مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
اروپايي ټولني د ایران څخه د افغان مهاجرو دډیر وراتگ څخه اندیښنه ښکاره کړې ده
اروپايي ټولني دهغو افغان مهاجرو د زیاتیدونکي تعداد څخه اندیښنه ښکاره کړې ده،چی په ایران کي تر کلونو اقامت وروسته اروپا ته تگ غواړي. د بروکسل څخه ویل سوي دي، چي په ایران کي ددرو ملیونو مقیم افغان مهاجرو د جملې څخه «په زرو یې د اروپايي ټولني پرخوا روان دي.»هغوی په ایران کي اقتصادي ښه امکانات نلري او په هیواد کي یې د نامطميينی امنیتي وضعي له کبله د تلو امیدواري هم له لاسه ورکړې ده.
اطریش غواړي د خپلو سرحدونو نوري عبوري لاري هم ډاډمني کړي
تر هغه وروسته چي د بالکان لار عملأ د مهاجرو پر مخ وتړل سوه، اطریش غواړي د خپلو سرحدو نوري عبوري لاري هم ډاډمني کړي. د اطریش د کورنيو چارو وزيرې یوهانه میلک لایتنر یوې المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي، چي اټکل کیږي ، مهاجرين به کوښښ وکړي د نورو لارو څخه اطریش ته راننوزي. د شپیلفلېډ دعبوري لاري تر اطمیناني کیدو وروسته چي ورباندي وختي لا د جالی یو دیوال راگرزول سوی دی، اوس نور ۱۲ ځایونه هم تر نظر لاندي دي.
توماس دېميزې د شینگن په ساحه کي د سفرکولو دنوو مقرراتو غوښتنه کړې ده
د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس دېميزې په اروپا کي د سفر د راجستر کیدو د نووو مقرراتو غوښتنه وکړه. هغه المانۍ ورځپاڼي «دي ویلټ» ته ویلي دي ، چی د نړیوالي ترهگرۍ ،جنايي بانډونو او غیرقانوني مهاجرو سره د مبارزې په خاطر لازمه ده ،چي د شینگن په ساحه کي ددریمو هیوادونو د تباعو د راداخلیدو او خارجیدو وخت او ځای ثبت سي.
عربي لیگ، حزب الله د یوه ترهگرسازمان په حیث درجه بندي کړ
عربي لیگ، حزب الله د یوه ترهگري سازمان په حیث درجه بندي کړی دی ، کوم چي د لبنان په حکومت کي غړیتوب لري. د مصر دولتي خبري آژانس مینا رپوټ ورکړی دی،چي دغه خبره د عربي لیگ غړو هیوادونو خارجه وزیرانو په قاهره کي په تصویب ورسوله. حزب الله د سوریې په جنگ کي د واکمن بشالاسد دحکومتي عسکرو پرخوا جنگیږي. خو اکثره عربي هیوادونه بیا د اسد مخالف یاغي گروپونو څخه ملاتړکوي.
کیري په سوريه کي پر ماتیدونکي اوربند سربیره د سولي پر خبرو ټینگ دی
د امريکامتحده ايالاتو د بهرنیوچارو وزیر جان کیري په سوريه کي دماتیدونکي اوربند پر وضعیت سربیره ددوشنبه په ورځ د سولي پر پلان سوو خبرو باندي ټینگ دی. کیري دغه خبره دسعودي عربستان د خارجه وزیر عادل ال جابر سره د سهار ناري پر وخت وکړه.همدا دشنبه په ورځ به لا د امريکا او روسیې استازي په ژنیو او عمان کي سره وگوري،ترڅو د سوريې د بحران څخه د راوتلو لاري پیدا کړي.
دشیکاگو په انتخاباتي مبارزه کي ترومپ نه راظاهریږي
په شیکاگو کي د امريکا د جمهوري رياست د مقدماتي انتخاباتو پرسر مبارزه کي د جمهوري غوښتونکو دکاندید دونالډ ترومپ راظاهریدل د هغه دپلویانواو مخالفینو تر منځ د کشمشو له کبله لغؤ سوی دی. ددې دمخه په زرهاوو کسان د سختو الفاظو په استعمالو سره پردوو خواوو باندي ویشل سوي وه . ترومپ په تیرو اونیوکي د مسلمانانو، مهاجرينو او ښځو پر ضد تحریک آمیزه اضهاراتو له کبله جامعه پردوو برخو ویشلې ده.