مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په پالمیرا کي ډله ایز قبر پیدا سوی دی
د پالمیرا د انتیک ښار تر بیرته نیولو وروسته د سوريې پوځ یو ډله ایز قبر پیدا کړی دی. لکه څنگه چي د سوريې خبري آژانس صنعأ خبر ورکړی دی،هلته د تقریبأ ۴۰ انسانانو جسدونه پیدا سوي دي،کوم چيد اسلامی دولت ډلي له خوا تیره یکشنبه تښتول سوي وه. ویل کيږي ، چي په وژل سوو کسانوکي کوچنیان او ښځي هم شاملي دي. سوريايي پوځ دغه د یونیسکو لخوا اعلان سوی جهاني کلتوري ښار تیره یکشنبه بیرته ونیوی.
د ارمنستان او آذربایجان تر منځ جنگونو کي مرگ ژوبله اوښتې ده
د جنوبي قفقاز د غرنی منطقې کاراباخ پر سره شخړه کي ارمنستان خپل همسایه هیواد آذربایجان د تشدد درامنځته کیدو مسؤل بللی دی،کوم چي په دواړو خواوو کي د مرگ ژوبلي سبب گرزیدلی دی. د ارمنستان په پایتخت اَریوان کي ددفاع وزارت خبر ورکړی دی، چی آذربایجاني ځواکونو د جمعې پر شنبې شپه باندی د ټانکونو او راکټونو حمله وکړه. خو هغه د ارمنستاني پوځ د سخت مقاومت سره مخامخ سوله. آذربایجان بیا دغه تورونه ردوي.
یونان، ترکيې ته د مهاجرو د اخراجیدو لار خلاصه کړه
د ترکيې سره د اروپايي ټولني د مهاجرينو تړون یوې مهمي مرحلې ته رسیدلی دی. د یونان پارلمان د یوې عاجلي پروسې دلاري د پناهندگی یو نوی قانون تصویب کړ، چي ددې لپاره هم حقوقي اساسات رامنځته کوي ، چي ترکيې ته ددریم ډاډمن هیواد په سترگه وکتل سي او مهاجرين وراخراج سي. خو د اروپا پارلمان، دملګرو ملتونو د مهاجرينو عالي سازمان UNHCR او د بشر د حقوقو سازمانونه شک لري، چي ترکيه دي دغه ډول شرایط پوره کړي وي.
اوبا:دداعش لیونیان به په سلونو زره خلگ ووژني
په واشنگټن کي د ۵۰ هیوادو دولتي او حکومتي مشرانو په نظر د اټومي موادو د امنیت په هکله په ټوله جهان کي پرمختگ راغلی دی،خو د اټومي امنیت د سرمشریزي په گډ خبرداري کي دا هم راغلي دي،چي ترهگري ډلو، لکه داعش یا القاعده اجازه نلري،چي هیڅ وخت اټومي وسلو او یا راډیو اکټیف بمونو ته لاسرسی پیدا کړي. اوباما وويل، چي که ددغه لیونیانو په لاسونوکي ته اټومي مواد ولویږي ،نود امکان تر حده پوري به ډیره خلگ ووژني.
د برکسل په هوايی میدان کي سخت امنیتي کنترول رامنځته کیږي
په بلجیم کي تر ترهگري حملو وروسته به دبرکسل په هوايی میدان کي سخت امنیتي کنټرول رامنځته سي. پسله دې به د میدان په خوله کي مسافر او بکسونه کنټرولیږي. لکه څنگه چي بلجیمي خبري آژانس بیلگارپوټ ورکړی دی ،پردې خبره باندي د هوايی میدان د پولیسو صنفي اتحادیې او کورنیو چارو وزارت معین یان جامبو موافقه سره کړېده. دغه میدان چي د مارچ میاشتي د ۲۲ په حملو کي ضرر لیدلی ؤ، سبا یکشنبه به بیرته خلاص سي.