مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ميدويديف د یوه نوي ساړه جنگ څخه خبري وکړې
د روسيې صدراعظم دیمتري ميدويديف نړی د یوه نوي ساړه جنگ په حالت کي ویني. دمونشن په امنیتي کنفرانس کي ميدويديف وویل، چي د غرب او روسيې تر منځ روابط تر ټولو کښته حالت ته راغلي دي .هغه د روسيې پر ضد د اوکراین د بحران له کبله وضع سوي اقتصادي تعزیرات یو بن بست وباله. د روسيې صدراعظم د سوريې د اپوزیسون څخه وغوښتل،چي د بشالاسد د رژیم سره خبري وکړي.
«شپیگل»:څلور هيوادونه غواړي د بالکان لار د مهاجرو پر مخ وتړي
دهنگري ،پولینډ،چک او سلواکیې څلور هيوادونه غواړي د بالکان لار د مهاجرو پر مخ وتړي. د سلواکیا بهرنیو چارووزیر میروسلاف لاجک «شپیگل» ته ویلي دي، چي ددوشنبه په ورځ به پردې باندي خبري وسي ، چي څنگه د مقدونیې سره د یونان د سرحد په تړلو کي کومک کیدلای سي. دهغه په خبره، تر څو پوري چي د اروپا په سطح یوه گډه ستراتیژی وجود ونلري، دایو قانوني عمل دی، چي د بالکان پر لار پراته دولتونه خپل سرحدونه وساتي.
په جنوبي کوريا کي نور امریکايي پاتریوت راکټان ځای پرځای کیږي
د شمالي کوريا لخوا وروستیو راکټي ازموینو ته په کتلو سره د امريکا متحده ايالات د موقت وخت له پاره په جنوبي کوريا کي نور پاتریوت راکټان مستقر کړي دي. امریکايي پوځونو اعلان کړی دی ، چي دغه اضافي راکټونو ته ددافع هوا لپاره دتمریناتو د تیاري پخاطر ضرورت دی. شمالي کوريا د جنورۍ پر اوومه د اوږدې فاصلې راکټ توغولی ؤ، چي د خپلو معلوماتو پراساس یې فضأ ته د علمي تحقیقاتو په خاطر یو زتلایت انتقالاوه.
میرکل د بریتانیې څخه په اروپايي ټولنه کي د پاته کیدو غوښتنه وکړه
د بریتانيې د راتلونکي په باب د اروپايي ټولني تر سرمشریزي څو ورځي دمخه صدراعظمي انګيلا ميرکل دټولني څخه ددغه هیواد د نه وتلو هیله کړې ده. میرکل د هامبورگ په ښاروالی کي د صدراعظم دیوید کېمرون په حضور کي وویل ، «زه امیدواره یمه ، چي بریتانيه په اینده کي هم د یوې کامیابي اروپايي ټولني فعاله غړې واوسیږي. کېمرون د اروپا د تجارتي مسایلو او ټولني د ارزښتونو څخه راضي ندی او د اساسي اصلاحاتو غوښتنه کوي.
د هوا ککړوالی د ملیونو انسانانو د تلفیدو سبب گرزي
په ټوله جهان کي ۵،۵ ملیونه انسانان د یوې علمي څيړني پراساس د هوا د چټلوالي او ککړوالي د عواقبو څخه مړه کیږي . په واشنگټن کي د یوه علمي کنفرانس پر مهال څیړونکو خبر ورکړ، چي نیمايي ددغو کسانو په هندوستان او چین کي مړه کیږي. په دواړو هیوادونو کي دسکرو څخه د انرژۍ د اصلي منبع په حیث استفاده کیږي.