مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په استانبول کي بیا ځانمرگي بریدتر سره سوی دی
په استانبول کي د CCN Türk ټلویزوني چینل د یوه رپوټ پراساس په یوه ځانمرگي بریدکي پنځه انسانان وژل سوي دي. د همدغي منبع پراساس په حمله کي شل نور کسان ټپيان سوي هم دي. چاودنه د استانبول په یوه مهم بازار کي تر سره سوې ده. همدا تیره یکشنبه لا په انقره کي د یوه ځانمرگي بریدپه نتیجه کي ۳۷ انسانان وژل سوي وه.
اروپايي ټولني د ترکيې سره د مهاجرينو په هکله تړون تصویب کړ
د اروپايي ټولني مشران په بروکسل کي د ترکيې سره د مهاجرو پر بحران باندي د غالبیدو په منظور پر یوه تړون باندي سره یو سوي دي. د نوي موافقې پراساس به ترکيه د سبا یکشنبه څخه په یونان کي ټوله ورغلي مهاجرين بیرته اخلي. پدې ډول به د انساني قاچاقبرانو او غیرقانوني مهاجرينو دراتگ مخنیوی وسي. اروپايي ټولنه به بیا د ترکيې څخه په لسهاوو زره سوريايی مهاجرين اخلي، چي همدااوس هلته په کمپونوکي ژوندکوي.
ورځپاڼه: اروپا باید د ترکيې سره د وروستي توافق پخاطر وشرمیږي
فرانسوی ورځپاڼي زویډ ویست د اروپايي ټولني او ترکيې تر منځ د مهاجرو په هکله توافق په باب لیکلي: «داسي یوه موافقه به ښه وای ،چي اصلأ امضأ سوې نه وای .ځکه چي په زرهاوو داسي مهاجرين بیرته لیږل کیږي،چي دپناه ورکولو مستحق دي. خصوصأ چي پدې ډول سره د ۲۰۱۵ م کال دمني د(ښه راغلاست ) کلتور د نظر څخه لویږي . د جرمني صدراعظمي په اول سر کي داروپا ددغه ډول یوه کلتورنمایندگي کوله، اوځکه نواوس بایداروپا وشرمیږي.
په روسيه کي د لویدلي طیارې ټوله ۶۱ مسافر او عمله وژل سوي دي
د روسيې په جنوب کي د یوې مسافر وړونکي طیارې په لویدو سره د هغه ټوله ۶۱ مسافر او عمله وژل سوي دي. دغه خبر روسي خبري آژانس ورکړی دی. ددوبۍ څخه راروانه سوې طیاره د روسيې د روستوف په ښار کي د کښینستو پروخت ولویده او اور یې واخیستی. دغه ۷۳۸ ماډل بویینگ طیاره په FlyDubai شرکت پوري اړه درلوده.
جرمني د پخواني خارجه وزير گیدو ویسترویله د مرگ په خاطر ویر کوي
د آزاد دموکراټانو د ګوند- FDP دغه د اوږدې مودې مشر د ۵۴ کلونو په عمر پرون د سرطان په ناجوړی مړ سو. صدراعظمي انګيلا ميرکل د خپلي سیاسي لاري متحد دغه ملگري د مړه کیدو له کبله سخته خواشیني ښکاره کړې ده. جمهوررييس یواخیم گاوک د آزاد دموکراټانو دغه سیاست مداره، اروپا او دیموکراسۍ ته سخت وفادره شخص وباله. د امريکا دمتحده ايالاتو خارجه وزير جان کیري ویلي دي ، چي ویسترویله د بشر د حقوقو سخت مدافع ؤ.
د پاکستان پخوانی جنرال پرویز مشرف د ملي خیانت پر تور سربیره د هیواد څخه وتلی دی
د پاکستان پخوانی جنرال پرویز مشرف د ملي خیانت پر تور سربیره دوبی ته تللی دی. د هغه دنه وتلو ممانعت د پاکستان دستري محکمې لخوا څو ورځی دمخه لیري سوی ؤ. لکه څنگه چي پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی، د پاکستان دغه پخوانی نظامي رهبر او جمهوررييس پرویز مشرف د جمعې په ورځ سهار عربي متحده اماراتو ته رسیدلی دی.
په بلجیم کي د پاریس د حملو یو بل شکمن کس نیول سوی دی
د بلجیم په پایتخت بروکسل کي د ضد ترهگري عملیاتو په جریان کي پولیسو د پاریس د حملو یو اصلي شکمن کس نیولی دی. د امنیتي مقاماتو په حواله د بروکسل د مولنبېک په ناحیه کي دده تر څنگ څلور نور شکمن کسان هم نیول سوي دي. د فرانسې جمهوررييس فرانسوا اولاند د بلجیم د صدراعظم چارلس میشیل سره په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کي ویلي دي، چی دا د «ترهگرۍ پر ضد تر ټولو کامیابه عملیات وه.»