مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په بلغاریه دوه مهاجر یخ وهلي اومړه سوي دي
د حکومت او داکټرانو د معلوماتو پراساس دغه دواړه مهاجر د ترکیې سره په سرحدکي پیدا سوي دي. د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی، چي یو یې د ۱۴ څخه د ۱۶ کالو تر منځ یو هلک او بله یې د ۳۰ او۴۰ کلو تر منځ یوه ښځه ده. هغوی د یوه ۱۹ نفره گروپ غړي وه، چي غوښتل یې د ترکیې–بلغاریې له لاري اروپا ته راسي. پاته کسا هم یخ وهلي او روغتون ته انتقال سوي دي. د هغوی هوویت لا تر اوسه پوري معلوم ندی.
شمالي کوريا پر نړیوالو اعتراضو سربیره د اوږدې فاصلې راکټ توغولی دی
د جنوبي کورياددفاع د وزارت یوه ویاند خبر ورکړ، چي دغه راکټ د هیواد په شمال غرب کي توغول سوی دی. جاپاني چینل NHK هم د یوه راکټ له فیرولو څخه خبره کړې ده اوویلي یې دي ،چي هغه پر جاپانۍ جزیرې اوکیناوا باندي د پاسفیک پرخوا فیر سوی دی. دغه راکټ د شمالي کوريا تر یوې نوي اټومي ازمویني یوه میاشت وروسته فیر سوی دی ،چی دبين امللي اعتراضو سبب سوی ؤ.
د تایوان د زلزلې د قربانیانو شمیرلوړ سوی دی
د تایوان تر سختي زلزلې وروسته په خرابو کي تر پیداسوو مړو وروسته د هغوی تعداد ۲۳ تنو ته لوړ سوی دی. د مسؤلو مقاماتو په خبره د سختي زلزلې سره مخامخ ملیوني ښار تاینان کي لا تر ۱۵۰ اضافه انسانان ورک دي. دهغه ښاروال لای چینگ تی ویلي دي ، چي د مخصوصو آلو پواسطه یې لږترلږه ۲۹ کسان تر خرابو لاندي پیدا کړي دي ، خو تر اوسه پوري یې لا راایستلي نه دي.
د اروپايي ټولني کمیساری: اروپا ته راغلي ۴۰ فیصده مهاجرين د قبلیدو چانس نلري
د اروپايي ټولني کمیساري د رسنیو په حواله گمان کوي ، چي د بالکان له لاري راغلي مهاجرو تقریبأ ۴۰ فیصده د پناه اخیستلو او یا پاته کیدو واقعي چانس نلري. «فرانکفورتر الگماینه څایټونگ»د کمیسارۍ په حواله لیکي دي، چي د هغه دلیل د سوریايي مهاجرو په لږ راتگ کي دی. ددې برعکس په تیرو میاشتو کی اکثره افغانان او عراقیان راغلي دي ، چي بیا یې د قبلیدو چانس لږ دی.
د ټولي اروپا په سطح دپیگیدا په مظاهرو کي لږو کسانو برخه اخیستې وه
د اسلام دښمنه پیگیدا غورځنگ لخوا د ټوله اروپا په سطح د مظاهرو په ورځ تر هغه لږ خلگ ورغلي وه ، لکه څنگه چي یې انتظار کیدی. د جرمني ددرسدن ښار مظاهرو ته ، چي د هغوی اصلي ټولني پکښي جوړي سوي وې، د ۶۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ کسانو ورغلي وه . په پراگ کي بیا د مهاجرو پرضد دغه ډول یوه مظاهره کي تقریبأ ۱۵۰۰ کسانو برخه اخیستې وه. د وارسا، کالې ، کوپنهاگن او نورو ښارونو مظاهرو ته فقط څوسوه تنه ورغلي وه.