مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په ۲۰۱۵ م کال کي د جرمني د وسلو صادرات دوه برابره سوي دي
جرمني په ۲۰۱۵ م کال کي د ۷،۵ ملیارډه یورو په ارزښت وسلې خرڅي کړي ،چی دا د یوه کال مخکي په نسبت ۵۰ فیصده اضافه توب ښيي. د « Freie Presse » په حواله نشر سوي ارقام د نه منلو وړ او عین حال کي دډیر قهر سبب گرزي. دا هم پداسي حال کي ده،چي هم صدراعظمې انګيلا ميرکل او هم یې مرستیال زیگمار گابریل همیشه پر دې خبره باندي ټینگار کړی دی ، چي جرمني ته د مهاجرينو د راتگ اصلي دلایل جنگونه دي.
د اروپايي ټولني سرمشریزه د بریتانیې سره یوه توافق ته ورسیدل
د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشرانو په خپله سرمشریزه کي د بریتانیا سره د اصلاحاتو پریوې بستې باندي موافقې ته ورسیدله ، چي پر اساس به یې د ټولني څخه ددغه هیواد د وتلو مخنیوی کیږي. د بریتانیا د صدراعظم ډیوید کېمرون د معلوماتو پراساس د نوي موافقې له مخي به دنورو اروپايي ټولني کارگران په اینده کي پسله څلورو کلو څخه د اجتماعي خدماتو د پلاس راوړلو حق ولري.
فرانسې د روسيې او ترکيې تر منځ د یوه جنگ څخه خبرداری ورکړی دی
د فرانسې جمهوررييس فرانسوا اولاندپر سوريې باندي په جنگ کي د انقرې او روسيې د حکومتونو تر منځ ددغه بحران له کبله رامنځته سوي تشنج څخه خبرداری ورکړی دی. اولاند د فرانس انټرنېشنل راډیو سره په مرکه کي ویلي دي ، چي د روسيې او ترکيې تر منځ د یوه جنگ د رامنځته کیدو خطر موجود دی، په هغه صورت کي چي ترکي پوځ په سوريه کي مځکني عملیات شروع کړي.
یونیسکو: د نړی۴۰ فیصده خلکو ته په خپله مورنی ژبه زده کړي نه ورکول کیږي
د جهان ۴۰ فیصده کوچنیانو او ځوانانو ته په خپله مورنی ژبه تعلیم نه ورکول کیږي. دغه خبره د ملگرو ملتو د علمي او کلتوري سازمان یونیسکو د یوه نوي رپوټ څخه معلومیږي .په رپوټ کي دې ته اشاره سوې ده ، چي شپږ کاله باید په خپله مورنی ژبه تعلیم وسي ، تر څو د اجتماعي بې عدالتی مخنیوی وسي. په دغو هیوادو کي د نورو تر څنگ پاکستان، نیپال، بنگله دیش او ترکیه شامل دي.
د زاکسن د مهاجرينو د یوه کمپ سره د پولیسو پر عملیاتو باندي انتقادونه سوي دي
د زاکسن ایالت په کلاوس نیتس کي دپناه غوښتونکوضد اشخاصو لخوا د مهاجرو د یوه کمپ تر محاصرې وروسته د پولیسو پر ماموریت باندي انتقادونه سوي دي. د جمعې په ورځ په انټرنیټ کي یوه نشر سوې ویدیو ښکاره کوي ،چي یو پولیس په څه ډول یو مهاجر کمپ ته وړي. په ویدیو کي همدارانگه په بس کي د بیري او ژړا په حالت کي مهاجرين معلومیږي ،چي یوه نوي کمپ ته انتقالیږي. زاکسن اعلان کړی دی، چي ددغو عملیاتو څیړنه به وکړي.