مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
انساني قاچاقبران د آژه په دریاب کي د ناټو د ماموریت په جواب کي خپلو لارو ته تغیر ورکوي
لکه څرنگه چي د ناټو قومندان یورگ کلاین الماني خبري آژانس-dpa ته ویلي دي،د ناټو ترماموریت وروسته قاچاقبرانو دورځي د ۲۰ څخه تر ۴۰ د مهاجرو کښتی پر هغوځایونو باندي چي د ناټو ماموریت جاري ندی ، پر بله لار باندي بیايي. ځکه نو دهغه په خبره پر یوه معینه ساحه باندي دغه ماموریت کافی ندی. ناټو تر اوسه پوري د ترکيې او لیسبوس تر منځ بحري ساحې څارنه کوي.
په ترکیه کي د جرمني سفارت وتړل سو
د ترکیې په پایتخت انقره کي د پنجشنبه په ورځ د ترهگري خبرداري له کبله د جرمني سفارت وتړل سو. لکه څنگه چي د جرمني بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی ،په استانبول کي به ددوی قونسلگري او یو مکتب هم تړلی پاته سي. د هغه علت د یوې ممکنه حملې شواهددي. د یکشنبه په ورځ په انقره کي یوه موټر بمي چاودنه تر سره او پکښي ۳۷ انسانان ووژل سول. ددغه برید مسؤلیت یوه کردي افراطي سازمان پر غاړه اخیستی ؤ.
اروپايي ټولني ته د ترکيې د غړیتوب په باب د یوه نوی فصل پرانیستو تصمیم نیول کيږي
په بروکسل کي د اروپايي ټولني سرمشریزه دې ته تیاری نیسي،چي ایا ژرترژره په ټولنه کي د ترکيې دغړیتوب په باب د خبر اترو یو نوی فصل پرانیزي. د خبري آژانسو په حواله به د ټولني ۲۸ غړي هیوادونو مشران د ترکيې د غړیتوب د مسودې په باب سره خبري وکړي ، مخکي تر دې چي د جمعې په ورځ بیا د ترکيې صدراعظم دواد اغلو د ټولني په مشورتي غونډه کي برخه واخلي. تر اوسه پوري یوازي قبرس ددغه ډول خبرو سره مخالفت ښوولی دی.
پخوانی جنرال پرویز مشرف اجازه لري د پاکستان څخه ووزي
د پاکستان پخوانی نظامي مشر او جمهوررييس پرویز مشرف ،چي د ملي خیانت د تور له کبله د هیواد څخه د وتو اجازه نه درلوده ،«دَنیوز» ورځپاڼي په حواله اوس دوتلو اجازه پلاس راوړې ده. ددغه رپوټ پر اساس د پاکستان ستري محکمې د حکومت څخه غوښتي دي ، چي د مشرف د سفر ممانعت لیري کړي. اوس به نو دغه ۷۲ کلن پخوانی جنرال د سفر له پاره تدابیر ونیول سي. دی غواړي په خارج کي تداوي سي.
دBND ډبل جاسوس په اته کال بند محکو سو
د مونشن ایالتي محکمې دجرمني دداخلي استخباراتو – BNDمامور د امريکا متحده ايالاتو له پاره د جاسوسی په دلیل په اته کاله بند محکوم کړی دی. ددغي محکمې رییس ویلي دي،چي مارکوس ایر هیواد ته په خیانت،دوظیفوي رازونو په نه ساتلو او رشوت اخیستلو باندي محکوم پيژندل سوی دی. دغه ۳۲ کلن کلونه کلونه د دداخلي استخباراتو معتبره اسناد د امريکا دمتحده ايالاتو خارجي استخباراتي ادارې CIA ته سپارل.