مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ورځپاڼه:داعش په لسهاوو زرو سپینو پاسپورټونو ته لار پیدا کړې ده
اسلامی دولت-ISډلي د یوې ورځپاڼي په حواله شاید په لسهاوو زرو اصلي پاسپورټونو ته لار پیدا کړې وي. «ویلټ ام زونټاگ» ورځپاڼي د غربي استخباراتي سازمانو په حواله ویلي دي ، چي په سوریه ، عراق او لیبیا کي هغوی په ښارونو کي د پاسپورټو رسمي دفترونه نیولي او له ځانو یې سپین پاسپورټونه وړي دي. امنیتي چارواکي اوس دا تشویش لري ، چي په دغو اسنادو سره به داعش خپل افراد د مهاجرينو په جامه کي اروپا ته راتیر کړي.
د PKKپر ضد جنگونو کي تر سل ډیرانسانان وژل سوي دي
د PKK -کردي ياغيانو پر ضد د پوځ په عملیاتو کي د رسنیو په حواله د ترکيې په جنوب شرق کي د چارشنبې راهیسي تر ۱۰۰ ډیر انسانان وژل سوي دي. د ترکي پوځ په حواله په وژل سوو کسانو کي دوه عسکر هم شامل دي. د عیني شاهدانو په حواله پوځ د استوگني په سیمو کي د ټانکونو او ماشیندارانو څخه کار اخیستی دی. د حکومت او PKK تر منځ کشمکشونو په جولای کي د اوربند تر ماتیدو وروسته زور اخیستی دی.
هسپانویان نوی پارلمان انتخابوي
Spanien
په یمن کي د حکومتي عسکرو او یاغیانو تر منځ جنگونو کي لږترلږه ۷۵ انسانان وژل سوي دي
په یمن کي د حکومتي عسکرو او شیعه حوثي یاغیانو تر منځ جنگونو کي د هیواد په شمال غرب کي لږترلږه ۷۵ یاغیان وژل سوي دي. لکه څنگه چي د پوځي او قبایلي منابعو څخه ویل سوي دي ، دغه جنگونه د هارالد ښار سره نژدې رامنځته سول ، کوم ځای چي حکومت ته وفاداره عسکرو بیرته د یاغیانو څخه نیولی دی. ویل کيږي ، چي د سعودي عربستان جنگي طیارو د هوا له لاري د هغوی ملاتړ کړی دی.
انقرې د عراق څخه د نورو عسکرو راایستلو اعلان کړی دی
ترکيې د عراق د شمال څخه د نورو عسکرو د راایستلو اعلان کړی دی. دغه خبر په انقره کي بهرنیوچارو وزارت ورکړی دی . په دغه اعلان سره د ترکيې حکومت د امريکا متحده ايالاتو د جمهوررييس بارک اوباما د غوښتني په مقابل کي عکس العمل ښوولی دی. اوباما د جمهوررييس رجب طیب اردوان سره په تلیفون کي غوښتي وه ، چي د عراق له حکومت سره د تشنج راکمولو په لار کي «نور گامونه »پورته کړي .