ده. د شنبې په ورځ د ترکیې هوايی قواوو دعراق په شمال کي د کردي جنگیالیو مورچلونه بمباري کړي وه. د چارواکو په حواله د پولیسو د پوستې سره په یوه بل برید کي یو پولیس وژل سوی او ۱۳ نور ټپیان سوي دي.
ملگري ملتونه د لیبیا څخه دډیرو مهاجرو د راتگ اټکل کوي
د لیبیا له پاره د ملگرو ملتو خاص نماینده مارتین کوبلر اټکل کوي ، چي سږکال به د شمالي افریقا ددغه هیواد څخه د مهاجرو هجوم ډیر سي. کوبلر یوې المانی ورځپاڼي ته ویلي دي ،چي یوازي د سږعیسوي کال په اوله ربع کي ۲۴۰۰۰ انسانانو د لیبیا څخه د اروپا پر خوا حرکت کړی دی. د هغه په خبره که یې سړی پوره وسنجوي ، نو په ۲۰۱۶عیسوي کال کی به لږترلږه ۱۰۰۰۰۰انسانان د مدیترانې له لاري راتیر سي.
د کارگر ورځ: DGBد پردیانو سره ددښمنی نه کولو او همدردی پیغام صادر کړ
د کارگر د نړیوالي ورځي په مناسبت د جرمني د صنفي اتحادیو سازمان – DGBپه سټوتگارت کي د خپلی مرکزي غونډې په جریان کي دښی اړخه افراطیانو او خارجیانو سره ددښمنی پرضد یو پیغام واستوی. په غونډه کي دDGB مشر راینر هوفمن وویل ، چي هغه څه چي ښي اړخي ولسي گوند AfD یا د جرمني الترناتیفي حزب یې غوښتنه کوي ، د اجتماعي نژدې والي، اجتماعي عدالت ، همدردی او جهاني کیدو سره هیڅ ارتباط نلري .
د جرمني اقتصاد د ایران سره د صادراتو پراختیا ته خوشبینه دی
د جرمني اقتصاد د ایران سره د کریدټ نه ورکولو پر مشکلاتو سربیره په متوسط مدت کي د ددغه هیواد سره دصادراتو دپراختیا او ملیارډو معاملې اټکل کوي. د تهران څخه د جرمني د اقتصاد وزیر زیگمار گابریل تر لیدني کتني دمخه د جرمني د تجارت اطاقونو د خارجي اقتصاد مشر فول ترایر وویل، چي دا خبره اوس هم د واقعیت سره سمه بولي، چي د پنځو څخه تر اوو کلو پوري به ایران ته د جرمني صادرات تر لسو ملیارډو یورو پوري ورسیږي.
د حوثي یاغیانو برید په یمن کي د سولي پروسه د خطر سره مخامخ کړې ده
د یمن د پایتخت صنعا په شمال کي پریوې نظامي اډې باندي د حوثي یاغیانو په حمله کی د رویټرس خبري آژانس په حواله ډیر حکومتي عسکروژل سوي. ویل کیږي، چي حوثي یاغیانو یو نظامي مرکز او ډیري وسلې نیولی دي. دیمن خارجه وزیر عبدالملک ال میشلافي ویلي دي،چی دغه حمله په کویټ کي د سولي خبري د ناکامی سره مخامخ کړي دي. تر تقریبأ یوه کال وروسته د اپریل میاشتي پر لسمه نیټه په دغه جنگ ځپلي هیواد کي اوربند نافذ سو.