مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
جرمني ته دمهاجرو راتگ راکم سوي دي
د هغو مهاجرو تعداد چي جرمني ته راځي،د «بیلډ ام زونټاگ» ورځپاڼي په حواله په ښکاره ډول سره راکم سوی دی. ورځپاڼي د حکومتي رسمي ارقامو په حواله رپوټ ورکړی دی، چي د سږکال په جنورۍ کي ۶۴۷۰۰ ، په فبرورۍ کي ۳۷۶۰۰ اود مارچ په لمړیو لسو ورځوکي فقط ۲۹۰۰ مهاجرين جرمني ته راغلي وه. په ۲۰۱۵ کال کي همدارانگه ۴۳۳۹ انساني قاچاقبران هم نیول سوي دي،چي تریوه کال دمخه تقریبأ دوه چنده دي.
د اطریش بهرنیو چارووزیرد مهاجرو پرمخ د نورو سرحدونو د تړلو غوښتنه کړې ده
د اطریش بهرنیو چارو وزیر سباستیان کورڅ د مهاجرو پر مخ په اروپا کي د نورو سرحدو د تړلو غوښتنه وکړه. هغه المانۍ ورځپاڼي «بیلډ ام زونټاگ» ته ویلي دي ، چي هر هغه څه چي اوس دغربي بالکان پر لار تر سره کیږي ، باید د ایټالیا سره د مدیترانې په امتداد هم تر سره سي.کورڅ د مهاجرو په هکله د اروپايي ټولني په راتلونکې سرمشریزه کي د ترکیې سره یوه توافق ته انتظار کوي.
اروپايي ټولنه غواړي د ترکیې څخه د اخیستونکو مهاجرو د منلو پروسه چټکه کړي
د اروپايي ټولني غړي هيوادونه د یوې ورځپاڼي په حواله د اخیستونکو مهاجرو د پناه غوښتني د پروسې چټک والی پلانوي،ترڅو دترکیې څخه یوه لویه فیصدي واخلي. ورځپاڼي د اروپايي ټولني دمذاکراتو دکړیو په حواله ویلي دي ، چي په دې برخه کي به د ملگرو ملتو د مهاجرينو د عالي کمیسارۍ انتخاب په نظر کي ونه نیول سي. د UNHCR د انتخاب پر اساس کیدلای سي،په ترکیه کي د کاله تر ۵۰۰۰۰ پوري سوريايي مهاجرين مستحق وپيژندل سي.
په برلین کي د پردیانو ضد مظاهره تر سره سوه
تقریبأ ۳۰۰۰ ښی اړخي نشنلسټان، نازیان او نور د پردیانو ضد مظاهره کونکي په برلین کي د حکومتي ساحې پر شاوخوا باندي مظاهرې وکړې. هغوی د مهاجرينو د سرپناوو د جوړیدو او صدراعظمي انګيلا ميرکل پر ضد شعارونه ورکول. د مظاهره کونکو تعداد تر هغه لس واري لوړ ؤ، لکه څنگه یې چي چارواکو انتظار درلودی. دا کوښښ چي ۱۰۰۰ مخالف مظاهره کونکي د هغوی لار بنده کړي ، هم د ناکامۍ سره مخامخ سو.
هوايی ادارې چارواکو د پیلوټانو د منظم صحي کنټرول غوښتنه کړې ده
د جرمن وینگز طیارې د لویدلو په عواقبو کي ددغي پيښي فرانسوي څیړونکي ادارې-BEA د مریضو پیلوټانو د منظم کنټرول غوښتنه کړیده . دغه ډول معاینات باید د پیلوټانو او مرستیال پیلوټانو د رواني ناجوړیو په باب هم تر سره سي . BEA دهغه مطابق یو پیشنهاد د اروپا د هوايی امنیت ادارې-ایزا ته لیږلی دی . د مستنطقینو په حواله په ۲۰۱۵ م کال کی د جرمن وینگ طیارې مرستیال پیلوټ په رواني مریضي اخته ؤ.