مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
داروپايي ټولني او ترکيې تر منځ نوي تړون لا یونان ته د مهاجرو مخ ندی نیولی
د یونان ساحلي ساتونکو خبر ورکړی دی،چي تیره شپه د ترکيې د ساحل څخه ۸۷۵ مهاجر ورغلي دي. د تیري نیمي شپې څخه دغه قرارداد نافذ سو. دنوي تړون پر اساس به ټوله هغه مهاجرين چي له یکشنبه وروسته د ترکيې څخه یونان ته ورځي،د اپریل څخه په زوره بیرته ترکيې ته ولیږل سي. ددې دمخه هغوی حق درلودی،چي د پناهندگی قضیه یې جلا جلا وڅیړل سي.
اوباما په یوه تاریخی سفر باندي کیوبا ته روانیږي
د امريکا دمتحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما به نن یکشنبه ماپښین کیوبا ته په یوه تاریخی سفر باندي ولاړ سي. دا تر تقریبأ ۹۰ کلو وروسته کیوبا ته د امریکا د یوه جمهوررييس لمړنی سفر دی. د اوباما اوسنی درې ورځنی سفر ددغو پخوانیو دښمنو هيوادو تر منځ د نژدیکی په لار کي د اوج یوه نقطه ده. اوباما غواړي مخکي تردې چي ددولتي مشر راول کاسترو سره وگوري،په اول سر کي دهاوانا په زاړه ښار کي چکر ووهي.
حسن روحاني په داخلي سیاست کي د تغیراتو اعلان کړی دی
د اټومي پروگرام په شخړه کي تر نژدیکی وروسته د ایران جمهوررييس حسن روحاني کوښښ کوي،په داخلي سیاست کي هم تغیرات راولي. د ایران د نوي کال (نوروز)د شروع کیدو په مناسبت بیانیه کي روحاني وویل،چي دغه هیوادته نور په نړیواله ټولنه کي د یوه خطرنه،بلکه یوه ملگري په سترگه کتل کیږي. ددغه تحول تاثیرات په وروستیو میاشتو کي دایران پرداخلي سیاست، خصوصأ پارلماني انتخاباتو باندي هم ښکاره سوه .
د ترکيې حکومت د استانبول دبرید مسؤلیت پر داعش باندي وراچوي
که څه هم د استانبول د برید عاملین لا معلوم ندي،خو د ترکيې حکومت د هغه مسؤلیت پر اسلامي دولت ډلي باندي وراچوي . دبلي خوا امريکا متحده ايالاتو دحکومت په خبره په قربانیانو کي دوه امریکايی یهودي اتباع هم شامل وه . د شنبه د ورځي د سهار په دغه حمله کي څلور انسانان وژل سوي او لږترلږه۳۶ نور زخمیان سوي وه.
په قزاقستان کي پارلماني انتخابات تر سره کیږي
د شوروي په پخواني جمهوریت قزاقستان کي رامخته سوي پارلماني انتخابات تر سره کیږي. د پارلمان د ۱۰۷ چوکیانو دپاره د قزاقستان شپږ حزبو خپل کاندیدان معرفي کړي دي. ددې انتظار کیږي ، چي بیا د جمهوررييس نور سلطان نظربایف د «نور اوټان » گوند لوی اکثریت پلاس راوړي. نظربایف ځکه پارلمان منحل کړ،چي غواړي په دغه هیواد کي اصلاحات رامنځته کړي. قزاقستان اوس د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی.