مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د سوريې اپوزیسون د سولي په خبرو کي د گډون شرط د بشري حالت په سمیدو پوري تړلی دی
د سوريې اپوزیسون د ژنیو د سولي په خبرو کي د خپل گډون شرایط یوواربیا تکرار کړي دي. د هغوی یوه پلاوي سویس ته تر رسیدو وروسته غوښتنه وکړه، چي د سوريې حکومت باید د خپلو خلگو پر ضد تشدد بند کړي. اپوزيسون په مذاکراتو کي په نه گډون کولو سره اخطار ورکړ، په هغه صورت کي چي په سوريه کي بشري حالت سم نه سي. خو د هییت یوه استازي سلیم ال مصلحت وویل، چي هغوی ددې سره علاقه لري ، چي د سولي خبري کامیابه سي.
په فرانسه کي په زرو انسانانو د اظطراري حالت ختمیدل وغوښتل
په فرانسه کي په زرهاوو خلگو د اظطراري حالت د ختمیدو پخاطر مظاهرې وکړې. لکه څنگه چي «فرانس اِنفو»راډیو رپوټ ورکړی دی ، د فرانسې په ۸۰ مختلفو برخو کي خلگو په مظاهرو لاس پوري کړ. تر ټولو لویه مظاهره په پاریس کي تر سره سول. اظطراري حالت د نوامبر پر ۱۳ نیټه دپاریس تر ترهگري حملو وروسته اعلان سو.
د جرمني حکومت : مجرم مهاجر به دریمو هيوادونو ته هم ولیږي
د جرمني حکومت غواړي هغه مهاجرین چي جرمونه یې کړي دي ،حتی دریمو دولتو ته ولیږي ، په هغه صورت کي چي که دوی خپلو هیوادو ته هم نسي تللای. د جرمني د صدرات د مقام آمر پیتر الټمایر چي په عین حال کي د حکومت دمهاجرو د مسایلو سازمان ورکونکی دی ، ویلي دي ، چي په دې اړه د ترکيې او ځیني نورو هیوادو سره خبري هم سوي دي.
گابریل غواړي ، AfD گوند دداخلي استخباراو لخوا وڅارل سي
د سوسيال ډيموکراټانو د گوند عمومي منشي زیگمار گابریل غواړي ، چي ښی اړخی نشنلست گوند AfD د داخلي استخباراو له خوا وڅارل سي. د جرمني د صدرات د مقام دغه معاون د «بیلډ ام زونټاگ» المانی ورځپاڼي ته ویلي دي ، چي پر دې باندي«ډیر شک موجود »دی ، چي دغه حزب به ددغه هیواد ازاد او دیموکراتیک سیسټم ته وفادراه وي. د AfD مشرې فرواکه پیتري ویلي وه، سرحدي پولیس باید د ضرورت په صورت کي غیرقانوني مهاجرین وولي هم.
بان کي مون د شین خوليو عسکرو لخوا په افریقا کي جنسي تیری غندلی دی
د ملګروملتو عمومي منشي بان کي مون دوروستیو ورکول سوو هغو رپوټونو په مقابل کي خپل کرکه او نفرت ښکاره کړ، چي پر اساس یې د ملګروملتو شین خوليو عسکرو په افریقا کي پر نجونو باندي جنسي تیری کړی دی. ددغه ډول تیریو ۶۹ پيښي تر اوسه پوري ثبت سوي دي ، چي ۲۲ یې یوازي د مرکزي افریقا په جمهوریت کي دي.